راپور لیکونکی: محمد اکبر نیازی –
د خوشال بابا فکري بهیر اونیزه غونډه د تېرې پنجشنبې په ورځ ( ۱۳۹۵ د زمري ۲۱) د پامیر سینما په څوارلس پوړیزې ودانې دویم پوړ د کتاب ښار د غونډو په تالار کې وشوه.
غونډه د محمد هاشم خان له خوا د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه ورپسې محمد اکبر نیازي د اونۍ مهمو ملي او نړیوالو پېښو لنډیز او ځیني مهم یې تحلیل او په تفصیل سره وړاندې کړل، نوموړي په هیواد کې شته نا امني په راتلونکي د حکومت او ولس لپاره ګواښونکی وښوده او وې ویل چې که چیرې حکومت د مخالفینو په وړاندې د ځانګړې پالیسۍ له مخې قوي عملیات ونه کړي نو لیرې نه ده چې هیواد مو د سترو غمیزو کوربه شي هغه وویل چې اوسمهال د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمنځ سخته جګړه چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر هیوادوال له خپلو کورونو کډه شوي او په نورو سیمو کې ورته د ژوند اسانتیاوې هم نه دي برابرې. همدا ډول د غونډې بل ویناوال ځوان اقتصاد پوه عبدالقدیر مطفي و چې د نړیوالو اړیکو تر سرلیک لاندې یې لکچر وړاندې کړ، مطفي نړیوالې اړیکې د اړیکو تر ټولو پیچلی شکل وبله هغه وویل نړیوالې اړیکې د یو هیواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ګټو نه نیولې تر ذاتي ګټو پورې او په فردي ګتو پورې هم تړلي دي د فرانسې انقلاب څخه وړاندې هم نړیوالې اړیکې د اتن په ښار کې هم کارول کیدلې خو یوازې څرنګوالې یې بل ډول و هغه دا چې دوی به نړیوالې اړیکې په دې موخه ایجادولې چې څه ډول تجارت وکړي، د وخت په تیرېدو سره بالاخره لومړۍ نړیوالې جګړې موږ ته د دې زمینه برابره کړه ترڅو نړیوالې اړیکې وپېژنو او په ماهیت باندې یې ځان پوه کړو، کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو بیا united nation league جوړ شو دغه league په نړیوالو اړیکو باندې د تیورۍ زمینه برابره کړه او په ۱۹۱۹ کال کې د دې اړیکو لپاره یو انسټیټوټ او تیورۍ جوړه او د دې تیورۍ له مخې به په دې بحث کېده چې هیوادونه څه ډول کولی شي ترڅو یو له بل سره خپل ګټې شریکې کړي،دا پروسه تر یو وخت پورې کارول کیدله خو کومه ګټوره نتیجه يې ورنکړه تر دې وروسته دویمه نړیواله جګړه پیل شوه او ګڼ شمیر هیوادونو په کې زیات زیانونه ولیدل او ددې زیانونو عامل هم د نړیوالو اړیکو د صلاحیت نه لرل وو،هیوادونه خود مختاره نه و،ډېر هیوادونه اشغال شوي و، امپراطورۍ شکل موجودې وې او ځینې بیا خپلواک نه و، په داسې حال کې چې د نړیوالو اړیکو لپاره تر ټولو مهم بحث خودمختاري ده او ډېرو هیوادونو نه درلودله، خو دویمې نړیوالې جګړې بیا دېته زمینه برابره کړه چې دا علم په نړې له لوی اهمیت څخه برخمن شي همدا ډول په پای هغه وویل چې د نړیوالو اړیکو لپاره باید یو هیواد خودمختاره وي، دویم دا چې په دې نړۍ کې د یوې ځانګړې او مشخصې جغرافېې خاوند وي او درېیم يې بیا ولس دی چې د نړیوالو اړیکو تر ټولو مهم بحث دی اود بشري منابعو په سترګه هم ورته کتل کیږي دغه راز ښاغلي مطفي د نړیوالو په هلکه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل چې د ټولو بیانول به یې راپور اوږد کړي.
د غونډې درېیم ویناوال لیکوال محمد نواز حقیقت ثانین و چې په ټولنه کې د ماشوم د ادبیات په ارزښت یې خبرې وکړې هغه په هیواد کې د ماشومانو اوسنی حالت د اندېښنې وړ وبله او وې چې اوسمهال زموږ ماشومان له هغو اسانتیاوو څخه چې باید برخمن وای نه دي، دوی هر ه ورځ د مور په غیږه کې وژل کیږي او ځورول کیږي، حقیقت ثانین وویل چې تر دې دمه چا هم دا هڅه نه ده کړې ترڅو د ماشومانو په وړاندې خپل مسولیتونه په سمه توګه ادا کړي، او ځینې اړوند وزارتونه چې په دې برخه کې مسولیت لري او په ټوله مانا سره دوراغجن راپورونه خپروي چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره یې اسانتیاوې رامنځته کړي. که وګورو نو زموږ په پوهنیزو مراکزو کې هم د ماشومانو سمه روزنه نه کیږي ، زموږ ګڼ شمیر ماشومان د پوهې له ستر نعمت څخه بې برخې دي او د راتلونکي په اړه مسؤل افراد فکر هم نه کوي هغه وویل چې ماشومان زموږ د هیواد راتلونکي دي او په روزنه کې یې باید پوره غور وشي.
عابد صیب د غونډې چارې په مخ بیولي !
همدا ډول د غونډې وروستی ویناوال د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند و چې د ( شخصیت جوړونې ) په اړه یې خبرې وکړې.
ډاکټر ځلاند وویل چې شخصیت د انسانانو د کړو وړو د تفکر طرز ته ویل کیږي، څه ډول چې انسانان کړه وړه او فکر کوي نو هغوی د شخصیت هینداره او انعکاس هم په هماغه ډول وي، شخصیت فردي دی او له فردي شخصیت څخه ټولنیز شخصیت رامنځته کیږي، انسان ته د هغه د کړنو له مخې صفت وضع کیږي له همدې کبله شخصیت جوړونه ډېره مهمه ده، د فردي شخصیت له مخې کورني شخصیت ته هم خراب صفت کارول کیداي شي، لکه په یوه کورنۍ کې یو تن غل وي خو که د دې غل په اړه بحث کېږي نو کورنۍ یې هم ورسره غله یادیږي چې دلته د فردي شخصیت له کبله ټولنیز شخصیت زیانمنیږي، دا کورنۍ شخصیت بیا د کلي په شخصیت بدلیږي، بیا خبره تر ولسوالۍ پورې ځي له ولسوالۍ څخه ولایت او په همدې ډول پراخیږي اروا د شخصیت تر ټولو مهم بحث بلل کیږي.
پاڅون صیب د تخار د یووالي د کاروان په اړه معلومات وړاندې کړل.
په ژوند کې افسرده ګي هم ستاسو د شخصیت مخه نیولی شي همدا ډول که چیرې وګورو نو خوښۍ او غم دواړه د انسانانو دروني صفتونه دي، ترڅو چې یو انسان په خپل ځانته خوښۍ ور نه کړي نو نور نه شي کولی چې دی خوشاله کړي. د دې ستونزې د حل لپاره په هیواد کې هم داسې مراکز نشته چې ځوانان په کې روزنه ترلاسه کړي. خو یوه لار شته هغه دا چې کتابتونو ته مراجعه وکړو د ارواپوهنې کتابونه ولولو لږ تر لږه په اونۍ کې باید یو کتاب ولوستل شي ترڅو هغه ټولې اروايي ناروغۍ چې موږ پرې اخته یوو حل کړو، دغه راز هغه شخصیتونه په دوه برخو( مثبت، منفي) وویشل او زیاته یې کړه چې د دواړو ډولونو خواص په ټولنه کې سرایت پیداکوي.
کله چې یو انسان له یو ډول حرکت سر ه حساسیت لري نو که چیرې موږ یې په وړاندې دا حرکت ترسره کړو دی له ځانه یو غوسه ناک غبرګون ښيي په داسې حال کې چې غوسه د انسان د شخصیت استازولۍ کوي دلته که چیرې داشخص په غوسه شي نو د نورو په ذهنونو کې د دې فرد شخصیت په منفي ډول انځوریږي ډاکټر ځلاند دا او دېته ورته نور ګټور مالومات وړاندې کړل او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.