د جوزا مياشتې په پنځه ويشتمه دخوست ولايت دسولې ولايتي کمېټې په انګړ کې شاوخوا دوه سوو ديني عالمانو او د بېلابېلو قومونو مخورو مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو او په هېواد کې د ملي يووالي حکومت لخوا د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې د پيل شويو هڅو غوڅ ملاتړ په ډاګه کړ.
ديني عالمانو او قومي مخورو مشرانو د خبرو پرمهال د افغان حکومت په ټولو وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې په هېواد کې دې تپل شوي پرادۍ جګړې ته دپاى ټکى کېږدي او د سولې لار دې خپله کړي .
مولوي بخت زمان،مولوي نصرالله قاسمي،قاري عارف او قومي مشر ګل نواز د نورو په استازيتوب وويل چې د افغانستان ټول خلک او حکومت مسلمانان دي او تربل هرچا زيات خپلو ديني او مذهبي عقايدو ته وفاداره دي، نو په همدې اساس دې د سيمې او نړۍ ترهګرې او استخباراتي کړۍ د افغان وژنې له تمويله لاس واخلي.
دوى په خلکو غږ وکړ، چې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو او په لويه کې د افغان حکومت څخه غوڅ ملاتړ ته ادامه ورکړي او چاته ددې موقع ورنه کړي، چې د حکومت ملکي او نظامي مامورين چې د همدې ملت بچيان دي، په بمونو او ترورېستي بريدونو سره زيانمن کړي.
يادو علماوو او مشرانو ژمنه وکړه، چې د سولې او ثبآت د ټينګښت لپاره به دخوست هرې لېرې پرتې سيمې ته سفرونه کوي، خلک به د اسلام د مقدس دين له نظره د سولې په ګټو ، اجرونو او اهميت خبروي، ترڅو ددې ولايت هروګړى د سولې د راوستو په لاره کې په اغېزمنه توګه عملي قدمونه واخلي.((کلېپونه ))
يادو مراسمو ته دخوست ولايتي ادارې په استازيتوب د ولايت مقام وياند او د مطبوعاتي چارو مسوول مبارزمحمدځدراڼ هم وربلل شوى وو.نومو ړي د خپلو خبرو پرمهال دخوست ولايت د ديني عالمانو او مخورو مشرانو مننه وکړه چې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره يې مهمه غونډه رابللي ده.
دده په وينا دا ډول غونډې کولى شي، چې پدې ولايت کې سولې ، ثبات ، ورورګلوۍ او غوره پرمختګ ته ښه زمينه مساعده کړي.
ځدراڼ وويل خوست ولايتي اداره ژمنه ده، چې د خپلو خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره به خپلو تلاشونو ته دوام ورکوي او هغه خدمات به سرته رسوي کوم چې ددې ولايت د اساسي پرمختګ سبب ګرځي.
د ولايت استازي د سولې په تړاو وويل چې دا يو منل شوى حقيقت دى چې د دنيا په هرځاى کې پرته له سولې او امن څخه ژوند کول له ستونزو او کړوونو خالي نه وي، بلکې په ياده سيمه د جهالت له امله وروروژنه حاکمه وي، نوهمدې لوى زيان ته په کتو سره د هر افغان غوښتنه داده، چې بايد په هېواد کې سوله راشي .دده په وينا دسولې په راوستو کې ديني عالمان تربل هرچا مواثر رول لوبولى شي، نو هيله يې څرګنده کړه چې دخوست عالمان به پدې لاره کې غوڅ قدمونه واخلي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر