غونډه د قران پاک په څو مبارکو ایتونو پېل شوه او تر هغې وروسته محمد نظیم سمون د تېرې اونۍ کورنۍ او بهرنۍ پېښو ته ځغلنده کتنه وکړه.

د سمون په وینا اګرکه په ظاهري ډول د کابل بانک پېښه پای ته رسېدلې او دا د اشرف غني لپاره یوه بریا ګڼل کېږي خو طلوع ټلویزیون په عمدي ډول هڅه کوي یاده قضیه ناتمامه وښیي او څو ورځې په پرله پسې ډول په یاده پېښه کې حضرت عمر زاخیلوال د ښکېلتیا په اړه راپورونه او تبصرې خپروي.

همدا راز وېل کېږي چې ډاکتر غني او عبدالله د کابینې د غړو پر سر هوکړې ته نږدې شوي او دواړو لوریو سلا کړې چې ۱۱ سکتوري وزارتونه به ازادې سیالۍ ته وړاندې شي او د پاته نورو وزارتونو ته د افرادو په نوماندۍ متضاد راپورونه ورکول کېږي.

د پروګرام په دوهمه برخه کې ښاغلي حمید محمد شاه اسامه بن لادن ناویل شوې خبرو تر عنوان لاندې د اسامه بن لادن د سلاکار مرکې لنډیز ګډونوالو ته واوراوه چې څو ورځې بعد به د یو کتاب په بڼه چاپ او خپور شي. د بن لادن یاد یاور له القاعده سره د نږدې کېدو او بیا د جلا کېدو په اړه له ډیرو پټو اسرارو پرده پورته کوي. نوموړي لیکي چې څنګه په اسیایي هېوادونو کې په بېلابېلو کمپونو کې ټریننګ حاصلوي، پاکستان ته راځي له هغې لارې افغانستان ته داخلېږي،دلته وخت تېروي او بیا منځني ختیځ ته ځي. د بن لادن یاور د دې پېښې یادونه کوي چې څنګه داکتر ایمن الظواهري د داغستاني پولیسو لاس ته ورځي او بیا د یوې معاملې په ترڅ کې د ۴۰ زره امریکایي ډالرو رشوت په بدل کې راخلاصېږي.

همدا راز د القاعده او طالبانو ترمنځ د نویو اړیکو جوړېدو او بیا له طالبانو سره د القاعده په اړیکو خبرې اترې کوي. داچې څنګه په قطر هېواد کې د بریټانیه استخباراتي کړیو لاس ته ورغورځي او د معاملې له لارې القاعده ته شا کوي او د بریټانوي استخباراتو په یوه جاس بدلېږي. ښاغلي حماد دیته ورته ډیر نورو مهمو پېښو او کیسو په اړه توضیحات ورکړل.

د بهیر په دریمه برخه کې ښاغلي شېرزادالرحمان ځدراڼ لهایمیل څخه د اسانه او خوندي استفادېد لارو چارو  په اړه پریزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې کړ.

نوموړي په دې بحث وکړ چې څنګه موږ کولای شو خپل ایمیل خوندي او د پاسورډ د ورکېدو په وخت کې بیا هم خپل ادرس ته لاس رسې ولرو نو اړینه ده چې د ایمیل جوړونې په وخت او یا هم وروسته پکار ده چې ټولې پوښتنې او معلومات باید په دقیق ډول ورکړل شي.

همدا راز د ایمیل استونې د خوندي لارو چارو او د ادرس د سیکیورټي په اړه اړین معلومات ورکړل.

د spam or junk Email په برخه کې و ویل چې دلته ټول وایروس لرونکي ادرسونه او ایمیلونه خوندي کېږي نو کارونکي ته پکار ده چې هغه ایمیلونه او فایلونه چې په exe, zip, scr ختم شوي وي نباید خلاص شي چې د وایروس خطره پکې موجوده ده.

یوه بله موضوع چې د غونډې ګډونوالو لپاره یې ارزښت درلود په ایمیل کې د ګروپ جوړول وو چې د لیک استونې پرمهال به اړ نه یو چې د هرچا نوم ځان ځانته په To or cc & Bcc برخه کې ولیکو بلکه د ګروپ په کليک کولو سره به د ګروپ ټول غړو ته ایمیل ور ولېږل شي. طریقه یې په لاندې ډول ده:

Open Email – > new Group ->  for example (Ghorzang) -> add email-> Enter or copy past.

کله چې ګروپ جوړ شو نو د خپلې خوښې مطابق د ګروپ نوم په Bcc, cc or To کې ولیکئ، نو ملګرو ته به ایمیل واستول شي.

ښاغلي ځدران همداراز د Google Drive يا  One Driveپر اهميت او د اسنادو دلته د ارشيف د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ کولای شو تر 15GB پورې خپل مواد او اسناد دلته په وړيا ډول خوندي کړو او په هر ځای کې مو چې غوښتل استفاده ترې وکړو. همدا راز دې ته ورته په یو لړ نورو مهم مسایلو خبرې اترې وشوې.

 د یادنې وړ ده چې خوشال بابا فکري بهیر اونیزه غونډه هره پنجشنبه ماسپښین دوه نیمې بجې د کابل سینماپامیر په کتاب ښار کې دایرېږي چې د کورنیو او بهرنیو خبرونو سربیره د یوه کتاب لنډیز او د یوې مهمې موضوع په اړه پریزنټشن وړاندېږي.

د خوشال فکري بهیر اونیزې غونډې ته راتګ ازاد دی او که د کوم کتاب پېژندنې یا یوې مهمې موضوع په اړه معلومات لرئ نو خوشال بابا فکري بهیر او د هغې ګډونوال درته سترګې په لار دي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *