شیخ زاید پوهنتون

د چهارشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دخوست ولایت په اداري کمپلېکس کې د غونډو او کنفرانسونو په موخه ددوه پوړیز صالون د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ساختماني چارې به یې  د اته ویشت مېلیونه افغانیو په لګښت  په (۱۲) میاشتو کې سرته ورسیږي .

خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي جوړو شویو مراسمو ته د تالار په اړتیا خبرې وکړې .ده وویل دا یوه اړتیا وه چې باید په کمپلېکس کې یو ځانګړی تالار جوړ شي ترڅو په هغې کې د ملي او مذهبي ورځو لمانځغونډې ترسره شي .

دنوموړي په وینا  دغه تالار  په دوو پوړونو کې جوړ یږي چې په لومړني پوړ کې به د یوشمېر اړینو ملحقاتو ترڅنګ د (۳۲۰) کسانو لپاره د خوراک صالون او په دویم منزل کې به د جلساتو لپاره د ځانګړي خونې ترڅنګ د (۴۰۰) کسانو لپاره ستر صالون  جوړ شي .

خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د ښاري پراختیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې په خوست ولایت کې یې د نوموړي سره دخپلو ژمنو په ترڅ کې د تالار جوړولو وعده  یې سرته ورسوله  .دنوموړي په خبره  د ښاري پراختیا وزارت وزیر دا لومړنۍ ژمنه نده چې په خپل وخت یې ترسره کوي ، بلکې له دې وړاندې یې د ځانګړو مسلکي ټيمونو پواسطه دخوست په ښار کې د پاکو اوبو د شبکې په جوړولو او په یو شمېر ولسوالیو کې د ښار ګوټو په  سروې او نقشو عملي کار کړی دی .ده هیله وښوده چې د ښاري پراختیا وزارت په خاصه پاملرنه  دخوست ښار ته د اوبو رسونې پروژه  هم منظوره او عملي کارونه یې پیل شي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې په  ولسوالیو کې  د ښارګوټو په جوړولو سره به دخوست په ښار اوسنی فشار کم شي او له بل پلوه به د ولسوالیو اوسېدونکو ته  د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په برخه کې په خپلو ولسوالیو کې اړین سهولتونه  رامنځته شي  .(کلیپ)

خوست والي د اړونده ادارې وغوښتل چې د پروژې له کارونو په دوامداره توګه نظارت وکړي  او هېڅ وخت چاته ددې موقع ورنه کړي چې کارونه په ټيټ کیفیت سرته ورسوي .

د ولایتي شورا ریس عبدالولي واحدزي پدې خوښي څرګنده کړه چې په خوست کې د بیارغونې کارونه ګړندي شوي دي .دده په خبره په خوست ولایت کې د پرلپسې پروژو پیلېدل ا وډاډمن امنیت  ددې مانا ورکوي چې پدې ولایت کې سالمه رهبري،ښه همغږي او د ولسونو همکاري موجوده ده .

قومي مشر محمدقیوم خان وویل دخوست ولسونه د ولایتي ادارې هڅې ا ولاسته راوړنې ستایي او په کلکه ورڅخه ملاتړ کوي . نوموړي په قرارداديانو غږ وکړ چې د پروژو د تطبیق پرمهال دې له افغاني احساسه کار واخلي او د کیفیت برخې ته دې خاصه پاملرنه وکړي .

 د مراسمو په وروستۍ برخه کې د  پروژې ساختماني چارې  د بنسټ د ډبرې په کېښودو سره رسماً پيل شوې .

د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

۱۳۹۵-۶-۱۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *