نېټه او ورځ: پنجشنبه، د وږې ۳۱ مه، ۱۳۹۲
ځای: سینما پامیر، کتاب ښار
غونډه له معمول سره سم د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه .
له اجنډا سره سم لومړی ښاغلي فهیم کریم د تېرې اونۍ د مهمو داخلي او نړیوالو پېښو لنډیز وړاندې کړ چې مهم ټکي یې په دې ډول دي:
ü د ملي جبهې او شمال ټلوالې د یو شمېر غړو له خوا د جرمني په مونشن ښار کې غونډه جوړه شوې وه. په افغانستان کې د سولې روان بهیر، په سیاسي نظام کې بدلون او راتلونکې ټاکنې د مونشن غونډې مهم موضوعات وو. دغه غونډه د وحدت ګوند د غړي فهیم یاسا له خوا سمبال شوې وه. فهیم یاسا هغه څوک دی چې تېر کال د افغانستان ملي امنیت د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) ته د جاسوسۍ په تور نیولی و. پر ده تور دی چې د پاکستان له استخباراتو او پوځ سره نږدې اړیکې لري او یو ورور یې هم د پاکستان د پوځ او استخباراتو برجسته غړی دی.
ü په ارزګان کې د یوې غیر مسوولې وسله والې ډلې قومندان حکیم شجاعي یو ځل بیا په اروزګان ولایت کې لسګونه بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي. افغان ملي غورځنګ تر دې پېښې وروسته د شجاعي د دې جنایت د غندنې په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې نوموړی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. د یادونې ده چې افغان ملي غورځنګ د وږي په څلورمه د دوشنبې په ورځ په کابل کې له یو شمېر مدني ټولنو سره په ګډه د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د شجاعي د جنایتونو غندنه وکړه او د هغه د اعدام غوښتنونکي شول.
ü د زمري په اته ویشتمه له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په موخه افغان ملي غورځنګ د کابل په غازي نادر خان تپه کې یو شانداره جشن جوړ کړ. په جشن کې د کابل د اوسېدونکو په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونو افغانانو برخه اخیستې وه، چې دا په تېرو څو کلونو کې د خپلواکۍ د ورځې بې سارې نمانځنه وه او ډېری هېوادوالو د افغان ملي غورځنګ د دې شریفانه نوښت ستاینه وکړه.
ü ولسمشر حامد کرزي د شمال ټلوالې د قومندان احمد شاه مسعود د تلین د نمانځنې په موخه له لوړ پوړو دولتي چارواکو د چمتو والي یو کمېسیون جوړ کړ. حکومت هر کال د احمد شاه مسعود د تلین د نمانځنې په موخه په ملیونونو افغانۍ لګوي، په داسې حال کې چې حکومت د زمري د اته ویشتمې یعنې د افغانستان خپلواکۍ ورځ چې د هېواد په تاریخ کې یو لوی ارزښت او ویاړ ګڼل کېږي، په ډېرو عادي تشریفاتي غونډو او ویناوو نمانځني. افغان ملي غورځنګ د حکومت د دې بې پروایۍ ، ملي ویاړونو او ارزښتونو ته د ناسمې پاملرنې په غبرګون کې روانه اونۍ یوه اعلامیه خپره کړه او په اعلامیه کې له ولسمشر حامد کرزي غوښتنه شوې چې د مسعود په څېر د متنازع فیه شخصیتونو د نمانځنې پر ځای دې د افغانستان د رښتینو اتلانو او سپېڅلو ورځو نمانځنه او یادونه وکړي.
ü د امنیتي سند د چمتو کولو په کاري ټیم کې بدلون رامنځته شوی. ډاکټر اشرف غني احمدزی او رنګین دادفر سپنتا د کاري ټیم نوي غړي دي. افغان حکومت وايي چې په امنیتي تړون کې پرمختګ شوی.
ü د امریکا یوې محکمې د رابرټ بېلز په نوم هغه امریکايي پوځي په عمري بند محکوم کړی، کوم چې تېر کال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ شپاړس بې ګناه افغانان پر ډزو ووژل.
ü د ولسمشر ویاند اېمل فیضي اعلان وکړ چې حکومت به ډېر له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه لویې جرګې را غواړي.
ü د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي تېره اونۍ په یوه رسمي سفر هند ته تللی و. نوموړي له هند څخه د پوځي مرستو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ü په مصر کې د اخوان المسلین ګوند د مشر محمد البدیع نیول کېدل او په سوریه کې د بشار الاسد د ځواکونو له خوا د کمیاوي وسلو کارول د تېرې اونۍ مهمې سیمه ییزې او نړیوالې پېښې وې.
وروسته ډاکټر فیض محمد ځلاند د لیډر شیپ په نوم د یوه کتاب چې ده خپله پښتو ته ژباړلی دی، لنډیز وړاندې کړ. دا چې یو څوک څنګه کولای شي چې یو ښه لیډر شي، په دې کتاب کې پرې تفصیلي بحث شوی دی.
ځینو ګډونوالو پوښتنه وکړه چې په افغانستان کې ولې تر اوسه لیډر نه شته؟ ښاغلي ډاکټر ځلاند په دې اړه یو تطبیقي بحث وکړ چې د ټولو ګډونوالو قناعت یې حاصل کړ. خو ډاکټر ځلاند، سمېع الله اېلم او انور وردګ ته دنده وسپارل شوه چې د بهیر راتلونکې غونډې ته په دې اړه چې په افغانستان کې ولې لیډر نه شته؟ یو ځانګړی پرزنټېشن چمتو کړي.
ورپسې ښاغلي جاوېد ساجد د (نړیوال ټاکنیز سیستمونه) تر عنوان لاندې یو پرزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د مقدمې په توګه بحث له دې پیل کړ چې موږ ولې ټاکنې کوو؟
ده د ټاکنو په ارزښت رڼا واچوله او زیاته یې کړه، یو شمېر خلک له ټاکنو منفي انګېرنه لري، په داسې حال کې چې رایه یو امانت دی او اسلام هم حکم کوي چې امانت باید خپل اهل ته وسپارل شي.
نوموړي وویل د امریکا شپاړسم ولسمشر ابراهام لنکلن هغه څوک و، چې په نړۍ کې یې د اوسني موډل ټاکنو بنسټ کېښود او ټاکنې نن د متمدنې نړۍ او پرمختللو هېوادونو یو مهم اصل ګڼل کېږي.
ښاغلي ساجد په نړۍ کې د مروجو ټاکنیزو سیسټمونو د ډولونو په اړه وویل، چې په نړۍ کې بېلابېل ټاکنیز سیستمونه شتون لري، خو څلور ډوله سیستمونه چې په اروپا او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې دود دي، غوره سیستمونه ګڼل شوي دي.
۱- Plurality electoral systems
۲- Majority electoral systems
۳- Proportional representation
۴- mixed systems
له دې سره غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.