د خوشال بابا فکري بهیر (۴۸) اوونيزه غونډه د پنج شنبې په ورځ د سرطان په ۲۶ مه په کتاب ښار کې جوړه شوه چې د دریځ چارې يې د فضل ولي ولي لخوا پر مخ وړل کېدې.

غونډه د آصف پيرعلي په غږ د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې عبدالروف ننګیال د ملي او نړیوالو پېښو لنډیز وړاندې کړ چې مهمې هغه يې د ټاکنو له دوهم پړاو وروسته د سیاسي جوړجاړي او د ټاکنو د برخلیک په اړه اندېښنې، په ارګون کې د يوې خونړۍ پېښې له امله تر سلو د زیاتو هېوادوالو شهادت او ټپي کېدل، د ولسي جرګې د غړو د مصونیت د قانون ردېدل، پر کابل هوايي ډګر برید او داسې نور وو.

1آغلې ساهرې شریف د ملي او نړیوالو پېښو په لنډیز کې د ولسي جرګې د غړو لخوا د مصونیت د قانون د تصویب په اړه وضاحت ورکړ او په دا رنګ مهمو موضوعاتو کې يې د مدني ټولنې او ځوانانو غبرګون مهم او اغیزناک وباله. آغلې شریف دغه راز وړاندیز وکړ چې له غزې سره د ولسمشر په مرسته او د عبدالله عبدالله لخوا د کودتا د طرحې په څیر موضوعاتو غبرګون وښودل شي.

ورپسې ډاکټر خوشال روهي د ټاکنو له دوهم پړاو را وروسته په بحثونو او د معاملو په اړه د بېلابېلو خبرونو د خپرېدو په اړه د ډاکټرغني د ټیم په نظر خبرې وکړې او ویې ویل چې اشرف غني احمدزي د مدني ټولنې، قومي مشرانو او ځوانانو بېلابېلو غونډو ته ډاډ ورکړی چې د ملي وحدت د حکومت څرنګوالی به په اصولو ولاړ وي او خپل معیارونه به لري. ډاکټر روهي دغه راز یادو شوو اندیښنو او مهمو موضوعاتو ته د مدني ټولنې او ځوانانو د مناسب غبرګون په څرنګوالي هم خبرې وکړې.

1ورپسې ښاغلي جمال رحمان د سیاسي نظامونو د پيژندنې په برخه کې د آلمان د اتحادي جمهوریت سیاسي نظام تشریح کړ. څرنګه چې دجرمني اوسنی سياسي نظام هم د افغانستان په څېر د جګړې پر کنډوالو ودريد، نو تجربې يې زموږ لپاره ډېرې مهمې دي. د وخت د لږوالي او پوښتنو او ځوابونو لپاره د فرصت د پاتې کېدو په موخه د پرېزنټېشن یوه برخه نورو غوڼدو ته پاتې شوه.

د غونډې په بله برخه کې له اجنډا سره سم انجنیرخالد صاحب زاده د رهبرۍ يا مشرۍ د ځانګړنو او ډولونو په اړه لنډ معلوماتي پرېزینټشن وړاندې کړ.

د غونډې په پای کې ډاکټر خوشال روهي د چنګاښ د ۲۶مې د کودتا، د شاهي نظام بدلون او شهید محمد داوود خان په اړه خبرې وکړې، د هغه د شخصیت او رهبرۍ په ډول وغږېده او د تاریخ له دا راز پېښو يې د درس اخیستلو لپاره ځوانان وهڅول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *