د خوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون چې دوولس پوهنځي اونږدې لس زره محصلين لري، د مطالعې لپاره ورته څو مياشتې وړاندې د کتابتون عصري وداني جوړ ه شوه او د و لايت مقام په هڅونه د خوست د پخواني والي مرحوم معراج الدين پټان کورنۍ له دغه کتابتون سره د اويازره بېلابېلو کتابونو مرسته وکړه .
د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري وويل چې د محصلينو د علمي سويې د لوړولو لپاره ترټولو غوره لاره مطالعه ده، نو په همدې خاطر يې هڅه کړې، چې محصلين مطالعې ته وهڅوي او ددوى لپاره په پوهنتون کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي .
باوري وويل دپوهنتون د کتابتون ودانۍ ته څو مياشتې وړاندې د ولايتي ادارې په هڅو عصري وداني جوړه شوې، خو د استادانو او محصلينو د مطالعې لپاره يې لازم کتابونه ، نه درلودل .دده په خبره له دې وروسته به په کتابتون کې د کتابونو د قلت ستونزه تر ډېره بريده هواره شي .نوموړي د ولايت مقام او همداراز د مرحوم پټان له کورنۍ مننه وکړه،چې د شېخ زايد پوهنتون سره يې د ګټورو علمي،سياسي،ادبي او معلوماتي کتابونو مرسته وکړه .
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي شېخ زايد پوهنتون د فکري رغونې لوى مرکز وباله او ويې ويل هڅه به وکړي، چې ددې علمي مرکز د بډايه کولو او غني کولو لپاره په هره برخه کې مرسته وکړي .
نوموړي وويل دخوست پخوانى والي مرحوم معراج الدين پټان د علم او فرهنګ سره زياته علاقه درلوده، په همدې خاطر يې د ځان او کورنۍ د مطالعې لپاره لسګونه زره بېلابېل کتابونه پېرودلي وو.له دې ښکاره معلوميږي، چې نوموړى واقعاً د علم او پوهې مينه وال وو او تل يې خپل ولس ته پدې مهمه برخه کې کار کړى دى .
د نعيمي په خبره چې د مرحوم معراج الدين پټان کورنۍ غوښتل چې دغه کتابونه دخوست خلکو ته په واک کې ورکړي، ترڅو د هغې نه ددې ولايت اوسېدونکي علمي ګټه پورته کړي، خو ولايت مقام اړينه وبلله، چې دا کتابونه بايد د شېخ زايد پوهنتون کتابتون ته وسپاري او له دې لارې د پوهنتون زرګونه محصلين،استادان او دخوست خلک د علمي معلوماتو د بډاينې په برخه کې ښه استفاده وکړي .ده د مرحوم پټان د کورنۍ څخه ځانګړې مننه وکړه .
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل هغه چا چې ددې خاورې او ولس لپاره خدمت کړى وي ، بايديادونه يې په زړونو کې وساتل شي او د غوره کړنو يې د تل لپاره ستاينه وشي نو په همدې خاطر دخوست ولايتي ادارې کوښښ کړى، د ټولو هغو کسانو چې د خپل ملت د سرلوړۍ او عزت ساتلو لپاره يې خدمت کړى ، د دوى په نومونو بيلابيل ځايونه ونوموي .
د خوست ولايتي ادارې مشرتابه وويل ، د خوست پخواني والي شهيد حکيم تڼيوال په ډير سخت وخت کې د دې ولايت اوسيدونکو ته خدمت کړى او په داسې حالت کې په شهادت ورسيد چې د رسمي دندې په لور روان وو.په همدې مناسبت يې په شېخ زايد پوهنتون کې لوى جومات د نوموړي په نوم ونوموه اوولايتي اداره په پام کې لري، چې ډېر ژر د ازادۍ مېنې په بي رهايشي پروژه کې د شهيد ارسلاجمال چې دخوست والي پاتى شوى ، په نوم ښوونځى جوړ کړي .ده وويل شهيد ارسلاجمال په لوګر ولايت کې په ډېر بې رحمانه ډول د اختر په ورځ په مسجد کې د لمانځه پروخت په شهادت ورسېده .
نعيمي زياته کړه، په ورته بڼه معراج الدين پټان د خپل ماموريت پرمهال دخوست د پرمختګ لپاره په هره برخه کې زيات تلاش کړى او له بلې خوا يې نن د نوموړي کورنۍ د شېخ زايد پوهنتون سره د ٧٠٠٠٠٠ اويا زره جلده کتابونو مرسته وکړه ، نو په همدې اساس ولايتي ادارې او د شېخ زايد پوهنتون ادارې لازمه وبلله، چې د پوهنتون د کتابتون ودانۍ د مطالعې تالار د مرحوم معراج الدين پټان په نوم ونوموي .
نعيمي د خپلې وينا په وروستۍ برخه کې په هېواد کې د ننه او بهر په ټولو ملي سوداګرو او بډايه کورنيو غږ وکړ چې د خپل ملي احساس له مخې دې د شېخ زايد پوهنتون سره په هره برخه کې لازمه همکاري وکړي، ترڅو ددې لوى علمي مرکز په بډاينې سره په هېواد کې د سولې، ثبات، پرمختګ او ترقۍ لپاره اساسي کار وشي .
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٢٦-٨-١٣٩٣ دوشنبه