( د نړیوال بانګ له منابعو څخه)
ژباړن: محمد عارف رسولي
د ژباړن یو څو خبرې
که څه هم په خواشینۍ سره بیوزلیو، شخړو او تر یوې کچې زموږ خپلو ځینو نیمګړو انګیرنو خوشالۍ زموږ له خلکو اخیستې ده، او د خوشالۍ نړیواله ورځ کیدای شي د نورو ملتونو او ټولنو په شرایطو کې ښه درک کړای شي، خو ماته ښکاري چې ښه به وي زموږ خلک هم د نورو خلکو په شان د خوشالۍ په مفهوم باندې خبر شي تر څو په شرایطو یې ځان پوه او ورڅخه ګټه واخلي.
د انسانانو ژوندونه ورځ تر بلې پیچلي کیږي، اوس خلک زیات وخت نه لري، نوې نوې ښکارندې لکه د چاپیریال ککړتیا، د اقلیم بدلون، د بیوزلۍ ډېرښت او نور را برسیره کیږي او موږ اړ یو چې دې ټولو ته په وخت پام وکړو. نړیوالو له همدې کبله د پورته او ورته نورو څیزونو لپاره نړیوالې ورځې ټاکلې تر څو په هغو ورځو کې په یادو مهمو مسئلو باندې تمرکز وکړي.
نړیوال سازمانونه لکه ملګرو ملتونو او نورې نړۍ ځکه په کال کې ځانګرې ورځې د کومو ارزښت لرونکو بشري ګروپونو لکه ښوونکو، میندو او نورو، یا د کومو مهمو نړیوالو ښکارندو لکه چاپیریال، اوبو، سولې، بشري حقونو او نورو په نامه کړې چې د پالیسي جوړونکو، عامو خلکو، رسنیو او ټول بشریت پام ورته راواړوي او هم تر څو په هغه ورځ د اړوندې موضوع په اړه د تیر کال لاسته راوړنو، پاته راتلو او د راتلونکي په پلانونو فکر او غور وشي، عامه پوهاوی رامنځته شي، د تشو ډکولو او ننګونو غمه وخوړل شي او مثبت بدلونونه منځته را شي.
د خوشالۍ نړیواله ورځ
نن دوشنبه د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۰ مه ورځ د خوشالۍ پنځمه نړیواله ورځ ده، هغه ورځ په کومه کې چې هر سړی په کې یو معنا لرونکی مفهوم، یوه شخصي هیله او یوه ټولیزه هڅه موندلای شي. دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په خپله غونډه کې د خپلې ۲۰۱۱ کال د ۶۵/۳۰۹ پریکړې په ځواب کې په کال ۲۰۱۲ ز کال تصویب کړه. او هغه د «خوشالي: د انکشاف لپاره د یوه هر اړخیزه رویښ په لور.» تر نامه لاندې قبوله شوه.
په هغه پریکړه لیک کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې خپل غړي دولتونه رابللي چې « اضافي تدبیرونو په روښانه ډول داسې ولټوي چې په پرمختیايي اجندا کې د خوشالۍ غوښتنه د هغوی عامه پالیسي رهبري کړي.» او دا پریکړه لیک روښانوي چې، « د لا نور ټول شموله، عادلانه او متوازن رویښ ته اړتیا ده چې داسې اقتصادي ودې ته چې تلپاتې پراختیا، د بیوزلۍ ورکولو، خوشالۍ او د خلکو د هوسایۍ لپاره ګټوره وي.»
هو! هیڅوک په خپل واړه کنج کې نه شي خوشالیدلای….. او خوشالي یوه خورا مهمه او جدي مسئله ده.
د نړۍ د خوشالۍ راپور (چې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، او ۲۰۱۶ کالونو کې خپور شوي) ښیي چې خوشالي تر عوایدو، بیوزلۍ، تعلیم، روغتیا او ښې حکومتولي که په جلا توګه اندازه شي، په ښه توګه د انسانانو هوساینه په ګوته کوي. په وروستیو کلونو کې موږ ګورو چې اقتصادي وده اکثره وختونه زیاتې بې عدالتۍ، ټولنیز ګوښه توب او د چاپیریال د ککړوالي لاملونه له ځان سره لري. دا به یقین سره زموږ ټولیزه خوشالي زیات زیان رسوي.
خوشالي که په شخصي او یا ټولیز نظر وکتل شي یو څو اړخیزه موخه ده. څیړنو ښودلې چې ځاني ښیکڼه ( شخصیت، عاید، روغتیا، په ژوندانه کې د انتخاب حقونه، په ټولنه کې او په حکومت باور، خوندیتوب، ښه چاپیریال، او نور) یوه ښه وسیله ده چې ټولیزه (جمعي) خوشالي هغه چې د هر ټولنیز سازمان اخري موخه ده ورباندې اندازه کړو. د انکشاف لپاره هغه هر اړخیزه رویښ چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۱ ز کال پریکړه لیک یې سپارښتنه کوي دا پیچلی ترکیب راپیژني: مناسبې مادي زیرمې، غوره کار، شخصي آزادي، ښه حکومتولي، د قانون حاکمیت، عدالت، ټینګې ټولنیزې اړیکې، پیوستون، او مصؤن چاپیریال د نورو په ډله کې د یو څو نومونه دي.
دا هغه څه دي چې د اقتصادي همکاریو او انکشاف سازمان (Organization for Economic Cooperation and Development, OECD) انډیکس هڅه کوي تر ګوتو یې کړي. دا انډیکس یا ګډه وسیله طرح شوې چې په OECD ملکونو کې ځینې هغه فکتورونه لکه: له ژوند څخه رضایت، مصؤنیت، د کار او ژوند توازن، د کور حالت، عاید، وظیفه، ټولنه، تعلیم، چاپیریال، مدني فعالیت او صحت، چې د هغو ملکونو د وګړو د ژوند په پورته یولسو (۱۱ ) بنسټیزو اړخونو اغیزه کوي، سره پرتله کړي. که غواړو چې د ژوند د کیفیت د ښه کیدو په هکله ارزونه وکړو، یو پراخه شمیر میټرکسونو (اندازو) ته اړتیا ده، چې د انسان د عمر په مقیاس اندازه کیږي، او کولای شي چې د خلکو ډول ډول تجربې منعکسې کړي. ښه اندازه هغه ده چې د یوه ملک وګړي په بحث او د پالیسۍ جوړولو په پروسه کې شامل وي او په پای کې د هغوی ژوند ته شکل ورکړي.
د بوتان د مطالعاتو او څیړنو ملي مرکز، په بوتان کې د ملي خوشالۍ په مفهوم باندې کار کوي چې په اویا یمه لسیزه کې د بوتان څلورم پاچا رامنځته کړی و. دهغه معنا داده چې دواملرونکی انکشاف له ارزښتونو سره باید د ټولنیز پرمختګ لپاره یو هر اړخیزه رویښ خپل کړي او د ښیګڼې غیر اقتصادي اړخونو ته هم اهمیت ورکړي. دا رویښ د څلورو محورونو په شاوخوا وده کړې ده ( ښه حکومتولي، تلپاتې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، کلتوري تحفظ او د چاپیریال ساتنه) او نهه اړخونه (رواني ښیګڼه، روغتیا، تعلیم، د وخت کارول، کلتوري تنوع او مقاومت، ښه حکومتولي، د ټولنې قوت او ژوندیتوب، ایکالوژیکي تنوع او مقاومت او د ژوند ستندردونه). د ملي خوشالۍ مالومول د سروې یوه وسیله او یوه متیودولوژي ده چې د ټولیزې ښیګڼې څو اړخونه ورباندې اندازه کیږي، همدارنګه، د چاڼ یوه ښه اله ده چې د هرې پالیسۍ او هرې پروژې اغیزې هم ورباندې ارزول کیدای شي، تر څو یوازې د مثبتو اغیزو لرونکې غوره شي.
د پرمختیا د مسلکي کسانو په توګه، دا موږ ته څه اهمیت لري؟ آیا موږ یوازې کار کوو تر څو د تولید او لګښت یوه غیر دوام لرونکي لړۍ ته وده ورکړو، چې په اخر کې به چاپیریال، زموږ مصؤنیت، زموږ د کار شرایطو او زموږ روغتیا ته تاوان پیښ کړي. ایا موږ نورې ودې ته اړتیا لرو؟ ایا موږ باید د خوشالۍ اغیزې په کار واچوو ( هغه لرلید چې یوې فرانسوي نادولتي موسسې د نړیوالې خوشالۍ د مشاهدې لپاره رامنځته کړی په کار واچوو) په ټولو هغو پروژو یې تطبیق کړو او وګورو چې ایا هغو د یوې خوشاله نړۍ سره مرسته کړې ده؟ دا یوازې تش سوالونه نه دي ځکه د انکشاف تر لاسه کول بیله خوشالۍ په اخري تحلیل کې کومه سمه معنا نه لري.
د خوشالۍ په هکله یوه ښه خبره داده چې هر څومره نظریات او تیوریګانې چې تاسو یې و مومئ، هر څوک به په دې مفکوره پوه شي او هیله شته (یا په یقین سره) چې هر څوک به په ژوند کې د خوښۍ لحظې ولري.
د ۲۰۱۷ ام کال د خوشالۍ راپور به نن خپور شي، د مارچ په شلمه، د خوشالۍ د نړیوالې ورځې په ویاړ. دا راپور ۱۵۵ هیوادونه د خپلو خوشالیو د کچو په مرسته په کتار کې دروي او ټینګار کوي چې د خوشالۍ شاخصونه او معیارونه په زیاتیدونکې توګه د پالیسي جوړولو په پریکړو کې کاریږي.
لکه چې فارل ولیم ویلي دي، « که تاسو باور لرئ چې خوشالي یو حقیقت دی» او « که تاسو پوهیږئ چې خوشالي تاسو ته څه شی ده»، مهرباني وکړئ مخکې راشئ د نړیوالې خوشالۍ د ۲۰۱۷ کال په راپور باندې بحث وکړئ.
ټولو ته د خوشالۍ په نړیواله ورځ خوشالي غواړو !!!