شیخ زاید پوهنتون

افغانستان-خوست

ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر

نېټه :١١-٩-١٣٩٣

د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني هغه ژمنې په عملي کيدو دي چې د ټاکنيزو منډو تروړ او په ځانګړې توګه د ويډيويي کنفرانس له لارې يې د دغه ولايت له ولسونو سره کړې وې.

د تلې مياشتې په ٢١نېټه د ويډيويي کنفرانس له لارې دخوست ولايت رهبري له خوا هغه اساسي غوښتنې ولسمشرته وړاندې شوې چې له ډير وخت راهسې يې دخوست ادارې او ولسونو له مرکزي ادارو او مرستندويه ټولنو غوښتنه کوله.

په تر سره شوي کنفرانس کې ولسمشر دغلام خان لارې د ترانزيټ ،هوايي ډګر دقرارداد دبرسۍ ، دملکيتونو دستونزې دهواري،خوست ولايت ته د وارداتي برېښنا د انتقال،دخوست په اداره کې دنويو کدرونو دګمارنې، دامنيتي ارګانونو د پياوړتيا،کډوالو سره دعاجلو مرستو، شيخ زايدپوهنتون ته دځانګړې توجه او يو شمير مهمو پروژو د پلي کيدو په برخو کې دعمل ګام پورته کيدو ژمنې وکړې چې دخوست ولايت د ادارې او ولسونو د زياتې خوښۍ لامل وګرځيدلې.

اوس مهال په يو شمير برخو کې شوې ژمنې په عملي کيدو او په دې لاره کې زيات پرمختګ رامنځته شوى دى، اړونده مرکزي اداري د ولسمشر دهدايت مطابق په همدې کار کوي چې شته ستونزې هوارې او په تدريجي توګه دلنډ مهاله ،منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو مطابق دخوست دخلکو غوښتنو ته اساسي رسيدګي وکړي.

بل لوري ته د خوست ولايتي ادارې رهبري هم جدي تلاش کوي چې مرکز ته وړاندې شوي وړانديزونه او غوښتنې په پرلپسې توګه تعقيب کړي چې په دې تړاو د مرکزي وزارتونو سره هم د ټينګو اړيکو او ښه تفاهم په اساس کار جريان لري.

د يادونې وړ ده چې په تيرو څلورنيمو کالونو کې په خوست ولايت کې په بېلابېلو سکتورونو کې اغيزمن کارونه شوي دي خو لاهم داسې ستونزې او غوښتنې شتون لري چې مرکزي حکومت او نړيواله مرستندويه ټولنه بايد ورته ځانګړې توجه وکړي.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *