تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د خوست د والي ویاند طالب منګل تاند ته وايي، ولایتي ادارې د خوست ښار په ختیځ کې د سبزۍ منډوي څلورلارې د والي په امر نن جمعه د تتسو ناکامورا په نوم کړه: (( دا کار مو د ناکامورا د خدمتونو په پاس چې افغانانو ته یې کړي دي، وکړ.))
تیتسو ناکامورا چې له کلونو راهیسې یې افغانستان ته خدمت کاوه د چهار شنبې په سهار د وسله والو ترهګرو لخوا په جلال اباد ښار کې له خپلو څلورو افغان ساتونکو او یو ډرېور سره ووژل شو، چې د قاتلینو د نیونې په اړه یې لا هم پلټنې روانې دي.
د نوموړي قتل په ټول هېواد کې د خلکو غم او غوسه راپارولې ده.
خوستوالو دا عالي اقدام کړی دی خو په نومولو کې یوه اصل ته پام په کار دی چې باید لنډ وي. که زه وای، ډاکتر او تیتسو مې کوچني لیکل چې ایله لوستل کېدای شوای او ناکامورا څلورلارې مې غټ یا د پاړسیوانانو خبره برجسته لیکل، په هغه صورت کې بیا د خلکو په ذهن کې هم دا نوم اسان کېناسته.
ډیر ښه کار و مثبت بدلون. دلته یو وخت د ګلبدین و ایخواني ځناورو ناجایزه پلار او د افغانستان سیځلو پنجابي قوماندان جنرال ضیالحق عکسونه پورته پورته کیدل او اوس یې پرځای د (مسلمان) په امر سوزیدلي افغانستان د (کافر) بې مدعا معمار تابلو راپورته شوه. په ټوپک به انسان ووژنئ خو انسانیت نه شئ وژلی