تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۴ ته لوړ شوی دی.
د دې وزارت ویاند تاند ته د ټلیفون پر لیکه تایید کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې د کورونا ۳۶ مشکوکې پېښې ثبت شوې دی چې درې یې مثبتې وې.

نوموړی وايي، درې واړه ناروغان یې په هرات کې د کورونا لپاره ځانګړي شوي لس بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هرات د عامې روغتیا ریاست نیوکه کړې وه چې په اسلام قلعه بندر زرګونه افغانان را اړول کېږي خو د کورونا د تشخیص وسایل نه لري چې له کبله به یې دغه ولایت کې د کورونا مثبتې پېښې زیاتې شي.

دوه اوونۍ وړاندې په هرات کې لومړنی د کورونا مریض هم د ایران له قم څخه راستون شوی و چې د درملنې په اړه یې لا دقیق معلومات نشته.
دا مهال افغانستان نږدې سل د کرونا مشکوکې پېښې لري او د حکومت له لوري ۲۵ میلیونه ډالر د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي شوي دي.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت هم پر خلکو غږ کړی چې د نوروز جشن کې دې د کورونا له کبله برخه نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *