دا څرګندونې د خوست ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي غونډه کې د دغه  ولايت د ملي امنيت ريس جنرال عبدالواسع احمدزي په خپل اونيز راپور کې په ډاګه کړې.

دغه غونډه چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوي وه، په کې  د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت، د ګډې همغږۍ مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ،د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب،د ملي امنيت ريس جنرال عبدالواسع احمدزي او  د سرحدي پوليسو استازي سمونمل سهارسعيدي ګډون درلود.

غونډې ته د معمول له مخې د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال بريد جنرال غازي ميرځدراڼ د تېرې يوې اونۍ په لړ کې د امنيتي او کشفي ځواکونو له خوا د ترسره شويو فعاليتونواو  لاسته راوړنو په تړاو مالومات وړاندې کړل.

نوموړي وويل تېره اونۍ چې د بشپړ ډاډمن امنيت څخه برخمنه وه، چې په کې امنيتي ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي او د وسله والو مخالفينو د ضرري کړنو مخه يې په ډېر قوت سره نيولي ده.

د جنرال غازي مير په خبره د تېرې اونۍ په لړ کې ملي اردو ، ملي پوليسو  سرحدي پوليسو  او ملي امنيت  سلګونه  ځانګړي مهم حرکتونه ترسره کړي، چې هر حرکت يې له پرمختګونو او لاسته راوړنو خالي نه دى.

ورپسې د ملي اردو قوماندان بريد جنرال محمدناصرهدايت د ملي اردو د لاسته راوړنو ، لوړ مورال،اکمال ، تجهيز او فعاليتونوپه تړاو مالومات وړاندې کړل.ده وويل ملي اردو چې خلکو ته د نورو ځواکونو سره څنګ ترڅنګ د سولې او ثبات مسووليت لري، نو په همدې اساس يې د نظامي جلسې په ترڅ کې د ورکړل شوي پلان مطابق د ډاډمن امنيت د ټينګښت په موخه د دغه ولايت د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې چڼيز عمليات کړي، پدغو او نورو سيمو کې يې د ورته عملياتو په ترڅ کې څوارلس بېلابېل ډوله ماينونه چې د تروريستي کړنو په موخه ځاى پرځاى شوي ول، ملي اردو يې په کشف او خنثا کېدلو بريالۍ شويده.د جنرال په خبره چې دغو پلاني عملياتو د سيمې په امنيتي وضعه زيات مثبت تاثير کړى او دا مهال د هغو سيمو وګړي په ارامه او ډاډمنه فضا کې خپل ژوند پرمخ وړي.نوموړي د غونډې برخوالو ته ډاډ ورکړ،چې ملي اردو به  ورسپارل شوې ملي چارې په بشپړه همغږئ سره پرمخ وړي او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې پدې ولايت کې د خاورې او ولس پرضد عمل ترسره کړي.

د خوست ولايت د ملي امنيت ريس جنرال عبدالواسع احمدزي هم د خپلې څارګرې ادارې په چوکاټ کې د ټولو ترسره شويو اجرااتو، کړنو ، فعاليتونو او لاسته راوړنو په هکله بشپړ ګوزارش وړاندې کړ.نوموړي وويل په تېره اونۍ کې يې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې اته ((٨))تنه وسله وال مخالفين نيولي، چې پنځه يې ځانمرګي بريد ګر ول.

د جنرال احمدزي په خبره چې له دغو پنځو تنو ځان وژونکو يې درې تنه له کرښې هاخوا روزل شوي ول او دلته د ملي امنيت منسوبينو لاس په لاس ونيول، همدارنګه دوه نور يې د کرښې پورې غاړې ته د ځانمرګو بريدونو دترسره کولو لپاره د روزنې په موخه روان ول، چې دخوست ولايت څارګره اداره يې په نيولو بريالۍ شوه، چې ټولو نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى.

د ملي امنيت ريس په خپلو خبرو کې د هغه تن د نيولو خبر هم ورکړ، چې تېره ورځ يې دخوست په ښار کې يوې سليماني يعنې دويښتان جوړولو دوکان ته يې لاسي بم ورغورځولى وو.

ورپسې د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب اود سرحدي پوليسو استازي سمونمل سهار سعيدي هم دخپلو کړنواو پرمختګونو ګوزارش وړاندې کړ، د امنيت امر محمديعقوب وويل هغه څلورکسيزه ډله يې نيولي، چې په نظامي يونيفورم کې به د دغلا، قتل او نورو ځورونو په موخه د خلکو کورونو ته وراوښتل.نوموړي د جنايي جرمونو د لا  کنترول او مخنيوي په برخه کې د نويو تدابيرو د نيولو خبر ورکړ.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د ټولو ارګانونو د مسوولينو ګوزارشونه وستايل او ويې  ويل چې پدغه ولايت کې د ټولو ځواکونو ترمنځ پياوړي همغږي، ګډتفاهم او مشترک پلانونه د دې سبب شوي، چې ددغه سرحدي ولايت ټولې ولسوالۍ فعالې  او امنيتي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

نوموړي وويل ډاډمن امنيت ، سوله او ثبات هغه لوى نعمت دى، چې د ژوند ټول پرمختګونه ورپورې تړلي دي، نو په همدې اساس د ملي امنيتي ځواکونو دندې ډېرې مقدسې دي، بايد په خپلو ورسپارل شويو دندو کې د نورو ډېرو هلو ځلو او پرمختګونو ترڅنګ هڅه وکړي، چې د ولس سره خپلې اړيکې ډېرې نږدې کړي.

ښاغلي نعيمي په مرکز او ولسواليو کې د ټولو ارګانونو ترمنځ په پوره همغږۍ، تفاهم او متقابل درناوي ټينګار وکړ، د ده په خبره دا هغه پياوړى اصل دى، چې يوه ټولنه ټاکل شويو موخو ته په اسانۍ سره رسولى شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې په جديت سره پرېکړه وشوه، چې دمرکز او ولسواليو په کچه ټول ملکي او نظامي ارګانونه، د دې دنده او مسووليت لري، چې د ځنګل وهنې مخنيوى وکړي او د ټولو هغو کسانو د نيولو په هکله جدي اقدامات ترسره کړي،چې په غرونو کې په بې رحمانه توګه شنې ونې قطع کوي .

په پرېکړه کې ټينګار وشو، چې ځنګلونه د هېواد ملي شتنمي ده، چې له يوه طرفه سيمې او چاپېريال ته پاکه هوا توليدوي او بل خواته يې په يادو سيمو کې طبيعي ښکلا رامنځته کړيده.همداشان د ځنګل د له منځه وړلو وروسته به په هره سيمه کې خونړيو سېلابونو ته زمينه مساعده شي، چې همدغو خلکو ته به د سر او مال درانه زيانونه اړوي.نو په  همدې خاطر ټولو ولسوالانو ، کشفي او امنيتي ځواکونو ته يووار بيا په تصويبي بڼه دنده وسپارل شوه، چې هرهغه څوک چې په غرونو کې يې د دې شنو ونو د غوڅولو قرارداد کړى ، بايد ژر ترژره ونيول شي او د سختي قانوني سزا په موخه د قانون منګولو ته وسپارل شي، همداراز هغه چا چې دغه غرونه په نورو پلورلي او يايې دخرڅلاو په موخه دخوست ښار او نورو ولايتونو ته لېږدوي، بايد په لارو کې د امنتيي او کشفي ځواکونو له خوا کشف او ونيول شي.

په ورته بڼه د کرومېټو د قېمتي ډبرو  او نورو هغو شيانو چې استخراج، وړل او راوړل يې غيرقانوني ګرځول شوي، بايد په مخنيوي او نيولو کې يې اړونده ټول ارګانونه په عملي توګه لاس په کار شي.

د يادولو وړ ده، چې هره اونۍ د ګډې همغږئ په نظامي جلسه کې دخوست والي ترمشرۍ لاندې نظامي جلسه داييريږي، چې په کې د ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو مسوولين ګډون کوي او د خوست د هراړخيز پرمختګ لپاره په نويو امنيتي طرحو او پلانونو باندې کارکيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *