ژباړه : صحت سمسور او سمیع الله دُرانی
لیکوال: Peace Quarters
ذهن جوړوونکي خلک هغه دي چې خپله هم پوهېږي؛ خو د نورو له تجربو پوره ګټه اخلي.
ذهن جوړوونکي خلک که څومره هم پوهېږي؛ خو ځان په لوړ مقام کې نه حسابوي دغه خلک په ځانګړي ډول د نورو خلکو په روشونو باندې تفصیلي ځان پوهوي.
دوی لغاتونه، باډي لانګویچ هم استعمالوي او په دغه اشخاصو کې تاسې کولای شئ ډېر څه ووېنئ.
ذهن جوړوونکي اشخاص معمولا د نورو خلکو سره ځان یو شان جوړوي، دوی داسې دي لکه جادوګر، چې د خلکو زړونه لاسته راوړي او هغوی ته نژدې کېږي د دغه خلکو سره اوسېدنه پر امنه او ارامه وي.
د دوی په اړه چې تاسې سره په ذهن کې څه وي په ازاد ډول یې ورسره شریکولای شئ.
دلته شپاړلس شیان شته، چې د ذهن جوړوونکو اشخاصو ځانګړتیاوې په ګوته کوي.
که تاسې د دې اشخاصو له جملې څخه یاست کولای شئ، چې دا نېمګړتیاوې تاسې هم په ځان کې ووېنئ.
۱: دوی اکثره وخت حساس وي
دا خلک نه ډېر جذباتي وي او نه ډېر کمزوري وي دوی همېشه په خپلو احساساتو کنټرول
لري او په دې پوهېږي، چې نور خلک څه احساس کوي .
دا چاره ښایي ځېنې وختونه په دوی کې ډېره پراخه وي، که چېرې ځېنې کسان ډېری وخت منفي احساسات ولري دا چاره د هغوی د ستړیا او ذهني سبب کېږي.
۲: ذهن جوړوونکي خلک له درواغو نه نفرت کوي
ذهن جوړوونکي په دې پوهېږي، چې دا څومره منطقي خبره ده ځکه هغوی د یو کس د خواصو نه پوهېږي، چې نوموړی کس څومره رښتېنی یا درواغجن دی.
په یو کس باندې باور کول ډېره ستونزمنه ده یو څوک، چې تاته یو ځل دروغ ووایي ذهن جوړوونکي معمولا د دا ډول اشخاصو نه کرکه او نفرت کوي.
۳: منفي خبرونه دوی اغېزمنوي
ذهن جوړوونکي اشخاص تل له نورو خلکو او ټولنې سره تړلې دي او د هغوی په درد ځان دردمند بولي.
ځکه دوی همېشه د خلکو له درد سره ځان شرېک بولي او هغوی سره دغه درد یوځای زغمي.
یوازې دانه ده، چې دوی د خلکو سره ګوري بلکې دوی خبرونه اوري او مستند فلمونه ګوري.
جرمونه جګړه او نور خطرناک شیان دوی ته خراب احساس ورکوي او دوی په ذهني لحاظ ترفشار لاندې وي.
۴: د مینه والو د تباه کېدو له وجې ذهن جوړوونکي هم خواشېني کېږي.
په یوه ورځ کې د مختلفو جذباتو شتون خلک ستړې کوي، که چېرې په یوه ساحه کې په یوه وخت د مختلفو احساساتو ډېر خلک شتون ولري دا په بشپړه ډېره بده ده.
ځکه د ذهن جوړوونکي خلک د ټولو اشخاصو احساسات زغمي دوی بیا په یو عام ځای کې د وخت د لګښت نه ستړې کېږي.
۵: فکر لروونکي خلک له روغتیا نه خوشالي مومي
فکر انتقالوونکي خلک د مرستې کولو لیواله دي دوی خپله ورځ په دې تېروي، چې څنګه د خلکو ذهنونو ته د سولې خبره ورسوي.
دوی یوازې خبرې نه کوي بلکې عملي کار کوي؛ ځکه د دوی شتون یوه کړېدلی ملت رغوي.
دوی همېشه د دې لپاره کار کوي، چې خپلو ملګرو ته نصیحت وکړي او هغوی ته ارامتیا ورکړي.
۶: دوی د تحریکونو او درملنو پر وړاندې جدا جدا عکس العمل ښيي
داچې د دوی احساسات خورا لوړ دي؛ نو دوی سوډا کافي او انرژۍ څښلو ته جدا جدا ځواب ورکوي، همداسې مختلفو خلکو ته په مختلف ډول باندې عکس العمل ښيي.
دا تحریکونه دوی داسې جوړوي، چې یا ډېر پرېشانه اوسي او یا هم ډېر متحرک و اوسي
دوی د مختلفو خلکو په درملنه کې هم تجربه لري.
دوی د امکان ترحده له دې هم مخنېوي کوي، چې کوم یو تن اضافي ګولۍ یا ټابلېټ وانه خلي؛ ځکه د دوی لپاره اضافي درمل زیان رسوي.
۷: فکر انتقالوونکي نه شي کولای چې ځان ته بدلون ورکړي
فکر انتقالوونکي نه شي کولای، چې فقط خپل احساسات او جذبات بدل کړي؛ ځکه دوی غواړي، چې ښه ملګري ولري او دوی هڅه کوي، چې ستاسې په کوچنیو زړونو کې ځای ولري.
دوی ډېر ایمانداره او رضا کاره دي او له نورو هم دا تمه لري، چې د دوی په څېر درملنه وکړي.
۸: دوی په بشپړه توګه پوهېږي چې تاسې په کوم دود او دوستور روان یاست
کله چې تاسې دا احساس کوۍ، چې پر تاسو څوک نه پوهېږي د فکر انتقالوونکو سره وغږېږئ، ځکه دوی په دې باور دي، چې تاسې کومې چارې ترسره کوۍ له هغوی سره مو وتړي او په دې ډول به ستاسې حالت معلوم شي.
دوی هرڅه په زړه کې ساتي او هڅه کوي، چې زموږ سره د زړه له کومې مرسته وکړي.
۹: ذهن جوړوونکي پر حېواناتو ځانګړی ترحم لري
معمولا ذهن جوړونکي حېوانات نه ساتي ځکه، چې د نورو خلکو موجود وي، دوی دې سره مینه لري، چې حېوانات په خپلو طبعي ځایونو کې وګوري.
ځېنې وختونه حېوانات یعنې ژوي دوی حس کولای شي او ځېنې وختونه د دوی د احساساتو خلاف عمل کوي.
۱۰: ذهن جوړونکي د هرې ورځې ژوند په اړه اندېښمن دي
دا حېرانوونکي نه ده، چې تاسې نورو ته غوږ شئ او بېړه وکړئ د نورو سره تاسې کومک وکړئ او د هغوی له ذهنونو ستړیا لرې کړئ.
دوی همېشه د نورو په اړه فکر کوي او د شپې له خوا په خپل چاپېریال کې ګرځي او ستونزې پلټي.
۱۱: که چېرې تاسې د ذهن جوړونکو نه د نصحیت په اړه پوښتئ دا کار وکړئ
تاسې هېڅکله ذهن جوړونکي د خپل تاثېر او حالاتو لاندې مه راولئ کېسه ورته له اسانۍ پيل کړئ او د خفګان خبرې وروستۍ برخې ته پرېږدئ او د حل لار ورته ولټوئ.
دا ټولو ډلو لپاره اسانه ده، چې په ذهن جوړوونکو باور ولري او د دوی لپاره ګټور معلومات چمتو کړي.
۱۲: ذهن جوړونکي په اسانۍ سره بدلون مومي
ذهن جوړوونکي ټول کوچني شیان اعلانوي لکه: اوازونه، بویونه او داسې نور…
دا په دې مانا، چې دوی په اسانۍ سره له خپل ټېنګاره تېرېږي او تل ستاسې خوښه کوي او په اسانۍ سره خپلې تګلارې ته بدلون ورکوي ترڅو ستاسې زړونه لاس ته راوړي.
۱۳: ذهن جوړوونکي په ځان مئینو خلکو نه نفرت کوي.
لکه څرنګه، چې ذهن جوړوونکي خلک دنړۍ په کچه ډېر پوه او مرستندویه خلک دي، دوی هېڅکله د یوبل پر وړاندې نه ودرېږي.
دوی د ځان خوښوونکو بې ادبه او بد اخلاقه خلکو څخه یو میل لرې تښتي.
دوی په هر قیمت اماده وي، چې د بې ادبه خلکو مخنېوي وکړي.
۱۴: ذ هن جوړوونکي د عالي احساس خاوندان دي
دا هم یو علت کېدای شي، چې دوی خپله توجو له لاسه ورکوي هر شی د دوی لپاره لوړ معیار لري او دوی هغه اواز ډېر زیات بد ګڼي، چې ډېر لوړ او یاهم ډېر بې مفهومه وي
دوی همدارنګه بد بوی بد ګڼي سربېره پردې دوی د بدو اوازونو جوړښت هم ښه نه ګڼي.
۱۵: ذهن جوړوونکي تر ټولو ښه اورېدونکي دي
ذهن جوړوونکي په دقت سره اوري او ستاسې کېسو ته خوشالېږي دا خلک همېشه لپاره ښه نصیحت کوونکي دي.
دوی د ژوند په ټولو برخو کې قاضیان نه دي؛ ځکه دوی یوازې پوهېږي، چې تاسره په ښه تصمیم نېونه کې مرسته او همکاري وکړي.
۱۶: برېښنا یعنې برق د ذهن جوړوونکو سره نا اشنا چلند کوي
دا ښایي یوه خدایي خبره وي، چې ټېکنالوژي په یو ځانګړي حس سره کار کوي. که چېرته برېښنا تاسې لمس کړئ ټکان درکوي. همدارنګه د کمپیوټر حافظه شاید ډکه شي.
موټر به ختم شي او ټلېفونونه به هم له منځه لاړ شي او ذهن جوړونکي اشخاص هم داسې دي، چې مړه کېږي او ختمېږي.