لیکنه:عرفان الله حضرت زی

خوشحال خان خټک په (۱۰۲۲ هق) کال د ربیع الثاني  په میاشت کې زوکړی دي. خوشحال خان خټک ته دپلار او نیکه ورپاتې منصب او جاګیرونو د ساتلو لپاره د مغلو په پلوي توري و هلي،خو کله چې خوشحال بغېر له کوم جرمه د مغلو ښکار کېږي او په بند کې یې اچوي. په یوسفزیو پښتنو چې تل خان  د مغلو په اشاره یرغلونه کول،د پښتونولي په ننګ راپاڅېږي او  د خوشحال د کورنۍ نه ساتنه کوي.وروسته خوشحال هم په خپله خطا پوهېږی چې د یوسفزیو سره ما څه کول او دوي راسره څه وکړل. له څه مودې وروسته له بنده خلاصېږي ،خو له بنده وروسته یې د مغلو پر وړاندی  سخته کرکه په زړه کې پیداکېږي. هیره دې نه وي چې د خوشحال پخواني ملګري  او ملاتړ کونکي  د خوشحال په راخلاصولو کې هڅې کوي او خان خپل احسان من کوي.

له بند نه وروسته مغول او د هغه پلویان  يو ځل بیا خان ته د دوستي لاس اوږدوي او ځینې مرستې تری غواړي خو خوشحال بابا ترې انکار کوي.له دې نه وروسته خوشحال او د ده پلویانو دمغلو او بنګښو سره ځینې جکړي کوي او د مغلو په ضد خلک پاڅوي خو د مغلو په خلاف یې داسې کوم لوي اقدام ندی کړي(داسې کومه لویه جګړه یې ترمینځ نه ده شوي) زما په اند د دې کار یوه وجه داوه چې خوشحال ډېر احسان مونونکي وو،چې دا د یو ښه شخص ځانګړنه ده. کله چې ده د مغلو لپاره تورې وهلي  ده سره چې کوم نږدې ملګري وو او د ده سره یي مرستې کړي وي،چې ځینی یې مړه شوي وو او ځینې لا ژوندې وو،نو د همدغو ملګرو زامنو یا لمسیانو او یا خپله چې د مغلې پوځ مشري کوله نو همداسبب وو چې خوشحال خان ته د خپلو د تېرو ملګرو احسان او ملګرتوب  د ده مخی ته خنډ ګرځیدلي وو او ده نه غوښتل چې د دوي په خلاف کوم لوي اقدام وکړي.خوشحال  بابا سره که په یولاس کې توره وه په بل لاس کې ورسره قلم وو.

او نن موږ شاهیدان یو چې  څومره ګټور اثار یې مونږ ته پاتې دي حتی د بند پر وخت هم  پر کرار کښېنناست او کټور اثار یې ولیکل که د اثارو ځانګړنو ته یې راشو تر ټولو لویه ځانګړنه یې واقعت ویل وو،هغه که د خپلي کورنۍ په اړه وو که د بل چاپه اړه. د ځینو پوهانو په وینا که چیري مونږ د خان اثار د پښتو ادبیاتو نه لري کړو نو د پښتو ادبیات په نشت حساب دي. وروسته خوشحال بابا د خپلو زامنو سره هم د څه اختلافاتو له کبله ډېر زورېږي او بلاخیره په (۱۱۰۰ ه ق ) کال د ربیع الثاني په اته ویشتمه د جمعی په ورځ داته اویا(۷۸) کالو په عمر له سترو ملې ارمانونو او اوچتو ارادو سره  د کړاونو په یوه تورتم کې له دنیا نه سترګې پټې کړي.

روح دې ښاد وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *