خدایه {جل جلاله}…! موږ ته عاجز زړه راکړه چي په یخ او ګرمي کي په نېکي او بدي کي په خوښۍ او غم کي په ناروغۍ او روغتیا کي په نېکمرغي او بد مرغي کي خوشحاله پاته سو، زموږ په کوچني زړه کي ستا دمیني ستر اور واچوه پرېږده چي په زړه کي مو ستاسره هره ورځ تربلي ورځي مینه زیاته سي، او زموږ سره مرسته وکړه چي ترڅو هرڅه ستامهرباني غېږي ته درواچوو. زموږ ستره معبوده! له بدمرغه ستاڅخه لیري یو، بې کراره او بې طاقته یو ستا په لټه کي څو ځله د نفس او هوا په دام کي لویږو.

خدایه {جل جلاله}…! پر موږ رحم وکړه او موږ ځان ته درنژدې کړه یوازي ستا په وړاندي مینه ، خوشحالي او سکون حقیقي وجودلري . خدایه {جل جلاله}…! ما لیکوال ستاپه مینه کي لاهو کړه تر څو په هره ساه کي ستاسره مینه وکړم او دمیني لمر دي د هغو کسانو پر ژوند چي په تیارو او نا امیدیو کي راګیر دي ، وځــلوم . خــــدایه 【جــــل جـــــلاله】…! هر څوک چي دغه دعاء ولولي او بیا یې تر نورو مسلمانانو پوري ورسوي او نشر یې کړي ؛ نو هغه د هر ډول افاتو او امراضو څخه وژغوره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *