افغانستان-خوست
ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر
نېټه :٢٠-٩-١٣٩٣
د خوست ولايت دپنځه کلن پرمخيون کتاب khost Progress (2010-2014) دخوست ولايت مقام په نوښت او تلاش سره په انګريزي ژبه چاپ او نن ورځ دسولې کور دغونډو په تالار کې د يوې علمي غونډې په ترڅ کې تر مخ کتنې وروسته لوستونکو ته وړاندې شو، په جوړې شوې غونډه کې دخوست ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ،دولايتي شورا پخوانۍ رئيس سيد کريم خاکسار،ديني علماوو،مخورو مشرانو،دپوهنتون استادانو ،فرهنګپالانو،شاعرانو ،دمدني ټولنو فعالينو اوګڼ شميربنسټونو مسوولينو ګډون کړى و.
جوړې شوې غونډې ته دخوست ولايت مقام دعامه اړيکو مسوول بريالى روان وويل دچاپ شوي کتاب په منځپانګه کې د اوسنۍ ولايتي ادارې د پنځو کالونو ټولې اغيزمنې بنسټيزې کړنې ،لاسته راوړنې ،تر سره شوې مبارزې ،پلې شوې پروژې او پلان شوې پروژې يادې شوې دي او چاپ شوى کتاب په خپله محتوا کې د ټولو سکتورونو پرمختګونه، دخلکو اساسي اوږد مهاله غوښتنې رانغاړي.
نوموړى وايي چې ياد کتاب په پښتو ژبه مخکې دڅلورکلن پرمخيون په سرليک سره چاپ شوى چې اوس مهال په انګريزي ژبه دپنځو کلنو په سرليک په دې خاطر چاپ شو چې په افغانستان کې ټول مرستندويه بنسټونه او مرسته کوونکي هېوادونه دخوست ولايتي ادارې د پنځه کلن ماموريت او لاسته راوړنو څخه اغيزمن معلومات ترلاسه او دغه ولايت ته توجه زياته کړي، بريالي روان وويل چې چاپ شوي پښتو او انګريزي کتابونه دخوست دفرهنګپال والي د غوره مديريت او رهبريت دنوښتونو پايله ده.
د شيخ زايدپوهنتون استاد پوهندوى سيدکريم شاه نيکمل دچاپ شوى کتاب په اړه وويل دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې يوه محلي ولايتي اداره د عصر غوښتنو او پرمختګونو ته په کتو سره خپلې کړنې او لاسته راوړنې په يوې نړيوالې ژبې له لوستونکو او نړيوالو بنسټونو سره شريکوي،نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې علمي څيړنې وکړې او له دغه ډول چاپ شويو کتابونو ګټه پورته کړي.
ليکوال او ژور ناليست الياس وحدت دخپلو خبرو پرمهال په علمي اوفرهنګي ډګرونو کې داوسنۍ ولايتي ادارې کړنې او خدمت نه هيريدونکى وبللو ،نوموړي وويل دا مهال ځکه دخوست انځور روښانه شوى چې په پرلپسې توګه دعامه پوهاوي پروګرامونه پلي شوي او خلکو ته مثبت پيغام استولى شوى دى.
دقومي مشرانو په استازيتوب حاجي رسول محمد تڼي وويل چې فکري رغونه او عامه پوهاوى د ولسونو او حکومت ترمنځ اړيکې ټينګوي او پر دولت دخلکو باور زياتوي، نوموړي پر رسنيو باندې غږ وکړ چې په ټولنه کې دمثبت بدلون اوپرمختګ لپاره خپله مبارزه نوره هم پياوړې کړې.
دښځو چارو سرپرستې رئيسې اغلې ډاکتر ملالۍ ولي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل د ولايتي ادارې هغه پروګرامونه چې دفکري رغونې او عامه پوهاوي په خاطر سرته رسيدلې دي دحکومت په چارو کې يې دښځو ونډه زياته کړې او دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي په مخنيوي کې يې مثبت اغيز کړى دى،چاپ شوى کتاب يې په دې ډګر کې يو بل مثبت ګام ياد کړ.
استاد خزان ګل په جوړه شوې غونډه کې وويل چې هرچاپ شوى کتاب علمې ګټې لري خو ولس اوحکومت بايد په ګډه په ټولنه کې دپوهنيزو پنسټونو دتقويت لپاره کار وکړي ترڅو په ټولنه کې شته ناخوالې پاى ومومي، فکري رغونه ،عامه پوهاوى اوچاپ شوى کتاب يې يوه ښه علمي لاسته راوړنه ياده کړه.
خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په انګريزي ژبه چاپ شوى کتاب د فکري رغونې ،عامه پوهاوي او خلکو ته داطلاعاتو رسونې او له عامه خلکو سره د معلوماتو دشريکولو په برخه کې يوځانګړي نوښت ياد کړاو په دې تړاو يې دخوست ټولو ولسونو او هېوادوالو ته مبارکي وړاندې کړه.
نوموړى وويل چې خوست ولايت ته د راتګ د لومړۍ ورځې څخه را پدې خوا يې ددغه ولايت د انځور دروښانولو ،ولس ته دمثبت پيغام ورکولو او دحکومت په چارو کې دخلکو دپراخ ګډون لپاره اغيزمن مبارزه کړې او په بېلابيلو لارو سره يې په ملي اونړيواله کچه دخوست نوم او انځور روښانه کړى دى.
نعيمي وويل دخوست اوسنۍ پرمختګ،روښانه انځور،ډاډمن امنيت ،د ولس او حکومت ترمنځ ټنيګې اړيکې دپرلپسې ترسره شوې اغيزمنې فکري رغونې پايله ده چې دولايتي ادارې په نوښت او د ولس په پراخ ګډون سره په مرکز او ولسواليو کې ترسره شوې ده.
دنوموړي په خبره علمي او فرهنګي مبارزه کولى شي ټولې هغه بدمرغۍ او بې عدالتۍ پاى ته ورسوي چې په ټولنه کې دولسي نيکمرغۍ او پرمختګ مخه نيسي، سرپرست والي قومي لانجې،کمزورې ادارې،منفي ذهنيت،بې اعتمادي او پر واقعيتونو نه پوهيدل هغه سترې ننګونې وبللې چې څه کم پنځه کاله وړاندې يې دخوست نوم او انځور بدنام کړى و.
عبدالجبارنعيمي د فکري رغونې او عامه پوهاوي ټولو پروګرامونو ته په اشارې سره وويل چې ولايتي ادارې پر همدې اساس ګڼ شمير برياوې راخپلې کړې او هغه ذهنيت يې مثبت کړ کوم چې د هرڅه په تړاو منفي ګرځيدلى و.
نوموړي دخوست ولايت له ټولو ديني علماو،مشرانو ،پخوانۍ ولايتي شورا غړو، استادانو ،فرهنګي شخصيتونو ،مدني ټولنو فعالينو ،خبريالانو او په ځانګړې توګه يې له هغه کسانو څخه د زړله کومې مننه وکړه په حکومتي چارو کې دمرستې اوهمکارۍ ترڅنګ يې د قلم په ځواک سره دملي احساس ورځپاڼې او يانورو چاپ شويو کتابونو او مجلو پرمټ دولايتي ادارې مبارزې پياوړې وساتلې.
خوست سرسرست والي په خوستوالو غږ وکړ چې شوى پرمختګ ،دخوست روښانه انځور او ښه نوم لا روښانه وساتي او په هره برخه کې دخپل نظام تر چترلاندې اغيزمنې کړنې ترسره کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې خوست سرپرست والي چې دغونډې ټولو برخوالو يې ملتيا کوله د هغه چاپ شوي کتابونو ،مجلو ،ورځپاڼو ،رسالو ،پيغامونو ننداره وکړه کوم چې په دې وروستيو څو کالونو کې دعامه پوهاوي او فکري رغونې لپاره چاپ شوي و ،همداشان چاپ شوي کتابونه دغونډې برخوالو،دپوهنتون استادانو ،ليکوالانو او خبريالانو ته دخوست سرپرست والي له لوري ډالۍ شول.
واکمن