د خوست والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر چارواکي د ژوندون تلوېزیون خپرونې وستایلې او په دغه ولایت کې يې  پر عادي انټن  د ژوندون تلوېزیون د خپرونو د پیل هرکلی وکړ. ژوندون نړیوال تلوېزیون دخپل نشراتي پوښښ په لړ کې دا ځل د خوست ولایت تر خپل پوښښ لاندې ونیو، ژوندون تلوېزیون اوس مهال د سټلایت له لاري په نړۍ کې او دغه راز د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر مهمو  او لویو ښارونو کې خپرونې پیل کړي دي. د ژوندون تلوېزون مشرتابه وايي، هڅه کوي چې د هېواد نورو ولایتونو او ښارونو کې خپرونې پيل کړي.

دوه کاله وړاندې ژوندون تلوېزیون په پلازمینه کابل کې رسمي خپرونې پیل کړي او تر هغه وروسته پر دې وتوانید چې د سټلایټ له لارې د نړۍ په ۱۵۲ هېوادونو کې خپرونې پیل کړي ددې لړۍ پر دوام ژوندون تلوېزیون خپلې خپرونې ولایتونو ته وغځولې او ننګرهار مزار هرات سربیره يي په خوست ولایت کې هم خپرونې پیل کړې. په همدې حال کې د خوست والي عبدالجبار نعمیمي په دغه ولایت کې د ژوندون تلوېزویون دخپرونو د پیل هرکلی وکړ.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د ژوندوتلوېزیون د خپرونو ستایه وکړه او د دغه تلوېزیون پر مختګ يې د ټولو افغانانو پر مختګ وباله نووموړي زیاته کړه ژوندون تلويزیون په ډېر کم وخت ډیر کار کړي او خلکو عامه ذهنیت خورا پراخه کړی دی.

په ورته وخت کې د ژوندو تلوېزیون مشرتابه وايي، د دې تلوېزیون د نشراتي پوښښ لړې روانه او ډیر ژر به د هیواد نورو سیمو او ولایتونو ته خپل نشراتي پوښښ وغځوي. ژوندون تلوېزون خپلواکه رسنۍ ده چې تل يي په خپلو خپرونو کې اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *