خوشال خان خټک

څیړنوال مشواڼی دې خدای په عزت لري، د دستارنامې یو داسې متن یې برابر کړی دی چې چاپي تیروتنې یي خورا کمې دي. دې دستارنامې یو ځل بیا د خوشحال خټک له فکرونو سره د مشغولا نوی فرصت را په برخه کړ.

دستارنامه د ملک او ولس د مشر لپاره لازمې ځانګړنې بیانوي خو هغه درې خبرې چې زه یې له دستارنامې را اخلم، د لیکوال، شاعر او هنرمن له کار سره تعلق لري.

لوی ارواپوه زیګمند فرویید وایي چې هنري او ادبي اثر د خپل څښتن د روحي او عصبي ناکراریو رپورټ بللای شو. دی په دې نظر دی چې د لیکوال او شاعر اثر ممکن د خپل څښتن لپاره د درملو حیثیت ولري. دغه خبره چې فرویید یې د نوي علم په رڼا کې کوي، له زمانو راهیسې شاعرانو، لیکوالو او د هنر خاوندانو په مختلفو طریقو بیان کړې ده. په پښتو ادب کې یې یو مشهور مثال د رحمان بابا هغه بیت دی چې فرمایي:

دا دستور دی چې له درده زبیرګی خیژي

ګڼه څه و د رحمان له شاعرۍ

لوی عارف ابویزید بسطامي ویلي دي چې:« که مو غم زړه ته لاره وکړه، غنیمت یې ګڼئ، ځکه خلک د غم په مټ یو ځای ته رسیږي.»

خوشحال خټک ته په هندوستان کې، چې هورې یې د بند او پردیسي ترخې ورځې شپې تیرولې، د دستارنامې د لیکلو فکر ورپیدا شو. د دستارنامې په سریزه کې لولو:« په خاطر فاطر ورسېدل چې یوه موجزه مختصره رساله پښتو کړم انشا چې عبارت یې روان وي، قریب الفهمه وي… چې هم مې په دا فکر کې بالفعل دلګیري پرې رفع وي، هم په دا التیام کې ګوندې د چا نفع وي.»

غم او روحي دردونه خو به هر څوک اظهار کړي ، مګر دغه اظهار هغه وخت اررښتناک دی چې ټولنې ته ګټه پکې وي.

د دستارنامې د دریم هنر یعنې خوشنویسي د معرفي په وخت خوشحال خټک لیکي:« هر چه عالي فطرت دی، په هر هنر چې لاس ولګوي قصد به یې دا وي چې په دا هنر کې د بل تېر وي او که نه برابر وي، د چا نه کوز خو نه وي… حسد په هیڅ کار کې له چا سره نه بویه، ولې غبطه بویه.»

کله چې د بل چا د امتیازونو او نعمتونو د تباه کیدو ارزو کوو، دا حسادت دی خو چې ارزو کوو د بل غوندې مونږ هم نعمتونه او کمالونه ولرو، دا غبطه ده او په اخلاقي لحاظ عیب پکې نشته.

د دستارنامې په رااخیستل شویو جملو کې د لیکوال او هنرمن د ارواپوهنې، د علم، ادب او هنر د اجتماعي ارزښت او د هنر او ادب په کار کې د ادیب او هنرمن د ترقي په باره کې ډیرو بنیادي ټکو ته اشاره شوې ده.

زموږ ځینې شاعران او لیکوال یوازې د خپل زړه بړاس باسي او ټولنې ته ژمن نه دي. دوی که د لوستونکي او ټولنې خیر په نظر کې ونه نیسي، اثر به یې واقعي ارزښت پیدا نه کړي.

زموږ په ټولنه کې د داسې شاعرانو او لیکوالو شمیر هم کم نه دی چې د خلکو او ټولنې خیر غواړي خو د قلم او هنر په کار کې ځان ډیر نه ستومانه کوي او تر نورو مخکې کیدل ورته مهم هدف نه ښکاري. لکه څنګه چې خوشحال فرمایلي دي حسد او غبطه له یو بل بیل دي او دا بداخلاقي نه ده چې تر لویو ادیبانو مخکې کیدل مو په نیت کې وي.

هغوی چې لیکنې کوي خو په کیفیت پسې یې نه ګرځي، له ټولنې سکون اخلي او تاوان پیښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *