تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: د خوست والي حلیم فدايي، له یو مرګوني برید څخه روغ وتلی دی.
د خوست د والي ویاند طالب منګل تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه د سړک غاړې د ماین دا چاودنه د خوست ښار په لویدیځه ډډه کې د والي پر موټریز کاروان شوې ده.
د منګل په خبره په دغه چاودنه کې والي حلیم فدایي ته زیان نه دی رسېدلی خو د والي په تعقیبي موټرو کې د هغه دوه ساتونکي ژوبل دي او شپږ نور ملکیان هم ژوبل شوي دي.
بلخوا د خوست امنیتي سرچینې تاند ته له دغې چاودنو وروسته د دوه نورو چاودنو خبر هم ورکوي او وايي، چې سبزۍ منډوي کې هم د ملي اردو یو رینجر ماین وهلی دی.
تر اوسه کوم لوري د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د یادونې ده چې خوست کې اکثره داسې بریدونه د حقاني شبکې او طالبانو لخوا ترسره کېږي.