خوشال خان خټک د شهباز خان زوی د یحیی خان لمسی د ملک اکوړي کړوسی، چې په ۱۰۲۲ س ل کال په اکوړه خټک کې دې دنیا ته سترګې پرانستې دي ، څنګه چې د بابا د نوم له روستاړي څخه هم څرګندېږي چې په قوم خټک دی او خټک د پښتنو یوه ستره توریالۍ قبیله ده، خو خوشال خټک ځای ځای په خپل دېوان کې د خټکو له سر ټکوي، ما خپله د خوشال خټک دېوان بیا بیا لوستی دی، نوموړی د ټولو پښتنو نه ګیله من ښکاري خو په ځانګړي ډول د خټکو او یوسفزیو نوم بیا بیا په بدو ټکو را اخلي، هغه ځکه چې یادونه د هغه چا کېږي، چې هغه یو څوک وي، خټک له نوموړي یو ځای خورا زیات اوسیدل او خورا ځواک خاوندان ول ،خو هغه وخت د لنډي د سیند د غاړې خټک د اکوړه خټک د سرای اوسیدونکي په دوه ډلو وېشل شوي وو، څه د خوشال تر شا او څه نور هم د مغلو د نوکر د خوشال خټک د زوی بهرام خان تر شا ولاړ وو، نو خوشال خان د مجبورۍ له امله خټک په بد نوم یادول ، ان تر دې چې د خپل ځان نه یې په دې کرکه راغلې چې دی هم خټک دی او په دې اړه وایي:
د خټکو حقیقت را ته ښکاره شو
زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم
(دېوان، ۵۷۹ مخ)
او بل ځای د خټکو له نوم څخه انکار کوي ، او له ټولو خټکو څخه نا خوښه ښکاري:
د خټکو نه مې هومره زړه نا خوښ دی
چې توبه د همګي خټک له نامه
(دېوان، ۶۰۳مخ)
د خوشال خان کورنۍ پلار تر پلاره د خټکو خانان او مشران پاتې شوي وو، خو کله چې خوشال د مغلو خلاف شو ، نو هغه خاني ملکي هر څه ترې پاتې شول، د افغان په نامه یې توره تر ملا کړه او پښتنه مېړانه او ننګ یې مله وو، خوشال خان په خپل قوم د هیڅ ډول مرستې سپمی نه و کړی ، نو ځکه ترې ګیله من ښکاري.
د نعمت په قدر هیڅ خبردار نه دي
نوم خټک به مې خلاص نه وي له انعامه
(دېوان، ۶۰۳ مخ)
بل ځای بیا نوموړی د خټکو په لیکه کې د پښتنو دوه نور درانه او ستر قومونه (بنګښ او ورکزي) هم ورګډوي او د دې درې واړو په کورونو یو ځای د ماتمونو غوښتنه کوي.
که خټک دی که بنګښ که ورکزی دی
وار په وار یې په کور وشه ماتمونه
(دېوان،۵۵۵ مخ)
بل ځای بیا یوسفزي تر سپیو بد ګڼي، هغه داسې چې یو ځل خټک تر سپو بېکاره ښیي او د خټکو سپي تر یوسفزیو بهتر ګڼي، او وایي:
د خټکو سپي بهتر تر یوسفزیو
که خټک دی هم په خوی تر سپي بېکاره
(دېوان، ۵۵۵ مخ)
او په اخره کې وایي :
که خټکو راته شا کړه مخ یې تور شه
زه یوازې په تکیه د خدای شیرک یم
(دېوان، ۵۷۹ مخ)
پای
یادونه : د پښتنو ټول قومونه په ننګ ، پت او مینه کې یو له بله کم نه دي او هر یو ځان ځان ته ځانګړی مقام لري، دا د خوشال خان خټک د خولې خبرې دي، زما نه دي، کېدای شي چې د نوموړي په کمو بدو بد ترې راغلي وي دا د هغه خپل کار دی، خو زه په خپله ټول قومونو ته په یوه سترګه ګورم، هیله مند یم، چې څوک له ما څخه نا خوښه شوي نه وي.
په درنښت
بغلان ولایت ، پلخمري ولسوالۍ د ډنډ غوري زرغونه سیمه
۱۳۹۴ /۱۱ /۱۳
په پښتو ژبه کې تراوسه د خوشال بابا په هکله دا ویل کیږی د تورې او قلم خاوند و،
دومره کلونو یې په بند کې تېر کړل دا یې کتابونه ولیکل
اوس خو لا دغه ښاغلي د خټکو په هکله هم د هغه څرګندونې راخیستې چې د مطالعې څښتنانو ته به یې د هنر په برخه کې هیڅ ور نه کړي
پکار دا ده چې د ورته خبرو په ځای د خوشال بابا پر هنر کار وشي او که نه هسې چې له زمانې بلې زمانې ته لېږدول کیږي
نو دا په دې دلالت کوي چې پښتانه له ادب او هنر خبر نه دي.
دمزمل خبره سمه ده