روح الله منصور –

دهېوادډېری ولایتونه دڅرګندولاملونو له کبله یوشمېرمشترکې اقتصادي اوټولنیزې ستونزې لري.

دخوست او وردګو ولایت پرګډواقتصادي اوټولنیزو ستونزو باندې په هغه مناظره کې بحث وشو، چې د (آی، ډبلیو، پي، آر) له لوري داپریل مياشتې په اتمه نېټه دیادو ولایتونو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې په میدان ښار کې جوړه شوې وه.

یادې مناظرې ته په وردګو ولایت کې ۱۲تنه ځوانان او دوه تنه شنونکي اوهمدا راز په خوست ولایت کې هم ۱۲ تنه ځوانان او دوه تنه شنونکي د انلاین کمرو په وړاندې راټول شوي وو.

له وردګو ولایت څخه په دې بحث کې د اطلاعاتو اوکلتور رئیس محمد اورنګ مختار او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې آمر صالح صالح د مېلمنو په توګه ګډون درلود او له خوست ولایت څخه مدني فعاله عاقله اکبري او د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیر احمد روښان دبحث مېلمانه وو.

محمد اورنګ مختاربیکاري ،بې روزګاري او امنیت د خوست او وردګو ولایتونو ګډې ستونزې وبللې زیاته یی کړه چې له بده مرغه دې برخه کې دولت ډیره پاملرنه ، نه ده کړې. نوموړی وویل (( د وردګو ولایت ډېری ځوانان له تعلیم سره علاقه لري، خو له پوهنتونونو څخه تر فارغیدو وروسته ورته دندې نه پیدا کيږي، له همدې امله دبې روز ګارې کچه لوړه شوې چې دا پخپل وار په امنیت منفی اغیزه ښیندلې ده ))

په خوست کې مدني فعاله عاقله اکبري په وردګو ولایت کې یادې شوې ستونزې په خوست ولایت کې هم تائید کړې. زیاته یی کړه چې دواړه ولایتونه د ښځو په برخه کې هم ګډې ستونزی لري چې دواړه ولایتونه ورسره لاس او ګریوان دي هغې وویل : ((په خوست ولایت کې نارینه ښځو ته د دې اجازه نه ورکوي، چې له کوره ووځي، ځکه دلته خلک په دې باور دي، چې ښځه یا د کور ده یا د ګور ده.))

نوموړې وايي، چې ښځې له خپلو حقوقوبې خبره دي په دې برخه کې هېڅ پروګرام ته لاس رسی نه لري.

له خوست ولایت څخه نصیراحمد روښان له اقتصادی اړخه خوست تر وردګو ښه وباله هغه وویل ((خوست ولایت په اقتصادي لحاظ د وردګو ولایت په نسبت ډېر مخکې دی، او وردګ ولایت له دې کبله چې کابل ته نږدې دی، دومره کارباري ښار نه لري.)) هغه زیاته کړه ((ډېری خوستوال په خارجې هېوادونوکې کارکوي ، همدا اوس شاوخوا ۱۰۰ زره خوستوال په عربی او نورو ممالکو کې په کار بوخت دي.))

بلخوا په وردګو ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر صالح صالح بیا په خوست او وردګ ولایت کې د برېښنا نشتون مشترکه ستونزه وبلله صالح وویل ((وردګ او خوست دواړو کې هغسې برېښنا نشته، چې پر هغو دې فابریکې وچليږي، دا د دواړو ولایتونو ترمنځ یوه مشترکه ستونزه ده، چې سودا ګر يې ورسره لاس او ګرېوان دي.))

په یاده مناظره کې ددواړو ولایتونو ترمنځ په اقتصادي او ټولنیزه برخه کې مطرح شوې ستونزې مشترکې وبلل شوې او په دې برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنونکي شول.

روح الله منصور، (آی، ډبلیو، پي، آر)، میدان وردک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *