د خوشال بابا فکري بهير دغه غونډه په دې ځانګړې وه، چې د نوې پرېکړې پر بنسټ به په مياشت کې يو ځل د افغانستان د نامتو شخصيتونو، کارپوهانو او خدمتګارانو له ډلې يو ميلمه ولرو او د دوی پوهه او تجربه به له ګډونوالو سره شريکيږي.
د دې لړۍ لومړنۍ غونډې ته د هېواد د ماليې پخوانی وزير، سياسي شخصيت او پياوړی اقتصاد پوه ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، چې اوسمهال د ولسمشر اقتصادي سلاکار دنده هم پر غاړه لري، رابلل شوی و.
غونډه د تبرکلپاره او د بهير له دود سره سم، د عظيم الشان قران په تلاوت سره، د ښاغلي ډاکتر نعيم اصغرخېل له خوا پيل شوه.
ښاغلي شعيب رحيم چې د دې غونډې د چلولو چارې پر مخ بېولې، ښاغلي عبدالله الهام جمالزي ته بلنه ورکړه، چې د تيرې اونۍ د مهمو پېښو غورچاڼ او شننه وړاندې کړي.
ښاغلي الهام جمالزي د اونۍ خبرونه او د مهمو پېښو په هکله مالومات وړاندې کړل، چې مهم سرليکونه يې په دې ډول وو:
په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کيدلو احتمالات، د کندوز جګړه او ورپورې اړوند مسايل، په افغانستان کې د داعش د فعاليت په هکله د منځنۍ آسيا هېوادونو او روسيې اندېښنه، د امريکا له خوا د کندوز پر روغتون د بمبارۍ قربانيانو ته د تاوان ورکول، د افغانستان ـ ايران تر منځ د رېل ګاډيو د پټلۍ د غځولو پروژه، په هېواد کې ځينې حيرانونکې دولتي ګمارنې، د پاکستان د لومړي وزير لخوا د سولې دخبرو اترو وړانديز او د ترکيې په پلازمېنه کې چاودنې.
د غونډې په دوهمه او اساسي برخه کې مخکې له دې، چې ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال دريځ ته راوبلل شي او ښه راغلاست ورته وويل شي، د ده ژوند، کاري تجربو او هڅو په هکله ګدونوالو ته مالومات وړاندې شول.
ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال دريځ ته په راتګ سره، لومړی د «خوشال بابا فکري بهير» د علمي او ګټورو غونډو د لړۍ ستاينه وکړه او بيا يې زياته کړه، چې د نن ورځې د غونډې لپاره چې کوم سرلیک ټاکل شوی «افغانستان د زبرځواکونو او سيمه ييزو ځواکونو د لوبو قرباني؛ زموږ دريځ، ظرفيتونه، تېروتنې او درسونه»، دا ډيره پراخه موضوع ده او که څه هم د ده د مسلکي پوهې ساحه نده، خو هڅه به وکړي چې خپلې تجربې او انګيرنې په دې اړوند شريکې کړي. ښاغلي زاخېلوال زياته کړه، کومې خبرې چې کوي دا به يوازې په دوستانه فضا کې بوي او د دولت د رسمي دريځ څرګندويې ندي.
ښاغلي زاخېلوال په خپلو څرګندونو کې وويل،چې نه غواړي دا موضوع له ۲۵۰ کاله مخکې پېښو او لاملونو راپيل کړي دا به تاريخپوهانو ته پريږدو، خو هغو انکشافاتو او بدلونو ته يې اشاره وکړه، چې د شوروي اتحاد له پاشل کيدو وروسته په ټوليزه توګه په نړۍ او په افغانستان کې رامنځته شوي.
د ده په وينا، په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې روسيه په دې وتوانيده، چې له اقتصادي او نظامي پلوه خپل ځان پياوړی کړي او همدارنګه په ځينو نړيوالو مهمو مسايلو کې متفاوت تر قوي موقف ونيسي.
ښاغلي زاخېلوال د امريکا پر نړيوالو سياستونو هم رڼا واچوله او يادونه يې وکړه، چې امريکا د روسيې په پرتله چين ته ډيره پاملرنه درلوده، چې د يوه نوي اقتصادي زبرځواک په توګه يې په چټکتيا سره وده کوله. د ده په وينا،چې امريکا اسلامي هېوادونو او سختدريځو اسلامپالو ډلو ته هم خپله توجه زياته کړې وه او په تيرو څو لسيزو کې یې د دوی پر پاليسي رڼا واچوله.
د ښاغلي زاخېلوال لخوا، د افغانستان مساله نه يوازې د سيمې په کچه، بلکې د نړيوالو زبرځواکونو د سياسي، اقتصادي او نورو پاليسيو سره په تړاو کې، له يوې په زړه پورې شننې سره وړاندې شوه.
د وینا په پای کې په افغانستان کې د رامنځته شوي حالت په اړه هم خبرې وشوې او خپل نظر يې په دې هکله وړاندې کړ، چې په راتلونکې کې څه احتمالات شته او دا سپارښتنه يې وکړه، چې افغانان بايد هوښيار اوسي او پر دې باندې فکر وکړي، چې څه ډول تګلاره غوره کړي، تر څو هېواد له کړکيچ نه وژغورل شي. د ښاغلي زاخېلوال په وينا: اوس نړۍ بدلون موندلی او يوازې د جګړې له لارې به ستونزې حل نشي؛ په کار ده،چې د وخت له لوبو سره ځان عيار کړو او د خپلو ملي ګټو په پام کې نيولو سره تګلاره غوره کړو، چې ښه بېلګه یې پاکستان دی، چې تر اوسه يې هر ډول رامنځته شويو شرايطو نه د خپل هېواد لپاره ګټه پورته کړې ده.
د غونډې په تالار کې چې د خلکو شمېر له شته څوکيو نه زيات وو، وينا په غور سره واوريدل شوه. ښاغلې زاخېلوال، په دغه فضا کې ځېنې ښکلې طنزيه سياسي ټوکې هم وکړې، چې د ګډوانوالو د پاملرنې وړ وې.
تر دوه ساعته وينا وروسته د پوښتنې برخه پيل شوه، چې د ښاغلې ميلمه لخوا په ډيره نرمه او ديپلوماتيکه ژبه ځواب شوې.
په پای کې ډاکتر خوشال روهي، د افغان ملي غورځنګ او د خوشال بابا فکري بهير په استازيتوب، له ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال نه مننه وکړه، چې بلنه يې ومنله او د زياتو کاري بوختياوې سره سره يې دې ته وخت ورکړ، چې خپله پوهه او تجربه له دوستانو سره شريک کړي.