خوست-افغانستان
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢١-٩-١٣٩٢
دخوست ښار څخه ترغلام خان بندر پورې د٢٥کيلومتره ترانزيټي سرک دجوړيدو چارې پيل شوې
دخوست ښار څخه ترغلام خان بندر پورې د٢٥کيلومتره ترانزيټي مهم سرک دجوړيدو چارې دګربز ولسوالۍ په سيمه کې ديولړ شانداره مراسمو په ترڅ کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي له لوري دبنسټ دډبرې په اښودوسره پيل شوې ،په هغه درنو مراسمو چې په همدې موخه جوړ شوي وو ،دخوست والي ترڅنګ په کې دولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار ،دملي امنيت رئيس جنرال محمدحسن شهيدزوى ،دامنيت امر سمونوال محمديعقوب مندوزى ،دسرحدي ځواکونو قوماندان سمونمل سيف الله سرحدي ،دسولې دولايتي کمېټې رئيس مولوى حنيف شاه حسيني ،دعلماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد،دادارو رئيسانو ،دخوست ولايت دټولو ولسواليو ديني علماوو ،مخورو مشرانو او دګڼ شمير بنسټونو استازو او خبريالان ګډون کړى وو.
دمراسمو په پيل کې دسيمې ولسوال محمد اکبر ځدراڼ برخوالوته دښه راغلاست ترڅنګ دګربز ولسوالۍ دولسونو په استازيتوب په ياده ولسوالۍ کې ديوې بلې بنسټيزې پروژې دکارونو دپيل څخه خوښي څرګنده کړه او دخوست دوالي عبدالجبآرنعيمي دځانګړې توجه څخه يې دزړه له کومې مننه وکړه ،ولسوال په سيمه کې امنيت حالت ډادمن او دبيارغونې دروانو پروژو اغيزې يې ډيرې ګټورې وبللې.نوموړي وويل همدا اوس دولايتي ادارې دځانګړې توجه پربنسټ دغلام خان بندردتاسيساتو ،حيواني کلينک او سلو نورو پروژو چارې رواني دي چې ولس ته يې زياته ګټه رسيدلې ده.
خوست والي عبدالجبارنعيمي دخپلې مهمې وينا پرمهال خوست ولايت اوپه ځانګړې توګه دګربزدسولې سرحدي ولسوالي دافغانستان داقتصادي پياوړتيا دروازه ياده کړه اوپه نوموړي ولسوالۍ کې دبيارغونې اساسي پروژې يې دملک داقتصادي اوتجارتې ودې په ډګرکې خورا مهمې وبللې ،خوست والي دخوست ښار څخه ترغلام خان بندر پورې په اساسي توګه د٢٥کيلومتره ترانزيټي سرک دپروژې دکارونو دپيل په تړاو دخوست ولسونو اوټولو هېوادوالوته مبارکي وړاندې کړه او ددغه مهمې ترانزيټي ،اقتصادي اوتجارتي لارې جوړيدل يې دهېوادپه کچه داقتصادي ودې اوسوداګريزي پراختيا لپاره يو ملي ګام ياد کړ چې دولايتي ادارې دپرلپسې تلاشونو په اساس پورته شو.
نعيمي وويل دغه سرک ٢٥کيلومتره اوږدوالى او ٧متره عرض لري ،چې په مسيرکې يې څلور لوى پلونه ،استنادي ديوالونه او لښتې هم شامل دي چې ټول په منلو شويو معيارونو اوښه کيفيت سره جوړيږي ،خوست والي زياتوله دغه کليدي سرک دامريکا دمتحده ايالاتو دځواکونو دانجنيري ګروپ په مالي ملاتړ سره د ٥٤٥ميليونو افغانيو په ارزښت جوړيږي چې د١٨مياشتو په اوږدو کې به يې چارې بشپړې اوګټې اخيستنې ته به وسپارل شي. دامريکا دمتحده ايالاتو دحکومت او خلکو څخه يې مننه وکړه چې په خوست کې دبيارغونې سره له بهيرسره مرسته کوي.
عبدالجبارنعيمي وويل ولايتي اداره له دې وروسته پلان لري چې دمرکزي ادارو اونړيوالو مرستندويه ټولنو په همکارۍ په دغه ولايت کې نورې هغه پروژې پلې کړي چې تطبيق يې په امنيتي ،اقتصادي ،تجارتي او سياسي لحاظ دسيمې او ټول ملک لپاره ګټورې پايلې او اغيزې ولري.
نوموړي ددې يادونه هم وکړه چې دقراردادونوپه سر سوداګريو او معاملو دبيارغونې کيفيت ته جدي ګواښ پېښ کړى په همدې اړه يې له وزارتونو او مرکزي ادارو وغوښتل چې دپروژو دقراردادونو په عقدکې اصولوته درناوى وکړي اوټول منل شويو معيارونه په نظر کې ونيسي.
ده وويل همدغه سرک څو کاله وړاندې جوړ شوى ولې دخراب کيفيت او دقرارداديانو دغفلت له امله اوس ټول تخريب شوى دى همدا لامل دى چې ولايتي ادارې يوځل بيا دولسونو دغوښتنې او اړتيا له مخې بيا ددغه پروژې لپاره مرسته را جلب کړه ، نوموړي دخوست له ټولو ولسون وغوښتل چې دبيارغونې دنورو اساسي پروژو دتطبيق په خاطر دخوست دادارې سره په هره برخه کې مرسته وکړي.
دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار دخپلو خبرو پرمهال دخوست دولسونوپه استازيتوب دخوست دادارې ټولې هغه هڅې اوکړنې وستايلې چې ددغه ولايت دبنسټيز پرمختګ او دولسونو دستونزو دهواري لپاره يې ترسره کوي،نوموړي وويل داوسنۍ ولايتي ادارې په هڅو سره داسې پروژې پلې شوې چې دلنډ او اوږد مهال لپاره به دخوست دخلکو لپاره ګټورې پايلې ولري.
دګربز ولسوالۍ دوه تنو مخورو مشرانو مدير غوث الدين او حاجي خاکي مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل دګربز ولسوالۍ ټول ولسونه په ټينګه دخپل دولت دټولو تګ لارو او کړنلارو ملاتړ کوي اودسولې په دغه سرحدي ولسوالۍ کې دټولو هغه کړنو مخه نيسي چې دولتي حاکميت ،امنيت اودپرمختګ نورو بهيرونو ته زيان رسوي.دوى وويل ولايتي ادارې دخوست دپرمختګ ترڅنګ دګربزپه ولسوالې دبيارغونې ګڼ شمير پروژې پلې کړې اولاهم روانې دي چې ددغه ولسوالۍ ټول ولسونه ترې خوښ دي.
دسولې دولايتي کمټې مشر مولوى حنيف شاه حسيني دګربز له ولسونو وغوښتل چې دسولې او امنيت په تامين کې په اسلامي اوملي مسووليت سره همکاري وکړي اودټولو هغه کړنو مخه ونيسي چې دسولې اوملي پخلاينې روان بهيرته زيان رسوي.
ده وويل که خلک له حکومت سره نوره هم خپله همکاري زياته کړي دبيارغونې دګڼ شمير پروژو تطبيق او پرمختيايي کارونو ته به زمينه مساعده شي.
دمراسمو په وروستيو کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي او ورسره مسوولينو له لوري دخوست ښار څخه ترغلام خان بندر پورې دمهم ٢٥کيلومتره سرک دجوړيدو چارې دبنسټ دډبرې په اېښودو سره پيل شوې.
واکمن
که یو څوک راته ولیکي چې په خوست کې د ځوانانو علاقه له لوړو زده کړو سره څنګه ده؟ خوست داسې ولایت دی چې حساب پرې کېدای شي. آیا ځوانان یې یوازې د دوبۍ او کویټ په شوق کې دي که له تعلیم سره هم مینه لري؟