پنجشنبه د کب ۸ نېټه، د خوشال بابا فکري بهير نهه ويشتمه اوونيزه غونډه له معمول سره سم  په کتاب ښار کې ترسره شوه. غونډه چې  ښاغلي   نظيم سمون يې د چلولو چارې ترسره کولې، د ښاغلي محمد الدين همدرد له خوا د قرآن پاک د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. په پيل کې ښاغلي همايون نايل د تېرې يوې اوونۍ پر مهمو ملي او نړيوالو پېښو رڼا واچوله، چې په کونړ کې د ملي اردو د يوويشتو سرتېرو شهادت، د پاکستان نوې پوځي ستراتيژي، له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې پرمختګ او د ولسمشريزو ټاکنو د سياليو وروستي پرمختګونه يې مهم ټکي وو.

1ورپسې ښاغلي محمد انور اڅړ د ترهګرۍ په اړه د خپل ليکلي کتاب مهم ټکي په لنډه توګه وړاندې کړل. ښاغلي اڅړ د تاوتريخوالي پيل د آدم (ع) له زامنو څخه وباله او بيا يې د ترهګرۍ پر لنډې تاريخچې او د ترهګرۍ پر بېلابېلو ډولونو بحث وکړ. نوموړي وويل، چې د ترهګرۍ تعريف لانجمن پاتې دی او هر څوک يې په خپله ګټه تعريفوي او هڅه کوي چې خپل مخالفين پرې ووهي. ښاغلي اڅړ په افغانستان کې هم د ترهګرۍ پر څرنګوالي او بڼو بحث وکړ.

تر ښاغلي اڅړ وروسته حقوقپوه محمد اجمل هوډمن د ملي ګټو په اړه يو ډېر ګټور پرېزنټېشن د پاور پاينټ په بڼه وړاندې کړ. ښاغلي هوډمن لومړی د ملي ګټو تعريفونه وړاندې کړل او بيا د ملي ګټو د تحقق لپاره لومړی د ملت شتون اړين وباله او د ملت پر تعريف يې خبرې وکړې. ورپسې يې د دولت تعريف او مسووليتونه بيان کړل او بيا يې د ملي ګټو پر ډولونو او ملي ارزښتونو خبرې وکړې. ښآغلي هوډمن د خپل پرېزنټېشن په پای کې وويل، چې دا خبره سمه نه ده چې په افغانستان کې ملي ګټې تعريف نه دي، بلکې دا ګټې په ډېر څرګند ډول په اساسي قانون کې راغلي، خو دا چې دولت له ملي ګټو په سمه توګه دفاع نه ده کړې دا يې بېله موضوع وبلله. د ياودنې وړ ده چې د درې واړو پورتنيو برخو په پای کې د اړونده موضوعاتو په اړه د غونډې ګډونوالو په زړه پورې پوښتنې مطرح کړې او خپل نظريات يې هم شريک کړل.

1د غونډې په پای کې ښاغلي عبدالمجيد بهلول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د خپلو کورنيو امکاناتو او ظرفيتونو په اړه په زړه پورې بحث وکړ. غونډه د دوعايې په لوستو سره پايته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې د خوشال بابا فکري بهير اوونيزه غونډه هره پنجشنبه د ماسپښين دوه بجې د سينما پامير دويم پوړ په کتاب ښار کې ترسره کېږي. مينه وال کولای شي په آزادانه توګه ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *