خبرپاڼه
تاریخ: 16 دلو ۱۳۹۳
کابل افغانستان- په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد یو غښتلی بچی او د کوچیانو مشر سناتور جنت ګل له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد سناتور جنت ګل د هېواد یو له سوله غوښتونکیو او مطرحو قومي شخصیتونو څخه و، چې تل یې د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره هڅې کړي دي. هېڅکله یې خپل هېواد او خلکو ته له خدمت کولو لاس نه دی اخیستی دی. د نوموړي کړي خدمتونه به د تل لپاره ژوندي وي.
زه د نوموړي مړینه د هېواد لپاره یوه ستره ضایعه بولم، نوموړي ته د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس