تاند- یوې پنځه شپېته کلنې تایلنډي ښځې د سلګونو سیمسارو منځ ته ځان واچاوه او په دې توګه یې قصداً ځان وواژه.

بنکاک پوسټ ورځپاڼې نن په دې اړه په راپور کې وویل چې دې ښځې د ژوبڼ د سیمسارو د اوبو ډنډ ټوپ کړل او د وږو سیمسارو خوراک شوه.

په ډنډ کې، چې د بنکاک له مرکزه یو ساعت لېري دی، په زرګونو سیمسارې ساتل کېږي او عموماً سیلانیان خواړه ورکوي.

په عکس کې تر حملې مخکې سیمسارې لیدل کېږي چې د ښځې لور ته روانې دي.

پولیس وايي چې د ژوبڼ ساتونکو هڅه وکړه چې ښځه وژغوري خو سیمسارو ټوټې- ټوټې کړه.

د دې ښځې خور سونان تارمنا وویل چې خور یې په ذهني پریشانۍ او ستریس مبتلا وه او ځان یې قصداً مرګ ته ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *