ارشیف

د خوست امنیه قوماندانۍ پولیسو په تازه لاسته روړنې کې دمختلفو جرمونو په تړاو لس کسان نیولي چې ددوی څخه یوشمیر نظامي تجهیزات مخدره مواد او سلګونه ناقانونه دمخابراتي شرکتونو سیمکارتونه لاسته راغلي.

دخوست سرپرست  امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود امین دپنج شنبې په سهار رسنیو ته دیادو مظنونیواو لاسته راوړنو دښودلو پرمهال رسنیوته وویل پولیسو په مرکز او ولسوالیو کې ددقیقو کشفي معلوماتو او تلاشیو پرمهال لس کسان چې ۷ تنه یې دجنایې جرمونو،غلاو،اختطاف او۳ تنه یې دنشه یې توکو دپلور او قاچاقا په تړاو نیولي چې ددوی څخه دوه میله توفنګچې،۹ کیلو ګرامه چرس، ۵ بوتله الکولي مشروبات،۴۰ ګرامه تریاک،۱۰۵ ګرامه شیشه،۲۰۰ ګرامه پوډر،۳۳۰  غیر رجسټر شوي دمخابراتي شبکو سیمکارتونه  ۴ نظام یونفرم،۵ کسان معتادین او یوسرقت شوی سراچه موټر لاسته راغلی.

همداشان ۱۴ کړی مختلف النوعه ماینونه چې ددښمن لخوا په مختلفو ساحو کې ځای پرځای شوي وو کشف او خنثی شوي.

امنیه قوماندان زیاته کړه دنیول شوو کسانو دوسیې به تربشپړو څیړنو وروسته دبعدي اجراتو په موخه عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شي.

ښاغلي امین له خوستوالو مننه وکړه چې دامنیت په تامین او دجرایمو په کشف او مخنیوي کې له پولیسو په بشپړ ډول همکار دي .

ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې دنشه یې توکو پرضد مبارزې  ترڅنګ چې پروړاندې یې جدي کار پیل شوی او په دې برخه کې پولیس ګڼې لاسته راوړنې لري په دې ولایت کې  دهرډول غیرقانوني کړنو مخنیوی کوي او دخلکو دسراو مال په خوندیتوب کې به له هیڅ نوعه هڅو څخه دریغ ونکړي نوموړي په دې برخه کې دخلکو په دوامداره همکاریو ټینګار وکړاو ویل چې ولسونه باید دهرډول غیر قانوني کړنو پرمهال دخپلو امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول له پولیسو سره همکاري وکړي.

په وروستیو کې هغه سراچه موټر چې دنیول شوو غلو څخه لاسته راغلی وو دامنیه قوماندان لخوا خپل مالک ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *