ښاغلی ارینزی

لیکنه: احسان الله آرینزی –

څو میاشتې مخکې هغو خلکو چې د پخواني ولسمشر، حامدکرزي، له مصلحتي واکمنۍ څخه ستومانه شوي وو، هیله درلوده چې په ټاکنو کې به برخه واخلي او په خپله خوښه به داسې چا ته رایه ورکړي چې افغانستان له روان ناورین څخه وباسي، جګړو ته د پای ټکي کېږدي، دوی ته موقع په لاس ورکړي چې آرامه سا وباسي، ځانونه خوندي احساس کړي او بیا ځلې راتلونکي ژوند ته هیله من شي!

ټاکنې وشوې؛ خو داسې ښکاري چې پټو لاسونو خپل کار وکړ او یو ځلې بیا خلک له نویو ستونزو سره مخامخ شول.

خلکو هیله درلوده چې د ټاکنو په پایله کې به یو داسې منتخب ولسمشر ولري چې د خپلو ملګرو او پلویانو په مرسته له خپلې کړنلارې سره سم داسې یو پیاوړی، پاک، حساب ورکوونکی او قانون ته ژمن دولت جوړ کړي چې د دوی د کلونو- کلونو پاته ارمامونه پوره او هېواد د سولې، ورورۍ او پرمختګ خوا ته بوځي!

خلکو هیله درلوده هغه ټیم چې په ټاکنو کې نه بریالی کېږي، د ولسواکۍ او اساسي قانون په سیوري کې داسې یو پیاوړی او مدبر اپوزیسون جوړ کړي چې د تظاهراتو، اعتصابونو، مدني حرکتونو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، رسنیو او خپل تبلیغاتي کار له امله، د دولت په درې ګونو قواوو څار وکړي او خپله دنده د قوانینو او اصولو په رڼا کې په سمه توګه سر ته ورسوي!

خو داسې ونه شول؛ امریکا او اروپایي ټولنې د ملي یووالي حکومت نسخه عملي کړه او ډاکټران محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله یې دې ته اړ کړل چې له اساسي قانون سره په ښکاره ټکر کې، د اضدادو جمعې ته غاړه کېږدي او داسې یوه واکمني جوړه کړي چې تر اوسه ډېره عملي نه ښکاري او د ماتېدو وېره یې ډېره ده او متصدیان بېوسه ښکاري!

د افغانستان خلکو درې میاشتې مخکې تمه درلوده چې ډاکټران محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله او د دوی ملګري او پلویان به، د هېواد ډېر نازک او حساس شرایط په پام کې ونیسي، له هر راز سلیقوي، تنظیمي، ګوندي، سمتي او مادي غوښتنو پرته به د افغانستان چوپړ ته ملا وتړي او داسې یوه اداره به جوړه کړي چې ضوابط په راوابط لاسبري وي، کار اهل کار ته وسپارل شي او داسې پاک نفسه او هېوادپال کسان په کار وګومارل شي چې د لوړو زده کړو، تجربې، تخصص او مسلک له پلوه نوموتي او بې جوړې وي!

سره له دې چې ځینو کارپوهانو او رسنیو ډاډ درلود چې د خلکو دا ارمان به پوره نه شي؛ خو ټول په تمه وو چې د ملي یووالي په حکومت به د کابینې له مخې قضاوت وشي، هغه کابینه چې په تېرو دریو میاشتو کې معرفی نه شوه او هره ورځ د اشخاصو د ادلون بدلون آوازې خپریږي او د مخالفتونو خبرې کیږي.

هغه څه چې هېڅ استدلال نه غواړي، دا دی چې افغانستان د خپل تاریخ په خورا حساس پړاو کې دی. هر مسوولانه اقدام کولای شي چې وضع ښه کاندي او هر غیر مسوولانه قدم، افغانستان له نویو او خطرناکو ستونزو سره مخامخ کولای شی.

د ملي یووالی حکومت طراحان باید د وضعې حساسیت په پام کې ونیسي او داسې ګامونه پورته کړي چې د هېواد ماته بېړۍ د نجات ساحل ته ورسوي او که نه په دې باید پوه شي چې نومونه به یې د هغو کسانو په څنګ کې ولیکل شی چې تاریخ پرې شرمیږي او له تلپاتې نفرین سره مخامخ دي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *