تاند- د خوست په یوه ښوونځي کې د چاودنې له کبله ۵ زده کوونکي او یو ښوونکی ژوبل شول.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د خوست د یوه ښوونځي په یوه ټولګي کې د تروریستانو له لوري اېښودل شوی ماین نن د ۵ زده کوونکو او یوه ښوونکي په شمول ۶ تنه ټپیان کړل.»
د کورنیو چارو وزارت دا برید غندلی او ویلي یې دي چې ماین د افغانستان د دښمنانو له لوري اېښودل شوی و.
په خبرپاڼه کې د پېښې نورو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې او دا هم نه دي ویل شوي چې د دولت وسله والو به ولي دا ماین ایښی وي.
د خوست د پوهنې رييس پېښه تایید کړه، ویې ویل چې احتمالاً تروریستانو تېره شپه په ټولګي کې ماین ځای پر ځای کړی و.