د خوست غلام خان بند

تاند- د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه کلیدي سرحدي لار د جمعې په ورځ پرانیستل شوه.

د غلام خان بندر، چې په خوست ولایت کې ده، د پاکستان د کراچۍ بندر او کابل ترمنځ تر ټولو نژدې لار ده.

دا لار پرون /جمعه/ پرانیستل شوه او یو شمېر پاکستاني لارۍ له تجارتي مال سره خوست ولایت ته داخلې شوې.

د خوست والي حکم خان حبیبي پرون /جمعه/ ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د دې لارې د رسمي پرانیستنې لپاره په کرښه کې تاسیسات چمتو شوي نه دي.

غلام خان بندر له سپین بولدک او تورخم وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ درېمه مهمه لار ده.

دا لار، چې د خوست او شمالي وزیرستان ترمنځ ده، په ۲۰۱۴ م کال وروسته له دې پاکستان بنده کړه چې په وزیرستان کې یې پوځي عملیات پیل کړل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په وروستیو دوو کلونو کې تر پنځوس سلنې لږه شوې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر وايي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات له ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو ۱۲ سوه ملیون ډالرو ته رالږ شوي دي.

One thought on “د خوست او وزیرستان ترمنځ د غلام خان بندر پرانیستل شو”
  1. واقعا چې ډېر غلط کار شوی دی، خوست ته به له پاپړو او ګل شالي پرته څه راوړي. یوه مهمه خبره دا ده چې غني یا بل مشر دې د پرانستې لپاره نه ورځي او دا شی دې په ډېره ټیټه سویه چارواکي له خوا ترسره کړي که نه د تورکونو بیا تمه پیدا کیږي بیا افغانان شرموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *