عبادالله درمان
بودیجه د یوه دولت عواید او لګښتونه دي چې د یوه کال د عوایدو او لګښتونو کچه یې سنجول کېږي. له هغه وروسته د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د دولت یو کلنه بودیجه ترې جوړېږي. هر وزارت، ولایتونه او مستقلې ادارې خپلې طرحې جوړوي او مالیې وزارت ته یې استوي څو د یو کال ضرورتونه د پیسو په واسطه پوره کړي کله چې بودیجه جوړه شي نو طبعاْ د خلکو په ورځني ژوند باندي اغېز اچوي چې همدغه اغېز په دوو برخو وېشل کېږي.
لومړی: مستقیم اغېز
دوېیم:غیر مستقیم اغېز
لومړي مستقیم اغېز: په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له کبله وګړي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او تر هغې به د هیواد وګړي ځپي ترڅو چې دغه ناوړه او د پردیو تپل شوې جګړه روانه وي. زموږ اقتصادی ستونزې ډیرې دي او د هر نوي کال په پیلېدو سره د بودیجې جوړونه د ستونزو په کمولو کې رغنده رول لوبولی شي. هغه په دې معنی کله چې بودیجه (عواید او لګښتونه) ډیر وي نو طبعاْ چې زموږ معاش او یا حق الزحمه به هم ور سره ډیره وي، کله مو چې معاش ښه شو زموږ ژوند هم مخ پر وړاندی ځي او یا که معاش مو کم وي زموږ ژوند بههم له ستونزو سره مخ وي. که مو ملي بودیجه په خپلو پښو ودرېږي، زموږ ژوند به ورسره ښه که کمزوري وي طبعي خبره ده چې د وګړو په ژوند به منفي اغېز وښندي.
د بېلګې په توګه کله چې د ۱۳۹۷ کال ملي بودیجه د مالیې وزارت له لوري ترتیب شوه نو مالیې وزارت د تصویب لپاره پارلمان ته واستوله پارلمان هم د ستونزو پخاطر چې بودیجه کې وې د یوې مودې لپاره وځنډوله چې ډیرې ستونزې یې د خلکو لپاره جوړې کړي، د مامورینو معاشونه پاتي شول، د هغو پروژو پیسی پاتې وي چې کارونه یی سرته رسولي وو په عمومي ډول سره ویلی شم چې د خلکو لپاره د راکړو ورکړو زمینه کمه وه ځکه پیسی نه وې. کله چې پیسی نه وي نو راکړه او ورکړه نه کیږي بازارونه درېږي هټۍ والو، مامورین او آن په کلیو او بانډو کې خلکو په دولت او پارلمان پسی بد ویل او خلکو ته یې راز راز کړاوونه را مخ ته کړي وو.
په مستقیم اغېز کې بله مهمه خبره د کار خبره ده، چې د بودیجی په تصویب او جوړونې سره خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او خلک خپل ژوند په عادي توګه ښه پر مخ بیایي.
دویم غیري مستقیمې ګټې: د بودیجې غیر مستقیمې ګټې، د ستقیمې په نسبت ډېرې دي، هغه په دې معنی چې د بودیجې مستقیم اغېز یوازي زموږ د ژوند عواید او یا هغه نقدی پیسی دي چې زه او یا زما کورنۍ ورته ضرورت لري، خو د بودیجې غیري مستقیم اغېز نه یوازي زما د ژوند بلکه د یو هیواد د مهمو تاثیرنو څخه دي.
کله چې بودیجه جوړېږي د یو هیواد ټول ضرورتونه په کې سنجول کیږي، لکه اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي پروژې، نو د بودیجې له تصویب سره هم مهال په نوموړو پروژو عملي کار پېلېږي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي چې د عوایدو په لوړېدو باندي تاثیر اچوي.
- اقتصادي پروژې یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د خلکو په ژوند باندې ډېر تاثیر لري، د خلکو ژوند مخ په لوړه ځي د سړي سر عاید ښه کېږي، که په یوه کورونۍ کې له دوو زیات کسان کار وکړي په هم هغه اندازه یې کورنی ژوند په ځان بسیا کېږي. د بېلګې په توګه د هیواد په یوه ولایت کې د ۱۰۰ کیلومتره په اوږدوالي سړک جوړېږي، چې هم خلکو ته پکې عملي کار پیدا کېږي او هم د د ولسونو ترمنځ د تګ او راتګ لاره اسانېږي.
- د سیاسي پروژو په عملي کولو سره د خلکو ژوند د سکون او ارامښت په لوري ځي، وګورئ چې زموږ د ژوند د وروسته پاتی کیدو علت په هیواد کې سیاسي ستونزې دي، افغانستان یو لو هغو هیوادونو څخه دی چې سیاسي ستونزې په کې ډیرې دي که چیرته موږ په سیاسي برخه کې ډیره بودیجه مصرف کړو نو زموږ ستونزي به هم کمې شي کله چې په یو هیواد کې سیاسي ستونزې نه وي نو د هغه هیواد وګړي ډیر په ارامه او سوکاله ژوند کوي.
- د ټولنیزو پروژو په واسطه به راکړه ورکړه زموږ د ګاونډیو هیوادونو سره زیاته شي، افغانستان یو له هغه یو هیوادو څخه دی چې د واردات په پرتله یې صادرات ډېر کم دي، کله چې دولت له خلکو سره د پانګونی په برخه کې مرسته وکړي نو په هماغه هیواد کې به پانګونه ډیره شي نو کله چې پانګونه ډیره شوه طبعاْ یو هیواد په صاداراتي هیواد بدلیږي او د یوه صادراتي هیواد راکړه ورکړه له هیوادونو سره زیاتېږي او دغه مسائل په بودیجه پوری تړلي دي.
- فرهنګی پروژې یو له مهمو پروژو څخه دي چې یو مملکت باید ورته ډیر جدی پاملرنه وکړي، ځکه د هر مملکت فرهنګ او رواج بیلابیل دي نو په فرهنګی برخه کې د بودیجی مصرفول د خلکو په ژوند باندې ډیر تاثیر لري په تاسف سره باید ووایم چې زموږ او ستاسی فرهنګ ورځ تر بله د بدلیدو په حالت کې دی او علت یی زموږ او ستاسي رسنۍ دي، چې د نورو هیوادونو فرهنګونه د تلویزیون په پرده زموږ ولس ته وړاندي کوي، که چیري دولت د فرهنګ لپاره توجه و نکړي نو لری به نه وي چې زموږ فرهنګ به په یوه بېګانه او پردي فرهنګ بدل شي، دا مسئله هم په بودیجه پوري تړلې ده، که خلکو ته د خپلو دودونو په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړو او پروګرامونه د تلوېزیونو له لارې وښودل شي بیا به مو تر ډېره بریده مخنیوی کړی وي.
په اخیر کې ویلی شم چې بودیجه زموږ او ستاسي په ژوند باندي مسقیماْ تاثیر لري، زموږ او ستاسي ژوند زموږ بودیجې پوري تړاو لري که چیري مو بودیجه ډیره وي زموږ ژوند به هم سوکاله او رامه وي اوکه چیرته مو بویجه کمه وي زموږ ژوند به هم مخ په کښته روان وي.