د خوشال بابا شاعري د خوشال شخصیت ته ورته ده. د خوشال شخصیت د سرټيټۍ، زاریو، لاس اوږدولو میزاج نه درلود. مګرشاعري چې د یولطیف ذوق پیداواره ده؛ نو دغه ژبه څنګه حسن او مینې ته د سرتيټۍ تمیلات نه لري؟

     خوشال بابا دغه دود په شاعرۍ کې مات کړي دی. خوشال شخصیت حسن ته نه دی ټیټ کړی. او دده په شاعرۍ کې به داسې ډیر کم بیتونه پیدا کړو چې دغه دود یې پاللی وي. مګر نور یې خپل ننګیالیتوب د حسن په مقابل کې ولاړ ساتلی دی.

     که خوشال بابا خپل شخصیت، حسن ته مایل کړی هم دی. په یوه داسې لطیف تناسب یې ترسیم کړی چې د سرټیټي معیار پکې په ټوپونو نه دی.

خوشال که یار ته څومره ځان محتاج لیدلی دی، مګر بیایې خپله محتاجي دشاهین غوندې ورته ښکاره کړې ده:

هرچيرته چې ته یې هغه لوري ته مې نظر دي.

هرچير ته چې زاڼې شاهین هوري لري سترګې

   او یا که خوشال خپل زړه په څومره رقوعد حالت کې ګوري.مګر بیا هم خپل پښتني غرور ساتي.

زړه مې ستا په زلفو بند شو تا کباب کړ

څــوک شهبازهـم دکباب لپـــاره نـیسي؟

     په پورته بیت کې لومړی د خپل کباب زړه شکوه، معشوق ته کوي او بیا ورته دخپل زړه توصیف کوي او د معشوقې په دغه کار افسوس کوي چې شهبازان د ساتلو لپاره روزل کیږي. او ته یې کبابوې. (موږ افسوس په هغه چا کوو چې له عمله یې ډیر بد راته ښکاره شي.) په دغه بیت کې خوشال بابا د زړه یو تصویر را کوي. چې څرنګوالی یې له شهباز سره شوی دی. مګر دغه دوهم حالت چې د لومړي حالت لپاره یې، یو تصویر جوړ کړی دی، یوه مبالغه ده.

     خوشال خان خټک حسن ته هم خپل غورو نه دی خم کړی. دغه لاندې بیت چې اکثره ادبپوهان یې د صوفیانه نظریې یوه تیورې یې ګڼي ، مګر نن راته پکې د خان بابا غورور، ښکاري:

مخ دیار له خط وخاله مستغني دی

دغني وي هـر اسباب له خپله کوره

خوشال خټک یو داسې شخصیت درلوده چې حسن ته یې په اسانه، غاړه نه ده ایښې. په پورتني بیت کې خوشال بابا د معشوق د حسن، مستقیم ستایونکی، نه دی. د یوې (خو\نیمګړتیا) له مخې د معشوق د ښکلا د ستایلو او ښودلو باني پاتې شوی دی.

     دي وایي چې زما د یار مخ د خط او خال په واسطه ښکلی شوی دی. او پوره ښکلا لرونکی هغه څوک دی چې همدغه خط و خال یې له خپلې غنا څخه وي. دغه خط او خال د یوې واسطې له مخې د یار په مخ راغلي دي.په پورتني بیت کې (له) یانې د (بل په واسطه) مراد دی.

     موږ دا خبره په بار بار کړې ده چې کره کتونکی په کره کتنه کې د مقتضا د حالت څرګندویي کوي. ممکن داسې بیتونه هم د خان په شاعرۍ کې مو جود وي چې زموږ د مثالونه اپوټه مانا ولري. مګر په دې باوري یمه چې دا وړ به ډیر کم وي.

     دخوشال د رزم په اړه مو ډیر څه اوریدلي دي. مګر په دې ورستیو کې استاد اسدالله غضنفر دده په عشقیه شاعري کې همدغه شجاعت او رزم، را په ډاګه کړی دی. یانې که خوشال څومره په عملي ډګر کې تورزن پاتې شوی دي، مګر په عشق او مینه کې یې هم همدغه میړانه پاللې ده او په اسانه یې سر ورته نه دی ټیټ کړي.

   خان بابا خو : چې په تورو ننګیالي کا ګوزارون، په جهان دننګیالي دي دا دوه کاره، دمغلو سره رزم… کې ثابت دی. مګر د خان رومانیت ته استا د غضنفر لږ، تم شوی دی.چې دپورتني ننګیالي غوندې غښتلی پاتې شوی دی. کاش چې تاریخونو، دده! دغه رومانوي حیثیت هم را په ډاګه کړی وای. چې په عملي ډګر کې د حسن او ښکلا په مقابل کې څه، وړ ثابتېدای شي؟

   مګر موږ یو څه اټکل دده له شاعرۍ کولای شو.او شاعري، د زړه ژبه ده؛ نو شاعري یې همدغه پیښلیک را څرګندولی شي. تاسې یې دغه څو بیتونه وګورئ چې د خان رومانوي ژوند انځورونه راکوي:

سپینه خوله بــه بې ریباره ورپیشکش کړم

په خوشال بـه مې منت وي کــه به نـه وي.

او که معشوق ته څومره مجبور شوی هم دی، نو بیایې دا لاندې لاره غوره کړې ده:

خـــوله یـې پټه خـــوره خـــوشاله

بــاز دښکار خوښې په غلا خوري.

     د خوشال د انځوریزې شاعرۍ دا نزاکت ډیر په زړه پورې دی چې مفهوم یې، زیات وي او کلمې یې ډیرې کمې وي. همدارنګه تصویر یې مجر نه دی. مانا دا چې تصویر یې خیال لري. او که تصویر بغیر له خیاله جوړ شي، نو شاعرانه تصویر ورته نه شو ویلای.

     د تصویر د جوړولو لپاره یوازې تشبیه، استعاره او سیمبول توکي نه دي. ولې دغه توکي یې مهم دي. شعري تصویر خیالي شباهت وي. او خیال مطلق نا عادي توب، حسي او شهودي تجروبه وي. که موږ ووایو چې : د لمر د شغلو بوی مې محسوس کړ. شغلې د بوی میزاج نه لري. ولې یوه شهودي تجروبه ده. په ژمې کې د لمر شغلې د انسان په بدن ښې لګیږي. دا یوه خیالي مشاهده ده. کله چې ددغې مشاهدې د انځورولو کوشش وشي؛ نو ژبنی جوړښت یې تغیر وکړي.او بیان غیرعادي شي. دغه نا عادی توب خیال دی. خیال یوازې په ژبني جوړښت پورې منسوب نه دی. په ادب کې فرضیه نشته.او نه د یو شي په اړه مو تیوري کامله خیږي. مانا داچې ادب د تعریف په محدوده کې ژوند نه شي کولای، ځکه چې ادب تر ټولو هنرونو لوی هنر دی. اوهنر ځانګړې خوا نه لري.

    تصویر یو خیالي شباهت وي. مانا دا چې د یوه شي خوبي یا بدي چې بل شي ته ورته وګڼل شي. شاعرانه تصویر دی. داسې هم، نه ده چې زلفو ته دې د لرګي سره شباهت ورکړل شي. او موږ دې دا ګومان وکړو چې یو نوی شاعرانه تصویر مو پنځولی.

   تصویر دشاعرانه ژبې اختصار دی. د یو شي دظرافت ښودلو لپاره یو خیالي حالت وضعه کول تصویر دی. دلته موږ یو ساده مثال وړاندې کوو، تر څو پرې ښه پوه شو: زرمینه دلمر غوندې مخ لري. پورتنی جمله کې د زرمینې د مخ ظرافت د لمر غوندې ښودل شوی دی. دغه دوهم وضعه شوی حالت چې (مشبه به) ده. یو شاعرانه تصویر دی. چې د زرمینې د مخ څرنګوالی یې را ښودلی دی.( زرمینې دمخه صفت دی.)په پورته جمله کې مو د زرمینې دمخ انځور کاږلی دی.

بدیع او بیان دتصویر جوړونې او خیال پنځونې ترګردو ښې وسیلې لري. په بیان کې د تصویر جوړولو لپاره تشبیه، استعاره،تمثیل او سیمبول غوره توکي دي.

   مګر په بدیع کې ځینې صنعتونه د خیال جوړولو مهمې وسیلې لري.لکه:مبالغه، تناسب، حسن تعلیل… تاسې د حسن تعلیل دغه نمونه وګورئ:

ساه یې خوب کې ځکه لنډه لنډه کیږي

په سینه باندې یې پروت دی بار دزلفــو

                                           رحمت الله درد

   دپورتني بیت خیالي باب د شاعر مشاهده ده. دا یوه طبعي پېښه ده. ولې شاعر د خپلې شهودي تجروبې له مخې ورته ګوري او یو عادي حالت ته یې نا عادي توب ورکړی دی. دا اوس خیالي بیان دی.

   تصویر چې خیالي بیان ونه لري شاعرانه تصویر ورته نه شو ویلی. کله کله خو د تصویر او خیال ترمنځ د بیلتون کرښه دومره باریکه شي، لکه د شیدونه چې غوړي را وباسې.په پورتني بیت کې یې ښکاره درک کولای شی.

   دپورتني بیت خیال په دې کې دی چې دطبعي پیښې لپاره یې شاعرانه دلیل راوړی دی.او تصویر یې په دې کې دی چې چې یوه عیني صحنه مو ذهن ته راکوي. یو شی کټ مټ راته ښکاره کوي.

  دشاعرانه تصویر نه سیوا دوه ډوله نور انځورونه هم لرو چې یو دکمرې انځور دی او بل د مصور انځور دی. د کمرې انځور مستند حقیقت وي او دمصور انځور، نه، خو دومره خیالي وي، لکه: د شاعر انځور او نه دومره حقیقي وي، لکه: د کمرې انځور؛ ولې د مصور احساسات پکې موجود وي.

    ایمیج (IMAGE) په پښتو کې د انځور معادل ښودل شوی دی. چې مانا یې نقل، بت، خاکه یا تصویر دی. په ارواپوهنه کې په سیوري او خیال باندې تعبیر شوې ده.

راین سکیلیټن د تخیلي انځور دری درجې ښیي:

  • لومړي تصوير هغه دی چې د يوې بهرني يا خارجي شي تصوير وړاندې کوي .
  • دوهم تصوير هغه دی، چې د لومړي تصوير څخه بل تصوير وباسي .
  • دريم تصويرد دوهم تصوير څخه بل تصوير باسل دي .

د تشبيه، استعارې، او سیمبول پورته دری انځورونو په هکله محمد هادي حسن وايي :

  • اول تصوير د تشبهاتو په مرسته جوړيږي .
  • دوهم تصوير د استعارې په مرسته جوړيږي .
  • دريم تصوير د سيمبول په مرسته جوړيږي .

تشبيه د واهمې پيداواره ده . استعاره د تخيل پيداواره ده . او سيمبول د بصيرت پيداوار دی .

او استاد غضنفر ددغو دریو توکو په اړه وایي: تشبیه، استعاره او سیمبول خیالي انځورونه دي.چې دډیرو خلکو په اند دشعر اونه شعر توپیر یوازې په تصویر کې دی.

تصویر په شاعرۍ کې په دوه ډوله دی. یو یې عیني تصویر دی او بل یې ذهني تصویر دی.

   عیني تصویر: هغه تصویر دی چې څرنګوالی یې هم عیني وي. موږ په پورته خبرو کې وویل چې د لومړي حالت څرنګوالی ښودل، شعري تصویر وي.

   ذهني تصویر: هغه تصویر دی چې څرنګوالی یې یو حسي درک وي. یا په وجودي لحاظ، موجود نه وي. د کوم شي چې تصویر کاږو د هغه ورته والی به په وجودي یا په مادي لحاظ ثابت نه وي. تاسې د خان بابا دا بیتونه وګورئ:

چې په خلکو کې دوزخ دوزخ یادیږي

بــل دوزخ پــه جهان نشته جــدایــي ده.

***

نــه به بوی دمښکو پټ شي په نافه کې

نـــه بـــه پــاتې شي مخـفي دشیدا مـینه

په پورته بیت کې خوشال د جودایي تصویر راکوي. چې دوزخ یې ورته څرنګوالی راوستی دی. مګر د دوزخ لاتر اوسه مادي وجود ثابت نه دی. ولې د ذهني مشاهدې له مخې د اور یو تصویر راکوي. یو وحشي ځای راته ښکاري.

   دوهم بیت د مینې درسوایي یو تصویر راکوي چې څرنګوالی یې، بوی را وستل شوی دی. وږمه، مادي وجود نه لري .یوه حسي مشاهده ده.

نو دغه حالتونه په ذهني توګه، محسوسېدای شي، نو ځکه ورته ذهني تصویرونه وایو.

او دعیني تصویرونو دغه مثالونه وګورئ:

کشکې زه د نامردانو په شماره وای

چې فـارغ وای لـه ارمانـه له افسوسه

                                              خوشال بابا

دغمزې په تیغ یې غـوڅ ښه یــې خوشاله

میړني په روغ صورت نه ځي لـــه جنګه

                                               خوشال بابا

      په لومړي بیت کې خان بابا د نامردانو یو انځور راکوي. دي! وایي چې نامردان، ارمان او افسوس نه لري. خان چې مرد دي. او د مردانو ارمان ازادي وي او نامردان، بیا دا ارمان او افسوس نه لري.

  خوشال چې یو ننګیالی دي او د هغه وخت، سیاسي جغرافیه راته وایي چې پښتانه د مغلو په لاس کې ښکیل ول. ددغه ښکیلاک نه را وتل د مردانو ارمان دی.او په افسوس باندې مو مخکې هم خبرې وکړې چې په بد کار باندې خپه کیدل دي. څوک چې د ازادۍ ارمان ونه لري ؛ نو افسوس به په چا وکړي. خوشال خټک یو ډیر اوږ مضمون د تصویر په مرسته په ډیرو، لنډو الفاضو کې را وستی دی.

     دوهمه مسره کې خو شال بابا د میړنیو د میړانې یو انځور راکوي چې له میدانه په روغ صورت نه ځي. دا دمیړنیو یو عیني انځور دی چې خان بابا د خپل ځان لپاره، یې څرنګوالی را وستی دی.

تاسې دخوشال دانځورونو دغه بیلګه هم وګورې:

چې مې نوم په ژبه واخلي هسې خوښ یم

لکه غــږ د خلاصي وشي په بندیانو

                                                 خوشال بابا

پای

اخځلیکونه:

۱-جادوګرهنر:غضنفر،اسدالله،مومند خپروندویه ټولنه،جلال اباد۱۳۹۳لمریز.

۲- طلا درمس (درشعروشاعري)رضا براهنی،کاویان چاپخانه ،تهران،چاپ دوم ،۱۳۴۷.

۳- دحمید او شمس الدین پرتلیز جاج: تابان،ډاکتر لیاقت،۲۰۸ مخ،صحاب خپروندویه ټولنه کویټه.

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

2 thoughts on “د خوشال تصویري شاعري/ لیکوال: یونس تنویر”
  1. هو بابرک صیب دچا توصیف ډیر سخت کار دی.مګر په پورتنۍ لیکنه کې محترم ورور تنویر صیب ډیر ښې خبرې او ډیر ښه نقد یې کړی دی.دخوشحال بابا توصیف نه دی.بلکې خوشحال یې را سپړلی دی.او دخوشحال په انځور یې ډیرې ښې خبرې کړې دي. او همدارنګه یې تصویر یې ډیر ښه را پیژندلی دی.او لوی کار یې دادی چې دتصویر او خیال تر منځ یې ډیر ښه تو پیر ورکړی دی.ما دتنویر صاحب نورې لیکنې هم په تاند کې لیدلې دي.ډیر یو نوی تنقید کوي.ډیر راته جالب وي.زه ورته داوږ د ژوند دعا کوم.
    په درنښت
    ناز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *