د ۱۳۹۵ لمریز کال د اسد لومړی نېټه، د جمعې مبارکه ورځ. خوست ښار، متون بابا غونډۍ.د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ مربوطه چاردیوالي. د خوست مخورو قومي مشرانو، جیدو دیني عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو، فرهنګیانو، ژورنالستانو او ټولو پتمنو ولسونو د اوسني نظام د ستنو د ټېنګښت، د هېواد د پولو د ساتلو او د ټاکنو په شمول په ټولو ملي بهیرونو کې په لویه کچه او د قربانیو په ورکولو سره برخه اخیستې ده. له بده شامته د نوي نظام په ټوله پنځلس کلنه موده کې مرکزي حکومت له خوستوالو سره یوازې تشې وعدې کړي او تر اوسه يې کړې ژمنې ندي عملي کړي. دا پداسې حال کې چې د خوست مخورو مشرانو، جیدو دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د دې ولایت د خلکو اساسي غوښتنې په وار، وار د حکومت مشرانو ته په شفاهي او لیکلي ډول رسولې دي. غواړو په ټېنګار ووایو په ټاکنو کې زموږ د ولسونو پراخه ګډون او پدې لاره کې سترې قربانۍ وې، چې محترم ولسمشر محمداشرف غني مو ارګ ته ورساوه، خو د ده په وجود کې مو تر اوسه د تېرو پنځلسو کلونو کومه غوښتنه نده عملي شوې. موږ په خوست کې د نننی پراخې ولسي او تاریخي غونډې برخوال داسې پریکړه کوو: اول- د افغانستان جلالتماب ولسمشر دې د خوست د خلکو رواء غوښتنې جدي وګني او د خپلو هغو ژمنو پر بنیاد دې، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال يې له موږه خوستوالو سره کړي، عملي کړي. دویم- د خوست د خلکو اساسي غوښتنې دا دي: د وارداتي برښنا انتقال، د غلام خان بندر رسمي ترانزیټ، د خوستیو کادرونو تقرر، په عملي ډول د خوست ولایت لپاره د ملکي او امنیتي ادارو د دویمې درجې د تشکیلاتو منظوري، د خوست شیخ زاید پوهنتون په نړیوال پوهنتون بدلول او همدارنګه د مزغوره او د شمل دومنده د اوبو او برښنا بندونو جوړول. درېیم- پر یادو غوښتنو د ټېنګار او تعقیب لپاره به د دې غونډې له برخوالو څخه مرکز کابل ته د تګ لپاره یو درې سوه کسیز پلاوی وټاکل شي. څلورم- کچیرې د ټولو تلاشونو او د مرکزي حکومت له مشرانو سره له لیدنو کتنو سره، سره بیا هم د خوست د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړل شي، خوستوال به په یو غږ راتلونکې پارلماني او ریاستي ټاکنې تحریم کړي، په لویو لاریونونو او اعتراضونو به لاس پورې کړي او د لويې جرګې د جوړیدو غوښتنه به وکړي. د خوست د ولسونو د نننۍ تاریخي غونډې پریکړه لیک په څلورو مادو کې تصویب دی. والسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته