میرویس جلالزی –

هغه څاروی چې ورته د نړۍ په کچه د کم عقله او بي مغزو موجود خطاب کیږي اوس نه یوازي دا چې ترینه په انتقالاتو کې کار اخیستل کیږي بلکې انسان یي شیدو ته هم احتیاج شوی دی.

د سربیا هیواد په یوه فارم کې د لومړي ځل لپاره د دغه څاروي شیدي لوشل کیږي او ورڅخه د پنیر د جوړولو لپاره کار اخیستل کیږي.

د خرې له شیدو څخه جوړ شوی پنیر د نړۍ په کچه د ټولو نورو ډولونو پنیرونو څخه ګرانه بیه لري.

که چیرته د خرې د شیدو پنیر له نورو عادي پنیرونو سره پرتله کړو نو بیه یي په مراتبو  لوړه ده.

د ډاکټرانو پر وینا دغه پنیر د ویټامین سي له اړخه د هر بل پنیر په پرتله غني دی.

ویل کیږي چې د خرې په شیدو کې د غوا او بل هر څاروي د شیدو په پرتله ۶۰ سلنه ډیر ویټامنی سي وجود لري.

ویټامین سي د انسان د بدن هرې برخې ته ګټه لري خو په خاصه توګه د خره له شیدو څخه د تر لاسه شوي ویټامین سي څخه د پستو هډوکو د کلکلو لپاره ډیره ګټه اخیستل کیږي.

اروپايی ملکونو کې د خره د شیدو تقاضا او بیه ځکه لوړه ده چې هلته ډیری ماشومان د ويتامین سي له کمښت سره مخ دي .

د رپوټونو له مخې چې د سربیا هیواد د زه سویزا ښارګوټي د خرو د شیدو پنیر د نړۍ په کچه لومړی مقام لري.

دغه ښارګوټی د سربیا هیواد له مرکز بلګراد څخه ۵۰ کیلومتره لري پروت دی او دلته په یوازني هغه فارم کې د خرو له شیدو پنیر جوړیږي کوم چې د نړۍ په کچه بي ساري دي.

دغه فارم په ټوله نړۍ کې یوازنی هغه فارم هم دی چې پکې خرې ساتل کیږي او له همدې خرو څخه شیدې تر لاسه کوي.

په دغه فارم کې له یوې خرې څخه په ورځ کې یوازي دوه لیتره شیدي تر لاسه کیږي او ښايي همدا هم یو دلیل وي چې د دغو شیدو او ترینه د تر لاسه شوي پنیر بیه لوړه ده.

د فارم مالکین وايي چې د دوي د خرو د شیدو د یوه لیتر بیه ۴۰ یورو ته رسیږي چې د د نړۍ په کچه د بل هر څاروي او یا ځیناور د شیدو له بیي لوړه ده.

د یاد فارم د مدیریت د څانګي مشر ویلي چې دوی غواړي ډیر ژر د دغو پنیرونو او شیدو صادارات د جرمني، بریتانیا او نړۍ نورو هغو ملکونو ته پیل کړي چې پکې  تقاضا موجوده ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *