ارواښاد خلیل سرباز

تاند – پښتونخوا سټوډنټس اورګنایزېشن (پي اېس او) د پښتونخوا په بنو سیمه کې د دغه تنظیم د یوه غړي خلیل سرباز په یاد کې احتجاجي مظاهره وکړه.

خلیل سرباز دوه ورځې وړاندې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له پوستې سره نژدې د نامعلومو کسانو له خوا شهید کړای شوی وو او تابوت یې تېره ورځ د هغه د زرګونو مینه والو په بدرګه د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند په بیرغ کې پېچلی وښودل شو، او وروسته د بنو په ترنګ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.01

په ټولنیزو رسنیو د ارواښاد خلیل له خپرو شویو عکسونو څخه ښکاري چې د افغانستان په ملي بیرغ ښکلي شوی لباس یې پر تن دی، او د نوموړي ملګرو په خپلو لیکنو کې یاده کړې ده چې هغه د لوی افغانستان هیله من مبارز ځوان وو.

د خلیل سرباز د ملګرو له خوا خپرې شوې لیکنې ښیي چې په نننۍ احتجاجي مظاهره کې د پښتونخوا سټوډنټس اورګنایزېشن (پي اېس او) فعالانو د پاکستان استخباراتي ادارې د نوموړي د شهادت مسؤلې بللې او غوښتنه یې کوله چې د هغه قاتلانو ته دې سزا ورکول شي. 02

ویل کيږي چې د دغه هېواد د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) په بلوچستان کې هم بلوچ ازادي غوښتونکي ځوان مبارزان تښتوي چې وروسته یې د بدن د اعضاوو تر پرې کولو پورې شکنجه کوي، وژني او مړي یې یو ځای بل ځای په دښتو او کندو کې غورځوي.

One thought on “د پښتونخوا ځوانانو د پاکستان د استخباراتي ادارو پر ضد شعارونه ورکړل”
  1. جنتونه یی نصیب شه
    قربانیږه د هغه لاس او قلم نه
    چی مشتاق یی مراد مومی له کرم نه
    چی دقام مینه همیش په زړه کی ساتی
    زه به یی ولی نه جاریږم تر قدم نه
    چی په غور کاته کوی د مظلوم لورته
    خدای دی وساتی همیش دبل ستم نه
    غمخواره چی لری داسی ملنګجانه
    اینده دی سترګی وچی کړه له نم نه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *