د خوست ولايت مرکز متون د ګلزار اکه په سيمه کې (دجوزا دمياشتې په ٢٩نېټه) د ټول ګټو چارو رياست په چوکاټ کې د نړيوال بانک په مالي مرسته د پنځه وېشت نيم ميليونو افغانيو په ارزښت ديولوى پُل دجوړيدو چارې پيل شوې.
د فوايد عامې رئيس انجنير مامور شاه د مراسمو برخوالو ته وويل د دې پروژوې په تطبيق سره به ټولې هغه ستونزې هوارې شي چې د متون د سيمې، ځاځي ميدان، يعقوبيو او باک ولسواليو خلک د تګ راتګ پرمهال مخامخ وو .
خوست والي عبدالجبارنعيمي دمتون په سيمه کې ددغه لوى پُل جوړيدل په خوست ولايت کې دبيارغونې په ډګر کې يوه بنسټيزه لاسته راوړنه ياده کړه او ویې ویل چې له کلونو کلونو راهيسې دخوست ولسونه ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ديوشمير نورو پروژو ترڅنګ دپُلونو دجوړيدو غوښتنې لري چې دهمدې غوښتنو په اساس ولايتي ادارې په دې وورستيو کې په دې باندې جدي کار وکړ اود زياتو تلاشونو او هڅو په پايله کې يې دپنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دادي ددوهم لوى پُل دجوړيدو کارپيل کړ.
