د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

د خواشینۍ پیغام

۱۳۹۳/سنبله/۲۴

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ ولسوال، صالح محمد احساس، چې د تېرې جمعې پر ورځ د وسلوالو مخالفانو لخوا تښتول شوی و، په شهادت رسېدلی دی،   انا لله و انا الیه راجعون. نوموړي له تېرو دوو کلونو راهیسې، د څمکنیو ولسوالۍ د ولسوال په توګه کار کاوه. ښاغلی احساس د ژور وطني او ملي احساس، د خدمت د روحیې لرونکی او ملي ګټو ته ژمن افغان و.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي، د دې زړه بوږنوونکې پېښې په اړه په یوه پیغام کې ویلي دي: (( د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ ولسوال ښاغلي صالح محمد احساس، شهادت د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د تشکیلاتي چتر لپاره لویه ضایع ده. د نوموړي ځای به تر ډېره تش وي. زه د ښاغلي احساس له کورنۍ، د پکتیا ولایتي ادارې او د نوموړي له خواخوږو سره د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب شریکوم، شهید ته فردوس جنت غواړم او قاتلان یې د دین او خاورې دښمنان بولم.))

 د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د پکتیا ولایتي ادارې ته لارښوونه کړې، چې د شهید د تدفین او جنازې مراسم ترسره او د کورنۍ له غړو سره یې لازمه مرسته وکړي. همدا رازا له امنیتي ادارو غوښتنه کړې، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د لوړپوړو مامورینو امنیت ته پاملرنه لا زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *