پرون په خوست کې ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزي په داسې يوه ناسته کې ګډون کړی و چې تر پنځوس زرو ډيرو خلکو پکې ګډون کړی و.

ياده ناسته د خوست په ملی لوبغالي کې جوړه شوې وه او د رسنيو له لارې تر خپريدو وروسته د ولسونو ولسي عزم ته ډير خلک ګوته په غاښ پاتې شول. ياده ناسته چې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو د استازي او ددې جرګې د دفاعي کميسيون مشر او په خوست کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين د مشرهمايون همايون په نوښت او هڅو جوړه شوې وه، د خوست، له باک، صبريو، تڼیو، ځاځي ميدان او ډيرو نورو لرو پرتو سيمو څخه ددې ولايت پتمنو ولسونو، قومي مشرانو، ځوانانو، روڼ اندو، ژورناليستانو، فرهنګيانو، دولتي او نادولتي چارواکو پکې ګډون کړی و.

ياده ناسته تر ډيره ييپه ټاکنيزه برخه کې يو ستر پيغام له ځان سره درلود او هغه دا وو چې ولسونه لا هم مثبت تغير، په ټاکنو کې ګډون، په هيواد کې پرمختګ، ودې، ښې حکومتولۍ ته تږي دي او شته ولسونه لا هم د ژوند له ‌ډيرو هسکو ټيټو سره سره هيله من، په هرڅه پوه دي.

 په ډيرو ولايتونو کې په وروستيو ورځو کې ټاکنيزې هڅې پيل شوي دي، هر نوماند د خپلو پلويانو په شتون کې له خلکو سره ګوري، ژمنې ورکوي، خپله کړنلاره وړاندې کوي او له دې لارې کوښښ کوي څو خلک په دې پوه کړي چې افغانستان ته د ده پلان څه دی. خو پرونۍ ناسته او دې ورته په نورو ولايتونو کې جوړې شوې ناستې د محتوا، کميت او کيفيت له پلوه په هيڅ ډول د پرتلې وړ نه دي او کيدای شي په ټول افغانستان کې يي څوک ريکارډ مات نشي کړای، ځکه د خوست ولسونه له دې سره سره چې ډير يي په غرنيو سيمو کې ژوند کوي، له سختو ستونزو سره مخ دي، په تیرو لسو کلونو کې يي د ښې حکومتولۍ په برخه کې وړ پرمختګ نه دی ليدلی، د ډيورنډ له کرغيړنې کرښې سره نيږدې پروت ولايت دی ولې بيا هم د ولسي زعيم په شتون کې دوی باور لري او ډاډه دي چې تغير به راځي.

په خوست کې تر نورو ولايتونو د خلکو ژوند ځکه ښه دی، چې ولسونه يي هڅاند دي او نيمه عربي نړۍ پرې ډکه ده، د دې ناستې جوړونکی همايون همایون له دې سره سره چې په فزيکي لحاظ ځينې وختونه شونې ده له خپل ولسه لرې پاتې شوی وي، ولې ولس ته يي د ريښتوني کار په برخه کې ډيرې هڅې کړي دي، چې د اشرف غني احمدزي په ننګه د نوموړي دريدل يي ښه بيلګه کيدای شي، کيدای شي په ډيرو ولايتونو کې ولسونو ته د خپل استازي د ښه والي معيار دا وي چې د دوی عريضې په ادارو وګرځوي يا دوی په موقتي ډول خوښ کړي، خو هغه څه چې ما د ښاغلي همايون په وجود کې لیدلي دي هغه دا دي چې نوموړی خپل ولس ته شعوري کار کوي، په سياسي ناستو کې بيا د ملي شورا تر ناستو پورې په ډيرو برخو کې يي دريځ ملي، ټول منلی او د هرچا لپاره دی.

ډيرو تر دې وړاندې يو ډول نه يو ډول د پښتون پالنې، پښتون ته د حق ورکړې په نوم په رسنيزه برخه کې ځانونو ته شهرت ور بخښلی دی او لا هم په دې هڅه کې دي څو نور هم مشهور شي، خو ښاغلي همايون دا کار نه دی کړی، بلکه تل يي کوښښ کړی دی چې د هيواد په هره برخه کې شته ځوريدلي ولس ته شعوري کار وکړي.

يو وخت مې شه ياد شي چې ښاغلي همايون په کابل کې د کډوالو په کمپ کې د دوی ملاتړ وکړ، د دوی ځمکې يي د غاصبينو له غصب څخه خلاصې کړې، همداسې په ګوشته د پاکستان تر تيري وروسته لومړنی کس و چې د هیواد پالنې او هيواد ساتنې مينې ته په کتو سره يادې سيمې ته ولاړ او هلته يي د افغان سرتيرو لاسنيوی وکړ او د يو ولسي مشر او استازي په توګه يي دوی ته ډاډ ورکړ، همداسې پرونۍ ناسته او په دې نازک پړاو کې له اشرف غني احمدزي د نوموړي ملاتړ د دې ښودنه کوي چې دی او ورسره شته ملګري، کاري ټيم، ځوانان، قومي مشران، ديني علما او نور هم شعوري دي او په شعوري مبارزه پوه دي. زه دا نه وايم چې څوک دې په چا پسې نه دريږي،خو ولسي مشرانو او استازو په شتون کې د زعيم په ټاکنه کې ولس لا شعوري کولای شي، او ولس ته جرأت ورکوي چې په سم ډول سره د خپلې خوښې کس وټاکي.

په افغانستان کې قومي او سمتي جوړښتونه هغه څه دي چې زما په څير د ډيرو وجدان دردوي، ډير چې په دې درد پوه دي خو يو ډول کوښښ کوي د خپلو ګټو په خاطر يو وار بيا په دې جوړښتونو کې را ګير شي، د احمد او محمود په نوم ډول ډول هڅې وکړي، ولې هغه څه چې پاتې کيدونکي دي پر دوی د تاريخ قضاوت دی. زه د لیکنې په پای کې د خوست شمله ور ولس، ښاغلي همايون، د پرونې ناستې جوړونکو، سمبالونکو، ګډونوالو او په ټول کې د خوست باشعوره ولسته د دې ريکارډ مبارکي وايم، له دې سره سره چې زه د خوست نه يم، خو د هرې پښتنې سيمې په شمله ویاړم، د هر قوم په شعوري مشر وياړ راته په ځان وياړ ښکاري. پرونۍ سترې غونډې مې له سترګو اوښکې وبهولې او يو وار بيا يي له ډيرو ناهيلو سره سره هیله راکړه چې په ولس کې لا هم د وطن پالنې او وطن ساتنې شومه شته، که چيرې د ښاغلي غني ټول ټيم ته وکتل شي، هر يو يي په هره برخه کې د غمي په څير خلک دي، له ده سره ولاړ ټول ځوانان، استازي، مشران، سیاستوال، قومي مخور، ديني علما، مدني او ځوان خوځښتونه د واک، څوکۍ، پيسو او………… وږي نه دي بلکه تر ډيره د ښه زعيم ټاکنې تږي دي او دوی د هرې ورځې په تيریدو سره دې هدف ته ور نيږدې کيدونکي دي. په ډيرو رسنیو کې پښتانه يوډول نامتمدن، جګړه مار، رايه نه ورکونکي، سياست نه کونکي معرفي کيږي او ډير دا وايي چې پښتانه خو اوس اوس يوازې او يوازې د ټوپک په زور مبارزه کوي، خو خوست ټول افغانستان ته دا پيغام ورکړ، چې دا ولسونه به د ټاکنو په ورځ هم همداسې را وځي رايه به ورکوي او د خپلې خوښې کس به ټاکي. همدارنګه نورو ولايتونو ته چې په قومي ، سمتي ستونزو کې ښکيل دي، څيرې يوازې د شخصي موخولپاره پالي د خوست له دې پرتميني غونډې بايد زده کړي او را پورته دې شي د خپل زعيم په ټاکنه کې دې پراخه ونډه واخلي.

د خوست په څير زموږ يو والی، او په ريښتونو مشرانو باور کولای شي، زموږ روښانه راتلونکې تضمين کړي او د روښانه راتلونکې په صورت کې موږ کولای شو، په اقتصادي، سياسي، ټولنيزه او فرهنګي برخه کې خورا ډير پرمختګونه ولرو.

هرځوان د خپلې خوښې او خپلې رايي مالک دی، زه د نورو په څير په احمد او محمود پسې سپکې کول نه غواړم، زه نه غواړم د خپلې خوښې د نوماند يا ولسي جرګې د غړي په خاطر بل نوماند يا بل غړی وغندم، خو يو څه بايد و وايم چې ولس لا هم ټګ مار او صادق مشر پيژني او وګړي به په هغه پسې دريږي چې د ريښتوني دريځ لرونکي وي. په پای کې يو وار بیا وایم چې ژوندي دې وي د خوست شمله ور، ځکه همدې شمله ورو زما په څير ډيرو ته چې زړه يي اچولی و ډاډ ورکړ چې لا هم شعوري مشران شته او ولسونه ويښ دي.

پای صمدخان غر

2 thoughts on “د خوست ناسته او ولسي پيغام/ صمد خان غر”
  1. خلك اشرف غني ته راغلي ول ، نه همايون ته ! زيات خلك د همايون له امله نه و راغلي،كنه تر دي به زيات خلك واي

  2. ډیر خوښ یم چی اشرف غنی صاحب د خوست اتل ولایت او اتلو خلکو داسی بدرګه کړ ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *