تاند- پاکستان وايي چې سر له نن /دوشنبې/ څخه به د شمالي وزیرستان او د افغانستان د خوست ترمنځ د غلام خان مځکنی بندر د سوداګرۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره پرانیزي.
د دغه بندر پرانیستنه د وزیرستان او خوست د اوسېدونکو یوه اساسي غوښتنه وه. دا بندر، په هغه صورت کې چې د سړک کیفیت یې ښه کړای شي، د افغانستان د پلازمېنې کابل او کراچۍ بندر ترمنځ تر ټولو نژدې لار ده.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د شمالي وزیرستان سیاسي استازي (پولیټیکل ایجنټ) کامران افریدي د دوه اړخیز تجارت او نورو اقتصادي فعالیتونو پرمخ د غلام خان بندر د پرانیستنې اعلان وکړ.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د پاکستان د ګمرک مامورین، سرحدي پولیس، د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیس او د فدرالي حکومت مامورین په غلام خان بندر کې ځای پر ځای شوي دي.
پاکستان ټوډې وايي، له تورخم، سپین بولدک – چمن او د کورمې ایجنسۍ د بورکي خرلاچۍ له بندرونو وروسته به غلام خان د دوو هیوادونو ترمنځ څلورم مهم تجارتي بندر وي.
ورځپاڼه زیاتوي، تراوسه پورې د جنوبي وزیرستان او پکتیکا ترمنځ د انګور اډې، او د کونړ او باجوړ ترمنځ د ناوه پاس بندرونه د هر ډول سوداګري فعالیت پرمخ بند دي.
افغان سوداګر او حکومت سره له دې چې د دوو هیوادونو ترمنځ د تجارتي لارو زیاتېدا د دواړو خواوو د ولسونو په ګټه بولي خو د پاکستان پر لارو هیڅ راز باور نه لري ځکه چې دغه هیواد تل له خپلو لارو او سوداګرۍ څخه د سیاسي هدفونو او پر افغانستان د فشار لپاره کار اخیستی دی؛ هرکله چې یې ګټه تقاضا کوي بندرونه پرانیزي او هر وخت چې وغواړي افغانستان ته تاوان ورسوي لارې بندوي. له همدې کبله اوس افغانستان یوازې د پاکستان پر لارو اتکا نه کوي بلکې د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارو هم تجارتي راکړه ورکړه تشویقوي.