خوست

د ټول افغانستان په کچه خلک د دولتي ادارو څخه سر ټکوي، د خلکو د غوښتنو په وړاندې بې پروا وي، حکومتوالي کې سراسر ستونزې شته، موږ یې منو چې په ادارو کې شفافیت رامینځ ته کول یوه اوږد مهاله پروسه ده خو لږ ترلږه د فساد په وړاندې د چارواکو د ارادې شتون یې شرط دی. د خوست ښاروالۍ په ریاست کې هم پخواني ښاروال کرامت خان په لومړیو کې یو شمېر کارونه ترسره کړل او په ملیونو عواید یې راټول کړل. پرته له دې چې ملت ته ځواب وویل شي، بل ښاروال پرې مقرر شو! په هرصورت زه د خوست د ښاروال دفاع نه کوم، هیله ده چې دا نوی ښاروال هم په خپل وخت وجدان ته، ملت ته او همدارنګه د قانون په وړاندې د چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره ځان له پخواني ښاروال څخه غوره ثابت کړي. ګمرک کې پراخ فساد روان دی چې په ملیونه عواید یې پرته له دې چې حساب ورکړل شي، د لګښت ددوسیې لاندې درج کیږي. د قضا په برخه کې خو اصلا قاضیان وکیلان دي، د وکیلانو په خوښه د هرچا قاضیه څیړل کیږی او په بدل کې یې قاضیان په خلکو داسې ملنډې وهي چې ته وا ددوی په سر هیڅ قانون او یا ملت د پوښتنې لپاره شتون نه لري. اوس راځو هغې ستونزې ته چې خوستي سوداګر ورسره مخامخ دي. کله چې موږ ازاد مارکیټ ولرو نو د اقتصاد د پياوړي کولو لپاره دولت ته پکار ده چې داسې پروګرامونه په لاره واچوي چې لږ ترلږه سوداګر وهڅول شي څو خلکو ته دندې پیدا شي او د غربت سره مبارزه وشي. د خوست مستوفیت ریاست زه اوخدای چې په رڼا ورځ د شرکتونو د تصفیې په مهال سوداګر دومره ځوروي چې سړي د تجارت او دولت په نوم د شته حکومت څخه زړه تور شي. یو څه موده وړاندې یې ځینې مامورین د ملي امنیت له لوري نیول شوي ول، بیا د څو میاشتو په بهیر کې نه دا چې راخلاص شول بلکې بیا په همغه ادراه کې د هغه څخه په لوړ پوست باندې وګمارل شول.

یوازې د یوه شرکت د تصفیې طی مراحل لپاره چې باید یوازې یوه اونۍ وخت ونیسي، پوره دوه میاشتې وخت نیسي او هر مامور یې په رڼا ورځ د ټولو نورو مامورینو په وړاندې او د ټولو خلکو په وړاندې د رشوت غوښتنه داسې کوي لکه څوک یې چې پوروړي وي؟؟؟ چارواکود خدای څخه وویریږئ، دا ځوریدلای ملت مه ځوروئ، پریږدئ چې لږ ترلږه ددې ملت نفرت ستاسې او د ملت د وژونکو په وړاندې توپیر ولري. که ملت ویښ نه وي او که دولت مو فاسد او بې پروا وي، خدای خو شته چې له تاسې پوښتنه وکړي؟

تاسې باور وکړئ چې که کوم چارواکی مستوفیت ریاست ته ولاړ شي په رڼا ورځ کمیشن کاري، د خلکو ځورول، د خلکو څخه د پیسو غوښتل داسې لکه کوم شخصي شرکت چې د چوپړ په وړاندې پیسو غوښتنه کوي، دوی يې هم همدا ډول غوښتنه کوي.

که کوم خوست مېشتی چارواکی او یا هم کوم خوستوال کولای شي چې دا پیغام د خوست ملي امنیت او یا هم پوهاند والي صیب ته ورسوي خپله ایماني دنده به یې سرته رسولي وي. یوازې د مستوفیت د څار لپاره یوه ورځ کافي ده چې یو چارواکی ورشي او حالت له نږدې وګوري او یادې هم د تلویزیون له لارې له شرکتونه وغوښتل شي چې د خوست د مستوفیت د چارواکو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.

نه غواړم چې اوږده لکینه وکړم ګني دومره یې ځورولی یم چې یو مخ لکینه اصلا کفایت نه کوي.
په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *