د غونډې نیټه او وخت: پینځنۍ، د زمری ۳۰ مه ۱۳۹۳
- له آجنډا سره سم غونډه د محترم داوود سليم لخوا د قرآن کریم د څو مبارکونو آيتونو په تلاوت او د يوه حديث شريف له لنډ تفسير سره پیل شوه.
- وروسته ښاغلي خالد د تېرې اونۍ د مهمو ملي او نړيوالو پېښو لنډيز وړاندې کړ. د ۱۳۹۳ کال د زمري د میاشتې د وروستۍ اوونۍ مهمې پېښې چې د اهمیت پر بنسټ لړ شوې، دادي.
- د افغانستان د خپلواکې ۹۵ مه کلیزه د ارګ په ګډون د هېواد په ګوډ ګوډ کې د بېلابیلو غونډو په ترڅ کې ولمانځل شوه. افغان ولسمشر حامد کرزي هم جوړه شوې غونډې په ترڅ کې چې ملي دفاع وزارت ته څیرمه د ازادۍ منار تر څنګ د ګلونو په اېښودلو جوړه شوې وه وویل، هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې هرڅه ژر اعلان شي او د افغانستان خلک خپل نوی ولسمشر وپېژني او هېواد د اقتصادی او سیاسی نا خوالو نه بهر شي. د افغان ملی غورځنګ لخوا هم دا ورځ د سرحداتو او قبایلو له وزارت سره په ګډه ولمانځل شوه.
- په افغانستان کې د امریکاسفیر، جیمز کنینګهم د تېرې اوونی د یوه نۍ په ورځ د عطا محمد نور څرګندونې تاوان پېښوونکې وبللې. د بلخ والي ویلی وه چې که چېرې د رای شمېرنې وروسته ډاکټر عبدالله وړونکی اعلان نه شي، نو له راتلونکي دولت سره به همکاريو نه کړي او آن پر وړاندې به يې پاڅون وکړي. د امریکا سفیر د عطا محمد نور د نامسؤولانه څرګندونو په غبرګون وویل چې د ولسواکۍ په ډګر کې ګټونکی او بایلونکی وي؛ نو بایلونکی باید خپله ماته ومني. د ویلو وړ ده چې ډاکټر اشرف غنی احمدزی هم د عطا محمد د خبرو په غبرګون یوه تاریخی خندا وکړه او ویې ویل چې د ده څرګندونې د خندا وړ دي او هیڅ څوک پاڅون نه شي کولای. د امریکا سفیر دا هم ویلي چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې چې ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د ناټو وروستۍ سرمشریزه ناسته وي او د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې په بریتانیا کې ترسره کېږي، باید نوی افغان ولسمشر ګډون وکړي. د ویلو ده چې د امریکا حکومت هم خبرداری ورکړی چې که چېرې اوس یا نږدې وخت کې څوک داسې څه وکړي چې د افغانستان له اساسی قانون سره په ټکر کې وي نو دا حکومت به خپلې پوځي او اقتصادي مرستی ودروي.
- د پنځنۍ په ورځ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د یوې غونډې په ترڅ کې یووار بیا اعتراضي دریځ خپل کړ. په دې غونډه کې چې مشري يې د ډاکټر عبدالله عبدالله په غاړه وه وویل شول چې ”بیا هم په هیوادکې د وضعیت کنجي د تقلب کارانو په لاس کې ده”. دوی دا هم وویل چې ”تقلبی حکومت نه منو او د تقلب، زور واکو او تروریستانو نه هیڅ ډار نه لرو”. داسې ښکاري په کومه ناسته کې چې د څلورنۍ په ورځ ډاکټرعبدالله د ډاکتر اشرف غني سره د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو درلوده، ډاکټر عبدالله د ډاکټر اشرف غنی نه ناهیلی شوی دی. دا په دې مانا چې ښایي عبدالله په آینده حکومت کې بایلونکی کاندید ته ډېر امتیازات او قدرت غوښتی وي او ډاکټر اشرف غنی هم نه وي ورسره منلې.
- د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو د څېړنې بهیر چې تیره ورځ د ټاکنیزو ټیمونو او د ډاکټر عبدالله عبدالله و څارونکو او د کمیسیون کارکوونکو ترمنځ د فزیکي شخړې د رامنځته کیدو له امله دریدلې وه، د تېرې اوونۍ د څلورنۍ په ورځ بیا پیل شو. دا بهیر تیره ورځ د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د فزیکي شخړې د رامنځته کیدو له امله دریدلی وه. یو شمیر رسنۍ وایي چې د تیرې ورځې په نښته کې له دواړو خواوو نږدې شل تنه ټپیان شوي دي.
- د بهرنیوچارو وزارت تېره اوونۍ د ۵۰۰ نویو کارمندانو د جذب لپاره له ۱۳۰۰ داوطلبانو نه د کانکور آزموینه واخیسته. دا داوطلبان د حقوقو، ژورنالیزم، اقتصاد او ادبیاتو د څانګو فارغان وه.
- عمران خان، د پاکستان د دولت مخالف پخوانی مشهور کریکټر په اعتراضي ډول د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف ته دوه ورځې وخت ورکړ چې استعفا وکړي که نه نو خپلو ټولو پلویانو ته به هدایت ورکړي چې د یوه انقلابي سیاسی پاڅون په ترڅ کې دولتی ودانی ونیسی. دی وایی چي نواز شریفپه انتخاباتو کې د درغليو په پایله کې په نامشروع ډول قدرت اخیستی او په دې سربیره اوسنی حکومت د هیواد د چارو په پرمخ بیولو کې ناتوانه پاتې شوی. کله چې د ده غوښتنه د نواز شریف لخوا ونه منل شوه نو یې په زرګونوخپل پلویان په اسلام آباد کې د پارلمان مخې ته د اعتراض او د پارلمان د ودانۍ د نیولو لپاره را غونډ کړل. نواز شریف ده ته د مذاکراتو وړاندیز وکړ خو ده وویل چې اوس هېڅ مذاکره نه مني او تر هغو چې نواز شریف استعفا و نه کړي دی به احتجاج ته دوام ورکړي. په پاکستان کې تېر کال انتخابات تر سره شول، چې په اکثریت سره د نواز شریف ډلې مسلم لیګ وګټل، ولي د عمران خان ګوند تحریک انصاف او جماعت اسلامي، او ځينې نورو ګوندونو ادعا وکړه چې په انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلي شوې.
- طالبانو د لوګر پر څرخ ولسوالۍ ډله ییز برید وکړچې په دغه برید کې ۲۰ طالبان وژل شوي او ۷ امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي خو طالبان ونه توانیدل چې د ولسوالی ودانې ونیسي.
وروسته دوستانو ددې پېښو په هکله خپل نظریات څرګند کړ او ځینې نورې پېښې یې را برسېره کړې.
- پياوړي ژورنالېست، ليکوال او ژباړونکي محمد زبیر شفیقي د (محمد ص د ژوند وروستۍ لس ورځې) کتاب لنډیز وړاندې کړ. دا کتاب یو مصري لیکوال چې نور یې د محمد (ص) په کړنو او نورې اسلامی لیکنی کړي دي، لیکلی دی. ده وویل چې جوته ده چې د محمد (ص) ژوند ټول د اسلامی امت لپاره د خدمت او د ټول بشریت د نجات لپاره تېر کړی او په دې لاره کې یې ډېر زحمتونه او لویې ستونزې زغملي دي، خو دا لس ورځې د پیغمبر (ص) د ژوند د خورا مهمو ورځو او پېښو څخه د کتاب د لیکلو لپاره غوره شوېې دي. په دې لس ورځو کې محمد (ص) د اسلامي امت د جوړېدو، د نفاق ورکول، اتحاد جوړول؛ په رهبري، سیاسي او ټولنیز ډګر کې د محمد (ص) پیاوړتیا روښانه شوې. د نوموړو ورځو نه څو یې هم دا دي: د حجر الاسود کېښودل، د وحي نزول، د طایف سختی ورځې، د عقبه تړون، د حمزه د شهادت ورځ، د مکې فتح، د اختیار ورځ، د حجته الوداع ورځ او داسې نورې چې ټولې د د ده سيرت او کړنو کیسې وې چې په هریو کې یې بشریت او اسلامي امت ته یو لوی درس پروت وه.
ددې کتاب د لنډيز تر وړاندې کولو وروسته د آجنډا سره سم ګډونوالو په اړونده ځينو ټکو بحث وکړ.
- وروسته له اړتیا سره سم د محترم فعاله ورور عبدالله الهام جمالزی څخه غوښتنه وشوه ترڅو د رای شمېرنې د بهېر د څرنګوالی په هکله ګډون کوونکو ته معلومات ورکړي. ده وویل چې تر اوسه (د پنځنۍ په ورځ) د ۶۱ سلنه رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې ده چې په پایله کې یې تراوسه دده په آند ښایې/شاوخوا د اشرف غنی احمدزی ۱۹۰۰۰۰ او د عبدالله عبدالله ۱۰۱۰۰۰ رایې د بطلان له ګواښ سره مخامخ دي. په رای شمېرنه کې ستونزې او شخړې دېرې پېښيږي. ده وویل چې د عبدالله عبدالله د څارونکو اړيکې آن د ملګرو ملتونو د استازو سره هم خرابې شوې او دوی تور پرې لګوي چې ګواکي د اشرف غنی د رایو پلوي کوي. عبدالله الهام د رای شمېرنې په بهير کې د ډاکټر اشرف غنی لخوا څارونکی او د افغان ملي غورځنګ غړی دی. د یادولو وړ ده چې دا پورتني ارقام نهايي نه دي.
- قدرمن عبدالله الهام جمالزي بيا له اجنډا سره سم د (د ویندویۍ فن) تر سرليک لاندی یو انځورلیک يا پریزنتیشن (Power Point Presentation) وړاندې کړ. ده وروسته د (ویندویۍ فن) په نامه خپل کتاب چې د ویندویۍ د فن په هکله یې لیکلی ګډونوالو ته معرفي کړ.
- په پای کې ډاکتر بهادر خان احمدزی د لېرلید (Vision) په هکله یو ګټور آنځور لیک پریزنتیشن وړاندې کړ. وویل شول چې څه رنګه کېدای شي/باید یو فعاله او پوه وګړی په خپل ژوند کې یو جامع لېرلید، او ددې لېرلید لپاره لویې موخې وټاکي او بالاخره په ژوندانه کې دې موخو ته د رسېدو لپاره هڅه او هاند وکړي. ستاسو د لاډېرو معلوماتو لپاره ددې پریزنټېشن محتوا ددې راپور سره ضمیمه شوې.
یادونه:ډاکټر صاحب خوشحال روهي د افغان ملي غورځنګ له غړو څخه یو ځل بیا غوښتنه وکړه تر څو د افغان ملي غورځنګ تګلاره چې ټولو غړو ته یې د برېښنالیک له لارې د لوست، نظریاتو او وړاندیزونو لپاره استولې، ژرترژره ولولي او خپل ملاحظات ورولېږي. دا تګلاره به د نهایي کېدو وروسته چاپ شي.
د خوشال بابا فکری بهیر کالیزه به هم د یوې پرتمینې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې ژر و لمانځل شي. ډاکټر صاحب خوشحال روهي له ټولو غړو څخه وغوښتل چې د لمانځغونډې د څرنګوالي په هکله خپل نظریات او وړاندیزونه ده ته ور واستوي.
v يو څو پښتو مستقل مورفیمونه په پام کې ولرئ او په ورځني، شخصي او ټولنیز ژوند کې ترې ګټه واخلئ تر څو د امکان تر حده خپله سوچه او ړڼه پښتو ژبه را ژوندۍ/پیاوړې کړو:
لوږتړ: غدایي اعتصاب
انځور لیک پرېزنتېشن: Power Point Presentation
د اوونۍ د ورځو نومونه:
اونۍ: شنبه
یوه نۍ: یکشنبه
دوه نۍ: دوشنبه
درې نی: سه شنبه
څلورنۍ: (څّلَرنۍ): چهارشنبه
پینځنۍ: پنجشنبه
جمعه: جمعه
ضمایم:
1. د ویاندۍ فن پرېزېنتیشن
2. لېرلید پرېزېنتیشن
په درنښت.
ترتیب کوونکی او لیکونکی:
سید مختار نسیم