د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۴ / جوزا / ۲۳
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ ښاغلی حکم خان حبیبي، د ښاغلي عبدالجبار نعیمي پرځای د خوست ولایت د نوي والي په توګه پر دندې ګومارل شوی دی.
ښاغلی حکم خان حبیبي تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت مرستیال وو.
د سیمه اورګانونو خپلواکه اداره د خوست د والي په توګه د ښاغلي عبدالجبار نعیمي د خدمتونو قدرداني کوي او د افغانستان د خدمت لپاره ورته د توفیق هیله لري.
دا اداره همدارنګه، دخوست ولایت نوي والي ته په دنده کې د بریالیتوب توفیق غواړي او د خوست ولایت پر سیمه ییزې ادارې او خلکو غږ کوي، چې له نوي والي سره همکاري وکړي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره باور لري، چې د خوست ولایت نوی والي به په خپل ولایت کې د متوازن اقتصادي انکشاف، غوره حکومتولۍ او سراسري امنیت د تامین لپاره موثرې برنامې رامنځته کړي.
ښاغلی حبیبی د ښه شخصیت او احلاقو خاوند دی ، پوه دی ، استاد وو ، په مختلفو څوکیو کی دندی اجرا کړی ، امید دی که د خوست وطنپرست ولس ورسره همکار اوسی دا به د ولس او هم د وطن په ګټه اوسی . د کا میابی په هیله
رښتیا دخوست أباره مناسب انتخاب ده حبیبی صیب یو وخت دزراعت وزارت دتر ویج عمومی ریس وو ډیر پرهیزګاره متکی او با استعداده شخصیت ده ورته مبارکی وایم روغ صحت ورته غواړم.