د خوست امنیه قوماندانۍ بیدارو پولیسو دنشه یې توکو،قتل غلاو او ترهګریزو کړنو په تړاو (۱۲)کسان په مرکز او ولسوالیو کې دیولړ دقیقو کشفي معلوماتو اوعملیاتو پرمهال نیولي .
دخوست سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود امین دپنج شنبې په سهار رسنیو ته دیادو مظنونیواو نشه یې توکو دښودلو پرمهال وویل دنشه یې توکو پرضد دمبارزې پولیسو په شپږو قضیوکې څلورتنه دمخدره موادو پلورونکي د۱۲ کیلوګرامو چرسو۲۸ پوړی هیروینو سره یوځای نیولي او ۱۲ نفره معتادین یې راټول کړي او دتداوی په موخه به یې مربوطه روغتون ته معرفي کړي.
نوموړي زیاته کړه دجنایې پیښو په تړاو هم څلور کسان نیول شوي چې دوه یې قاتلین یو دمجروحیت او څلورم تن یې دمخدره موادو دپلور په تړاو چې ورڅخه ۱۴۷ پوړی چرس او ۲۲ پوړی اپین هم لاسته راغلي.
امنیه قوماندان وویل دتروریزم پروړاندې دمبارزې مدیریت پولیسوهم څلور مشکوک کسان دترهګیزو کړنو په تړاو نیولي .
نوموړي زیاته کړه دنیول شوو کسانو دوسیې به تربشپړو څیړنو وروسته دبعدي اجراتو په موخه عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شي.
امنیه قوماندان وویل پولیسو شپږدانې نظامي یونفرم هم نیولي او زیاته یې کړه پرته له امنیتي ځواکونو هیڅوک حق نلري چې دنظامي یونفرم څخه استفاده وکړي.
ښاغلي امین خلکو ته ډاډ ورکړ چې دنشه یې توکو پرضد مبارزې ترڅنګ چې پروړاندې یې جدي کار پیل شوی په دې ولایت کې دهرډول غیرقانوني کړنو مخنیوی کوي او دخلکو دسراو مال په خوندیتوب کې به له هیڅ نوعه هڅو څخه دریغ ونکړي نوموړي په دې برخه کې دخلکو په همکاری هم ټینګار وکړاو ویل چې ولسونه باید دهرډول غیر قانوني کړنو پرمهال دخپلو امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول له پولیسو سره همکاري وکړي.