خوشال خان خټک

مصدق اکرم اسحق زی –

افغان پیاوړی شاعر، لیکوال او سیاستوال خوشحال خان خټک د شهباز خان زوی،د یحی خان لمسی اړږو د اکوړه کړوسی وو. په (۱۶۱۳) م کال د لوی افغانستان د کوزي پښتونخوا په اکوړه کلي کی زیږیدلی دی. پلار یی د سیمی مشر وو، او په هندي او مغولي پوځونو کی پر لویو منصبونو پاتی شوی دی، خوشحال خان د وخت مروجه علوم زده کړل او یو پیاوړی شاعر او لیکوال تری جوړ شو. لیکنی یی په پښتو، دری، اردو او عربی ژبو کړي دي.

په (۱۶۴۱) م کال د پلار د مرګ وروسته د قوم پر مشري وګمارل شو. او په ۱۶۶۵ م کال د مغلو پر ضد د پاڅون په تور بندی شو، د عمر اخره برخه یی ټوله بیا د مغلو پر ضد په مبارزه کی تیره کړی ده او په میړانه د هغوی پر  ضد جنګیدلي دی. بلاخره د ۷۸ کالو په عمر مړ شو.

د ده سیاسي فکر نوموړه د هیواد او واکمني د دوام لپاره ملی یووالي، د اقتصادي وضیعت ښه والي او د عدالت تامین اړین بولی، عادل واکمنان ستایي، او وایی عبادت د یوه ځان دی او عدالت د درست جهان دی. د سیاسي فکر څخه یی یو دادی چی وایي سیاست نړیوالتوب دی یعنی سیاستوال د یو قوم، ټولګي، ملک پوری مربوط نه بلکې د نړۍ سره تعلق لري.

سیاسي قاید باید د ملک وداني او اقتصاد ته پاملرنه وکړي، اقتصاد او پوځ پیاوړی کړی. واکمن باید په دیني او عصری علوم پوه شی، او د مشری وړ یوازی عالم او هوښیار وګړی ګڼي. نوموړ�� د واکمن لپاره د شلو صفتونو درلودل لازم ګڼي چی عبارت دي له: ځان پيژندنه، پوهه او علم، لیک، شاعری، غشی ویشتل،لامبو، ښکار، زړه ورتیا، سخاوت، واده، د اولاد روزنه، ټولنیزو چارو برابرول، زراعتي چارې، سوادګري، اس سورلی، ښه نسب، موسیقي، شطرنج. همدارنګه باید واکمن باید لاندی خصلتونه ولري:

مشوره، عزم، خاموشي، ریښتیا، حیا، ښه اخلاق، مروت، بخشش، تمیز، عدالت، انصاف، توکل، حیثیت ساتنه، د ویرې او امید ترمنځ حالت ولری، د چارو تنظیم وړتیا، همت، حلم، غیرت، منځلاریتوب، طاعت او ورع او استغفار خصلتونه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *