دوه ورځې وړاندې د اسمعیل خېلو اومندوزیو ولسوالۍ بختیارانو دسر بند او بخملي د استنادي دیوال دجوړیدو چاري دخوست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي لخوا دبنسټ ډبرې په کېښودلو سره پيل شوې، دشپې مې خبرونه اوریدل، دخوړ په منځ کې پر پلاستیکې څوکیو ناستو خلکو په منځ کې دخوست والي عبدالجبار نعیمي راپاڅیده، دبختیارانو سیمې اوسیدونکو ته يې دیاد سر بند په چارو لنډې خبرې وکړي، جوړیدونکی سربند ۷۰ متره اوږد والی لري، دنړیوال بانک په مالي تمویل به په ۱۳ میاشتو کې په ښه معیار او لوړ کیفیت سره د ١١٧٧٤٩٣٠ افغاینو په مالي ګښت جوړ شي، ددغه سربند او لوى استنادي ديوال په جوړيدو سره به په نوموړې ولسوالۍ کې دوه زره دوه سوه ٢٢٠٠ جريبه ځمکه په منظمه توګه خړوبه شي او په زرګونو جريبه ځمکه به د اوبو له خطر وژغورل شي.
مشرانو په یوه خوله دمحلي حکومت له مشرتابه مننه وکړه، چې ددوی په سیمه کې يې ددې سترې او حیاتې پروژې چارې پیل کړي،دمشرانو دخولې داخبره ددې پروژې تطبیق زموږ ډیره پخوانۍ هیله وه ،دومره پخوانۍ والي صیب که ووایو دسلو کلونو راپدیخوا موږ اوزموږ مشرانو پلرونو اونیکونو دا هیله لرله چې دا سربند او استنادي دیوال دي جوړ شي ، زموږ ځمکې دي خړوبې شي او زموږ ځمکې دې دموسمې سیند له څپو وژغورل شي، دادی ددې پروژې تطبیق زموږ او زموږ دپلرونو هیلې پوره کړې.
دخوست میشت ولسونه د ولایتي اداري له مشرتابه دهر بیارغنیز ادقدام هرکلی کوي او له مرکزي حکومت او سیمې ییزې اداري غواړي چې ددوی لپاره دې ورته هغه پروژې چې ټولګټې ستونزې هواروي،زراعت ته وده ا وپراختیا ورکوي ،دمحصولاتوپر زیاتوالي او سمسورتیا مستقیمه اغیزه لري تطبیق او پلې شي .
ویلی شو چې دا په خوست کې یواځینی سر بند او استنادي دیوال نه دی چې جوړیږي،بلکې همدا اوس دعبدالکریم پیرانو ویالي استنادي دیوال، ددرش کلی دلنډې سربند او استنادي دیوال، دکاسکي دملکندي ویالې او استنادي دیوال، دکتولې ویالي سر بند او استنادي دیوال، دچیغۍ کلي استنادي دیوال… اونور لسګونو ورته پروژو کارونه د ولایتي ادارې تر دقیق څار او کنترول لاندې په ډیر ښه شکل سره روان دي.
د شنه، سمور او ودان افغانستان په هیله
اجمل جان