خوست - ارشیف

تاند- د وروستیو راپورونو له مخې د خوست ښار په یوه جومات کې د نن /یکشنبې/ په تروریستي برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.

ځینې نور راپورونه د شهیدانو شمېر شاوخوا ۲۰ تنه ښيي.

تر اوسه هیڅ ترهګرې ډلې د دې تروریستي برید، چې د خدای په کور کې وشو، مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د خوست اوسېدونکي او چارواکي وايي چې یوازې طالبان او داعش د خدای پر کور نه رحمېږي.

دواړو ډلو په ځلونو په جوماتونو او زیارتونو کې بمي او انتحاري حملې کړي دي.

دا ډول حملې د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو د یرغل او جهاد او له هغه راوروسته په کورنیو جګړو کې نه وې لیدل شوې.

تروریستي ډلو ډېر افغان مسلمانان جوماتونو ته له تګ څخه راګرځولي دي.

تېره میاشت داعش ترهګرې ډلې په کابل کې په یوه حمله کې ۶۰ تنه شهیدان او ۱۳۰ نور ژوبل کړل.

ویل کېږي چې د خوست ښار په جومات کې د انتخاباتو لپاره د رای ورکوونکو نومونه لیکل کېدل.

وسله والو طالبانو ویلي چې د انتخاباتو مخه به ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *