دخوست ولايت ګڼ شمېر ديني عالمانو او ددغه ولايت د بېلابېلو قشرونو بانفوذه استازو د جوزا په لومړۍ نېټه د يوې لويې راټولېدنې پرمهال اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون کوي.ددوى په خبره دا ټاکنې د هېواد د سرنوشت ، امنيت،سولې، ثبات د ټينګښت،پرمختګ، ملي يووالي، ځمکنۍ بشپړتيا، عرضي تماميت او د يوه پياوړي ملي حرکت لپاره خورا مهمې دي، نو په همدې اساس به دوى په يوه غږسره تر بل هر وخت زياته هڅه وکړي، چې په ټاکنو کې هر وګړى په ملي مسووليت سره برخه واخلي او پدې سره خپل ملي زعيم وټاکي.
مولوي سردار ځدراڼ،مولوي نصرالله قاسمي، قومي مشر جان محمد او نورو ګڼ شمېر جيدو علمااکرامو او مطرحو قومي مشرانو د افغانستان په ټول ولس غږ وکړ، چې په دويم پړاو ټاکنو کې خپلې رايې چې د دوى مسلم حق دى، په پوره قوت او ملي مسووليت سره وکاروي، ترڅو د همدې سوله ايزې لارې داسې پرېکړه وکړي، چې هېڅ وخت پرې پېښمانه نشي، بلکې ټول عمر پرې ووياړي.
دغه غونډه چې د تڼيو ولسوالۍ د سېګۍ په سيمه کې د يوه ستر پله د عملي کار د پيل په موخه رابلل شوي وه، په کې خوست والي عبدالجبارنعيمي هم په خپلو خبرو کې راتلونکي ټاکنې د افغانستان د سرنوشت لپاره خورا مهمې وبللې.دده په خبره ولايتي اداره په هره برخه کې پوره چمتوالى لري، ترڅو داسې ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته کړي، چې دخوست هر وګړى د تېرو ټاکنو په شان په پوره زړورتوب، سرلوړۍ او نېکنامۍ سره رايې وکاروي او پدې ملي پروسه کې دخپلې مېړانې ، غيرت او زړورتوب له امله يووار بيا ټولې نړۍ ته حيرانوونکى يادګار جوړ کړي.
نوموړي د ولس له هر قشر څخه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د شفافيت،عدالت او برياليتوب لپاره د صميميت په فضا کې ټول په مشترک ډول کار وکړي او هر هغه وګړى چې د شرايطو لرونکى وي، د رايې ورکولو کارت ولري، بايد خپل امانت په پوره ملي فکر سره وکاروي او د افغانستان په پرمختګ او جوړونه کې ونډه واخلي.
نعيمي د خپلو خبرو په لړ کې ټول ولس ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو په ملي پروسه کې به هېچا ته د درغليو او معاملو کولو اجازه ورنه کړي، بلکې په ټول قوت سره به د هر درغلګر په وړاندې اړين اقدامات ترسره کړي.ترڅو انتخابات د بشپړ شفافيت ، بېطرفۍ او عدالت په چوکاټ کې په پوره بريالتيوب سره سرته ورسيږي.
مطبوعاتي دفتر
مبارزمحمدځدراڼ
نېټه :١-٣-١٣٩٣ پنجشنبه