د غونډې چلونکی: جاوېد افتاب –

غونډه پر ټاکلي وخت (ماسپښین درې بجې) د اجمل مومند په تلاوت او د یو حديث شریف له ترجمې سره پیل شوه.

له اجنډا سره سم محمد نظيم سمون د تیرې اونۍ مهمو ملي او نړیوالو پیښو ته په لاندې ډول اشاره وکړه:

۱ – ولسمشر د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ښاغلي یانکوبیش سره وکتل او ټینګار یې وکړ چه د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم دې په دوهم د سپتمبر تر سره شي.

۲ – دواړو نوماندانو له یو بل سره وکتل ، دوی دواړو په هیواد کې د نا امنۍ او بې روزګارۍ په اړه خواشیني ښکاره کړه خو کومې وروستۍ سیاسي موافقې ته سره ندي رسیدلي. دواړو ټینګار کړی چې باید ورته ناستې دوام و مومي تر څو یوې هر اړخیزې موافقې ته و رسیږي.

۳ – ولسمشر کرزي ویلي چې د ویلز په کنفرانس کې دی ګډون نه کوي، بلکې نوی ولسمشر به ګډون وکړي.

۴ – د ملي امنیت ویاند په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د پاکستان رول په افغانستان کې تخریبي وو.

۵ – په نړیوالو پیښو کې یې وویل چه حماس او اسرایلو په یوه اوږده اوربند هوکړه کړې ده.

دوهمه برخه (پریزینټیشن)

1 1زموږ دوه تکړه وروڼو هر یو انجنیر حمید مومند او ډاکټر صیب بابر د (غوره لیډرشیپ لارو چارو) تر عنوان لاندې په زړه پورې پریزینټیشن وړاندې کړ، دوی په خپله مقدمه کې وویل چه لیډر په ځانګړي ډول او په ټوليزه توګه هر انسان باید لاندې ارزښتونه او ځانګرتیاوې و لري او باید ورته معتقد وي تر څو ټولنې او خپلې کورنۍ ته یو ښه لیډر ثابت شي. د دې پریزینټیشن مهم ټکې په لاندې ډول دي:

۱ – یو لیډر باید داسې میراث تر شا پریږدي چه اینده نسلونه پرې وویاړي.

۲ – د بښنې جرأت و لري.

۳ – تل رښتیا ووایي او هر څه چې په خوله وایي هغه په عمل کې هم پلي کړي.

۴ – په خپل ځآن اعتماد و لري او نورو ته اعتماد ورکړي.

۵ – د هر چا احترام وکړي و لو که ډیر فقیر او ناتوانه هم وي، او د خلکو داسې احترام وکړي څنګه چې دی له خلکو طمع لري چې ده ته دې احترام وکړي.

۶ – ښه لیډر تر ټولو متواضع وي او تر ټولو اول د خیر په کار شروع کوي.

۷ – ښه لیډر له ټولو سره ډیره مینه کوي او په هرنیک کار سره خلک تشویقوي.

۸ – اړیکې او خپلولي پالي قطع کوي یې نه.

۹ – په یووالي ټینګار کوي او ټول یووالي ته را بولي.

۱۰ – مشر یا لیډر خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کوي او همدا خدمات دي چې د خلکو اعتماد په خپل مشر ډیریږي.

تر دې وروسته ښاغلي جمال الرحمن په خپل پریزینټیشن کې په ریاستي او پارلماني نظام رڼا واچوله او په لنډو کې یې وویل چه ریاستي نظام هغه دی چې په هغه کې ولسمشر د سراسري ټاکنو له لارې ټاکل کیږي، ټول واک له ولسمشر سره وي او هغه خپله کابینه او حکومت په خپله ټاکي. او ورسره یې پارلماني نظام هغه نظام ته وویلې چه په هغه کې خلک د پارلمان لپاره غړي ټاکي خو دا ټاکنې په ګوندونو ولاړې وي یعنې هر ګوند چې په پارلمان کې ډیرې څوکۍ و ګټلې هغه به حکومت جوړوي او خپل صدراعظم به د اعتماد رایې د اخیستلو لپاره پارلمان ته ور پیژني.

له دې وروسته یې د المان په نظام رڼا واچوله، هغه وویل المان یو فدرالي نظام لري چه ۱۶ ایالتونه لري.

د المان پارلمان دوه خونې لري چه یوه یې( ولسي جرګه) ده او بله یې (بوندیس رات) ده. ولسې جرګه یې ډیره با صلاحیته خونه ده چې په همدې کې حکومت جوړيږي او بوندیس رات یې مشابه د مشرانو جرګې ده ولې سل په سلو کې داسې نده لکه زموږ د مشرانو جرګه، دا د آیالتونو جرګه ده چه مشرتوب یې دوراني ده خو مشر به یې د ولسمشر مرستیال وي.

په المان کې د قانون جوړونې پروسې ته یې هم اشاره وکړه او دا یې یوه مغلقه او پیچلې پروسه معرفي کړه یعنې هر نوی قانون چه په المان کې پاس کیږي نو لږ تر لږه ۲۱۲ ورځې نیسي او وړاندې له دې چه د حکومت لخوا پلی شي د خلکو په ذهنو کې ناست وي. ده په خپل پریزینټیشن کې وویل چه د نوی قانون مسوده لومړی په حکومت کې جوړيږي له دې وروسته بیا بوندیس رات ته استول کیږي هلته له غور وروسته بیا ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استول کیږي، خو کله چه دلته پاس شي بیا بیرته بوندیس رات ته استول کیږي له هغه ځای نه بیا صدراعظم ته د توشیح لپاره استول کیږي او کله یې چه صدراعظم توشیح کړي بیا د دولت په رسمي جریده کې خپریږي او د قانون ډول ځان ته غوره کوي چه بیا یې حکومت په ټولو یو شان د تطبیق مسولیت په غاړه لري.

د المان ټاکنې هر څلور کاله وروسته تر سره کیږي خو هلته مخکې له مخکې مالومه وي چه په پارلمان کې به له دوه مشهورو ګوندونو هر یو (مسیحي ډیموکرات ګوند) او (سوسیال ډیموکرات ګوند) حتما یو ډیري څوکۍ لاس ته راوړي ځکه چه هغه نوریې دومره نفوذ نه لري. خو جالبه یې دا ده چه د حکومت ټوله کابینه به یې د پارلمان غړي هم وي.

د المان د قضایه قوې په برخه کې یې وویل چه د ا قوه بیخي له حکومت نه جدا ده او حکومت هیڅ ډول مداخله ددوي په چارو کې نشي کوای، ټولې محکمې یې له مرکز نه بهر دي چه جوړښت یې ډیر مغلق ده ځکه چه په المان کې ۱۱۰۰ محکمې وجود لري. یوه ډیره مهمه محکمه یې د اساسي قانون محکمه ده چه ۱۶ غړي لري او د دولسو کلونو دپاره ټاکل کیږي چه د اساسي قانون تفسیر په کې تر سره کیږي.

په المان کې له مذهبي اړخه په لومړي سره کې ډیر عیسویان ژوند کوي او ور پسې مسلمانان دي.

له دې وروسته ډاکټر خوشال روهي وویل چې د تګلارې خاکه د څو پرلپسې ناستو په پایله کې یې د چاپ لپاره چمتو شوې ده او ډیر ژر به د کتابچې په بڼه چاپ شي.

په درنښت

کلیم الله احمدزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *