محمد اګبر کرګر-
د پښتنو په تاريخ اوفرهنگ كې لوى خوشحال يو داسې ځانگړى اوبې بديله شخصيت دى چې يوازې يې د خپل اولس دازادۍ له پاره مبارزه نه ده كړي، بلكې د پښتنو د معنوي احيا او ژوند له پاره كه د هغه هڅې د تاريخ له پاڼو وويستل شې نو نږدي هېڅ نه پاتې كيږي. دخوشحال يو بل ستر ارزښت دسياسي مبارزو سربېره دادې چې ديو پراخ اوورين ذهن خاوند دى اوكه د نړۍ د معاصرو روښانفكرې وتلو څيرو سره پرتله شي نو ويل كيداى شي چې علامه اقبال په ناحقه هغه د((حكيم افغانيان)) په نوم نه يادوي.
خوشحال له مسايلو سره په تدبر او زيركۍ چلند كوي. دخوشحال ستر ارزښت په دې كې هم دى، چې د يو وتلي روښانفكر په توگه هغه په خپله سهوې اواشتباه باندي په اعتراف سره وروستيو نسلونو ته دمعقوليت اومنطقيت يو درس وركوي. هغه ديوه سردار، قومي مشر، عالم اومفكر په توگه دا زړورتيا درلوده چې اعتراف وكړي اوپه خپل ژوند كې دخپل شخصيت كمال اوجمال وښیي.
د مغل نمك مې وخوړ شپږ پيړۍ
ما د زرو پكې روغې كړې پيړۍ
سل رعيت مې يوسفزيه درست خټك و
په عزت اوپه حرمت كې مې څه شك و
د مغل له پاره ما تورې وهلې
پښتنو به راته كړې ډيرې ښكنځلې
كه وركزيه كه بنگښ اوكه يوسف دي
دوى همه زما دتيغ په تاسف دي
پښتانه مې په زرگونو دې وژلي
په سرو وينو به يې خره غوايي لښلي
لا تراوسه دسرونو يې انبار دى
په اټك په پيښور كې يې منار دى
په دوران داورنگ زيب پاچا په بند شوم
بې تقصيره بې گناه دردمند شوم
درې څلور كاله په بند داورنگزيب شوم
خداى چې خلاص كړم انتقاد ته نا شكيب شوم
نن دواړو پښتنو په ننگ ولاړ يم
داچې هسې په هر در، هر درنگ ولاړ يم
چې پښتون شوم په داهسې سپينه ږيره
نور مې خداى مه كړه مغل، وايم په ځيره
دا پوهيږم چې مغل لره كه ورشم
تراوله به زه لا په چار بهتر شم
مخامخ به يو څو ورځې ښه نمانځه شم
پس شاه به حرام خور كيدى ښكانځه شم
په ورتله به بيا خدمت را څخه غواړي
پښتانه چې سره وژنو ديو پرې وياړې
د خوشحال مذهبي او ديني پوهه:
دخوشحال بابا له اشعارو اواثارو جوته ده چې نوموړې د وخت په علومو اوعلمي معلوماتو پوره لاسبرى درلود. داسې جوتيږي چې هغه دځوانۍ پر مهال په خپل كور اوله كوره بهر د جيدو استادانو څخه زده كړه كړې ده. نه يوازې دكلام په علم بلكې په ديني، فقهي اونورو علومويې پوره تسلط درلود. په دستار نامه كې يادونه شويده چې:
((زموږ استاد شاه اويس صديقي ملتاني ډير بزرگ متبرك سړى و، د علومو ظاهري اوباطني بهره ور وه…..))
سرمحقق زلمي هيوادمل د پريشان خټك په حواله كښلي دي چې:(( د ځينو خلكو دا خيال دى چې خان په ملتان كې هم درس ويلى دى خو ځيني بيا وايي كيداى شي چې شاه اويس ملتاني په پيښور كې تدريس كاوه، ځكه چې پيښور هم دديني علومو مركز و.))
(ننگيالي د زماني) د اثر مولف (هیوادمل) داستاد حبيبي په قول ليكلي دي: ((خوشحال خان په كوچنيوالي كې دخپلې زماني مروج علوم ټول ويلي وو. دده له كلامه ښه ښكاره كيږي چې ده داسلامي علوم لكه: فقه ٬ حديث شريف اونور عقلي اوفلسفي علوم، لكه: منطق، حكمت اوادبي علمونه، د فصاحت اوبلاغت اصول، لكه: معاني، بيان، عروض، قافيه او نور ټول ويلي اوعالم و. ))
داسې هم جوته شوې ده چې هغه د شاه جهان اوجهانگير پادشاه دوختونو ډير مشهور عالم مولانا عبدالحكيم سيالكوټي (۱۰۶۷) هـ ق مړ دى، څخه هم زده كړه كړې وه.
د خوشحال د روښانتيا اوفرهنگې بډايينې كار ترهر څه ستر اولوى دى. هغه په وروسته پاتې قبيلوي ټولنه كې پښتنو ته دنوې اوسالم ژوندانه اصول ورمعرفي كړل. دهغه يو روښانفكرانه كار دا هم دې چې د وخت د خرافاتي پيرانو سره اوهمدارنگه دوخت دناپوه اوپه پرديو پلورل شويو ملايانو سره كلكه مبارزه كوي اودخلكو په عام محضركې د هغو ماهيت په مذهبي اواسلامي استدلال اومنطق سره بربنډوي.
د وخت ټولنيز حالت:
لوى خوشحال په خپله دسوات نامې په مثنوي كې دسوات پښتنې معاشره ديوه ازاد انتقاد لاندي نيسى. اوپه هغو ناوړه رواجونو او دودونو نيوكه كوي چې خلك دهغو د درانده بار لاندي ساه باسي.
استاد روهي دغه اثر په ابتكاري توگه تحليل اوڅيړلى دى اوديوه ټولنپوهنيز تحليل په ترڅ كې دخوشحال روښانفكرانه هڅې په دې ډول را ارزوي :
خوشحال زيارباسي چې په پښتنو كې د ملي يووالي مفكوره ايجاد كړي. اودهغو قبيلوي اوطايفوي ذهنيتونه اصلاح كړي . دخلكو دفرهنگ سطحه لوړه كړي. دخرافاتو اوناپوهو تش په نامه عالمانو نفوذ را لږ كړي. شخصى گټې د ټولنيزو گټو لوړي ونه بلل شي. خلك بايد هغه دودونه اورواجونه چې اقتصاد ته زيان رسوي پريږدي. خلك بايد دبډو، فساد اوبې عدالتۍ په وړاندې مبارزه وكړي. پښتانه بايد د ښځو حقونه وپيژني اوهغو ته په درنه سترگه وگوري. دغلامانو پلورل بد وگڼل شي دكسبونو اوهنرونو زده كړه عامه شي.
له دې ټكو جوتيږي چې خوشحال په دې برخه كي ديوه پراخ ذهنيت خاوند اوپه يوه وروسته پاتې ټولنه كې يو څرگند اصلاح غوښتونكى دى. لاندې اوږود نظم دخوشحال دعالي ايديالونو ښه نماينده گي كوي اوپه دې ترڅ كې هغه ديو روحاني اوعالم شخصيت په توگه دگمراه اودين دوښمنه اوپه پرديو پلورل شويو پيرانو اوملايانو ضد مشر و:
ما دسوات دعالم ښه ننداره وكړه
دهر هر فريق مې پټه ښكاره وكړه
خو په خوله كلمه لولي مسلمان دي
په وعدو په عهد قول بې ايمان دي
دلږ سود دلږ بهبود دلږ مقصود دي
په اندك له تا خوشنود هم ناخوشنود دي
دخپل سود له پاره گرمه ياري كاندي
چې يې سود نه وي، بې شرمه ياري كاندي
يا يې شيخ ملا په مكر په افسون خوري
يا يې مال په خپل پردي مگر خاتون خوري
سيوايي، بډي ولور چې لوڼه پلوري
په دا څو توكه كې غرق دي مخ توري
زر روپۍ به دې نقصان كا په روپۍ
اواره كا درسته غوا دغوا په پۍ
كه په كور كې خزانې لري دزرو
بيا خواړه خوري په شړشمو په ډنبرو
دادب په كار كې هسې ناهموار دي
كشر مشر توروسپين په يوه شمار دي
كور په كور گوندي گوندي اوبد نيتۍ
بيهوده له ځانه خوښ، بې بركتۍ
مخامخ يې نور څه نشته بې اقراره
پسې شا ه يې نورڅه نشته بې انكاره
پول پيسه پكې دواړو دين مذهب ده
انديشه يې خو دسيم اودذهب ده
كه يوه پيسه په څه انواع دوه كيږي
هم هغه كا، هيڅ په بله نه پوهيږي
كه مظلوم چيرې ملك وته داد خواه شي
چې يوه روپۍ بل وركا، روى سياه شي
په هر كار كې ناهموار نا فهميده دي
ناديده دي ناديده دي، ناديده دي
په كې نشته ميوه دارې باغي ونې
همگي دغره پلوسې دي يا غني
دبابا دمال يوازى ميراث خور دى
نه په ترور دى نه په مور دى، نه په خور دى
چې دورور يې جنازه په گور كې كښيوزي
كه رضا كه بې رضا په ورندار پريووزي
له قاتله ځان غلط كا په قصاص كې
دمقتول په ځاى بل ووژني په خاص كې
هر ملا په دا صحبت ورسره مل وي
په ثنا ديوسفزيه وي كه غل وي
كه پاليز دخټكيو څوك ودان كا
پخيدو ته يې پري نږدي اوم يې وران كا
كه په مكر څوك خپل ځان پكې طبيب كا
څوك به نه وي چې ښكاره دده تكذيب كا
د پيراو مرشد په اړوند:
په دې برخه كې خوشحال د فساد پر ضد جنډه پورته كوي. مغلي واكمنانو په پښتنو باندې ددين اومذهب په بهانه پنجه ښخوله. اوله دې لاري يې غوښتل چې بى سوادي اوبې علمي په پښتنو حاكمه وي چې هغوی وكړای شي، هم د ملايانو څخه دجواسيسو په توگه اوهم د ډنډورچيانو په توگه كار واخلي.
څوك په پير اوپه مرشد څه لره وياړي
خپل مراد دې همگي له علمه غواړي
شكر دا چې په دا وقت عالمان ډير دي
مدعي شيخان كه هم ترشماره ډير دي
خداى دې ما دمدعي شيخانو ژغوري
تل دما وي عالمان دسترگو توري
هر عالم چې رباني دى ترې ځاريږم
نفساني وته غليم غوندې ښكاريږم
چې په علم عمل جوړ دي رباني دي
بې عمله علم واړه شيطاني دى
نيم ملا بلا ددين اودايمان دى
نيم طبيب خطر دتن دى هم دځان دى
مدعي ملا كه ډير علم حاصل كا
دى چې علم په دنيا پلوري ٬باطل كا
چې په زړه كې يې ذره ددونيا عشق دى
ددرويش درويشي نشته واړه فسق دى
خوشحال، درويزه اوميان نور:
دخوشحال بابا په لومړيو اثارو كې د درويزه دومره بد انځور نه دى ويستل شوى، خو كله چې هغه د مغلو سره په مخالفت كې لويږي، نو د پيښو ماضې ته ورستنيږي اوپه هغه كې د روښان او درويزه جاج اخلي:
يو كتاب دى درويزه سره جوړ كړی
چې د سوات خلك يې له علمه دي موړ كړي
نامعقول مجهول بيان په كې بې ځايه
پكې بد د سيد وايه يزيد ستايه
كله چې خوشحال په سوات كې استوگن و، هلته يوه ناوړه پيښه رامنځ ته شوه چې دهغې په وجه دحكومت دايجنټانو له خوا دخوشحال پر خلاف دپروپاگنډې كولو موقع ترلاسه شوه ٬ چې دلښكرو په راټولولو يې ناوړه اغيزه وكړه. پښتون عالم اوفاضل شخصيت دوست محمدخان كامل صاحب ليكي:
د سوات خلكو چې اخوند درويزه ته چې داكبر پاچا هم عصر و او د پير سيد علي ترمذي مريد و، ډير زيات درناوى اواحترام كاوه اودهغه پر كتاب مخزن الاسلام يې ډيره عقيده درلودله. دخوشحال خان له نظره دكربلا دپيښو اوله اهل بيتو (عليهم ) سره دحب اومينې په اړوند داخوند درويزه خيالات داعتراض وړ و، لكه چې خوشحال خان يوه ورځ په ښكاره ډول پر اخوند درويزه اودهغه پر تصنيف سخت تنقيدونه وكړل، هغه وخت چې شيخ ميانور د يوسف زيو يو پير و، خبر شو اوپه پټه يې له مغلو سره يو ځاى دهيواد پالونكيو پر خلاف سازش كړى و، نو يوه اندازه اخون درويزه ته د عقيدت او يوه اندازه هم د حكومت د تالي څټو په وجه يې دخوشحال خان پر خلاف خلك راپورته كړل. اوخوشحال خان يې په ټول سوات كې د رافضي اوكافر په نامه مشهور كړ اوحالاتو تر دې اندازې پورې نازكه بڼه غوره كړه، چې ديوه اوبل ترمنځ دشخړو انديښنه رامنځ ته شوه. كه چيرې خوشحال خان ته كوم زيان رسيدلي واى اويا هغه ته سپكاوى شوى واى نو دهغې نتيجه به يوازې له خټكو، مومندو، اپريدو اوشينوارو سره ديوسف زيو دښمني نه واى بلكې له ټولو يوسفزيو سره دخوشحال خان له دوښمنۍ سره مترادفه وه چې هغه ته يې دسوات د راتللو بلنه وركړې وه اوڅوك چې دده پلويان وو، په داسې حالاتو كې له خوشحال خان څخه دهغه دخپلوانو ملاتړ هم له امكان څخه ليرې نه و. په دغه وخت كې ديوسف زيو مشرانو ملك سنگر، ميا خان او مانكي خوشحال ته دلنگر خټك كلي ته ورغلل، چې تر بحث لاندي پيښو كې هغه هلته استوگنه درلوده.
كامل صاحب ليكي چې خوشحال خان دتوت تر يوې ونې لاندې استراحت كاوه، دغو ملكانو هغه له خوبه راپورته كړ اوپه خندا سره يې ورته وويل ٬ چې په ټول سوات كې شور او زوږ رامنځته شوى دى اوته ويده يې نور نو څه فكر اوانديښنه نشته. بيا هغوی خوشحال خان ته وويل چې د قوم د مشرانو په توگه دهغوی فرض دادى چې هغوی دې ددواړو ډلو ترمنځ فساد نه جوړوي، يا خو ته داخوند درويزه كتاب ومنه اويا دشيخ ميا نور داعتراضاتو ځواب وركړه. خوشحال خان داخوند درويزه له كتاب څخه په صاف ډول انكار وكړ اوپه نتيجه كې دشيخ ميا نور چې دخوشحال خان دوينا سره سم يو نيمچه ملا و اوخوشحال خان تر منځ مناظره وشوه چې په دغه مناظره كې يې شيخ ميا نور ته سخته ماتې وركړه اوخلكو ددواړو ترمنځ روغه جوړه وكړه. خوشحال خان له شيخ ميا نور څخه دا غوښتنه هم وكړه چې هغه دې په راتلونكې كې دمغلو سره سازش نه كوي. كه څه هم په ظاهر كې شيخ ميا نور له مغلو سره دليكونو دنه استولو ژمنه وكړه، خو هغه ښه نيت نه درلود. اوپه پټه اوپرده كې دريښو په ځغلولو بوخت و.
خوشحال په دى قصيده كې دنيمچه اوټگمارو ملايانو هجوه كوي په دې ډول:
چې دكنز دقدوري شې ځان ملا كا
هر حلال، حرام په ځان باندې روا كا
نه دكنز په دقيقو څه خبر شوي
نه په مخ دقدوري مبصر شوي
كتابونه په سر كيږدې ځان ملا كا
په هر كلي مالت گرځي ټگي غلا كا
كښينې شرعه پريكوي په رشوتونو
ځان قاضي كا په غلط رواېتونو
وهر چاته مسلى دسخاوت كا
خپله خونه ډكوي بله غارت كا
په مسجد راځي پنځه وخته اذان كا
چې ذكات سرسايه نه وي مسجد وران كا
دميراث مالونه خوري له ظالمانو
نوم په ځان باندې كيږدي دعالمانو
په داهسې علم برند كيني ملا شي
وعالم ته ميراث خور دانبيا شي
نه يې كښل زده نه لوستل زده تل ټگل كا
تعويذونه وركوي په دروغ كښل كا
په ناروغ يې خوښي لا زياته تر روغه
څښت، تعويذ، دعا، هيكل كې په دروغه
لا رنځور غريب صحت نه وي موندلى
چې اخوند وي اخيستو ته ورنيولى
كه په وركړه كې څه درنگ څه خو تعطيل وي
په غوغا په شورشر يې قال وقيل وي
چې زما په خلكو قدر قيمت نشته
درنځور مې بې تعويذه صحت نشته
چې رنځور له رنځه روغ شي راته شا كا
نور به بيا دچا تعويذ زما بلا كا
داچې زر هسې ناسازې كا اغازې
خپل مقصود مطلب حاصل كا په ناسازې
وايي موږ ته چې نظر دسترگو سپك كا
خپل ايمان به په دادومره چارو ورك كا
په دا عام وگړي هسې هيبت كيږدي
چې ددوى په رضا ځي هر څه به پريږدي
مريدي يې په كلا په شجره ده
كه پيري مريدي داده مسخره ده
په دې ډول په سرسري اوځغلند نظر سره وينو چې خوشحال ديو ازادې پرست اوروښانه اندي په توگه كله چې دپرديو سره په مخالفت كې واقع كيږي نو ددين اووطن دوښمنان ورته ښه ترا په ډاگه كيږي. دهغه مخالفت دتالي څټو اومزدورو ملايانو اودفاسدو پيرانو سره داعتقاد له مخې نه و بلكې داسلامي احكامو شريعت اوباندې دهغو دنه پوهې له كبله و چې غوښتل يې خلك په تورتم كې وساتي. اودمغلو دحكمرانانو له پاره دحكومت زمينه برابره كړي. همدارنگه هغوی تردې اندازې پورې له اسلامي مسايلو اوتاريخ نه ناخبره و چې يزيد ته يې په امامينو ترجيح وركوله. خو شحال باباله همدې امله له هغو سره په مخالفت كې واقع كيږي اودپرديو نوكران خلكو ته رسوا كوي.
محمد اګبر کرګر
د پښتنو په تاريخ اوفرهنگ كې لوى خوشحال يو داسې ځانگړى اوبې بديله شخصيت دى چې يوازې يې د خپل اولس دازادۍ له پاره مبارزه نه ده كړي، بلكې د پښتنو د معنوي احيا او ژوند له پاره كه د هغه هڅې د تاريخ له پاڼو وويستل شې نو نږدي هېڅ نه پاتې كيږي. دخوشحال يو بل ستر ارزښت دسياسي مبارزو سربېره دادې چې ديو پراخ اوورين ذهن خاوند دى اوكه د نړۍ د معاصرو روښانفكرې وتلو څيرو سره پرتله شي نو ويل كيداى شي چې علامه اقبال په ناحقه هغه د((حكيم افغانيان)) په نوم نه يادوي.
خوشحال له مسايلو سره په تدبر او زيركۍ چلند كوي. دخوشحال ستر ارزښت په دې كې هم دى، چې د يو وتلي روښانفكر په توگه هغه په خپله سهوې اواشتباه باندي په اعتراف سره وروستيو نسلونو ته دمعقوليت اومنطقيت يو درس وركوي. هغه ديوه سردار، قومي مشر، عالم اومفكر په توگه دا زړورتيا درلوده چې اعتراف وكړي اوپه خپل ژوند كې دخپل شخصيت كمال اوجمال وښیي.
د مغل نمك مې وخوړ شپږ پيړۍ
ما د زرو پكې روغې كړې پيړۍ
سل رعيت مې يوسفزيه درست خټك و
په عزت اوپه حرمت كې مې څه شك و
د مغل له پاره ما تورې وهلې
پښتنو به راته كړې ډيرې ښكنځلې
كه وركزيه كه بنگښ اوكه يوسف دي
دوى همه زما دتيغ په تاسف دي
پښتانه مې په زرگونو دې وژلي
په سرو وينو به يې خره غوايي لښلي
لا تراوسه دسرونو يې انبار دى
په اټك په پيښور كې يې منار دى
په دوران داورنگ زيب پاچا په بند شوم
بې تقصيره بې گناه دردمند شوم
درې څلور كاله په بند داورنگزيب شوم
خداى چې خلاص كړم انتقاد ته نا شكيب شوم
نن دواړو پښتنو په ننگ ولاړ يم
داچې هسې په هر در، هر درنگ ولاړ يم
چې پښتون شوم په داهسې سپينه ږيره
نور مې خداى مه كړه مغل، وايم په ځيره
دا پوهيږم چې مغل لره كه ورشم
تراوله به زه لا په چار بهتر شم
مخامخ به يو څو ورځې ښه نمانځه شم
پس شاه به حرام خور كيدى ښكانځه شم
په ورتله به بيا خدمت را څخه غواړي
پښتانه چې سره وژنو ديو پرې وياړې
د خوشحال مذهبي او ديني پوهه:
دخوشحال بابا له اشعارو اواثارو جوته ده چې نوموړې د وخت په علومو اوعلمي معلوماتو پوره لاسبرى درلود. داسې جوتيږي چې هغه دځوانۍ پر مهال په خپل كور اوله كوره بهر د جيدو استادانو څخه زده كړه كړې ده. نه يوازې دكلام په علم بلكې په ديني، فقهي اونورو علومويې پوره تسلط درلود. په دستار نامه كې يادونه شويده چې:
((زموږ استاد شاه اويس صديقي ملتاني ډير بزرگ متبرك سړى و، د علومو ظاهري اوباطني بهره ور وه…..))
سرمحقق زلمي هيوادمل د پريشان خټك په حواله كښلي دي چې:(( د ځينو خلكو دا خيال دى چې خان په ملتان كې هم درس ويلى دى خو ځيني بيا وايي كيداى شي چې شاه اويس ملتاني په پيښور كې تدريس كاوه، ځكه چې پيښور هم دديني علومو مركز و.))
(ننگيالي د زماني) د اثر مولف (هیوادمل) داستاد حبيبي په قول ليكلي دي: ((خوشحال خان په كوچنيوالي كې دخپلې زماني مروج علوم ټول ويلي وو. دده له كلامه ښه ښكاره كيږي چې ده داسلامي علوم لكه: فقه ٬ حديث شريف اونور عقلي اوفلسفي علوم، لكه: منطق، حكمت اوادبي علمونه، د فصاحت اوبلاغت اصول، لكه: معاني، بيان، عروض، قافيه او نور ټول ويلي اوعالم و. ))
داسې هم جوته شوې ده چې هغه د شاه جهان اوجهانگير پادشاه دوختونو ډير مشهور عالم مولانا عبدالحكيم سيالكوټي (۱۰۶۷) هـ ق مړ دى، څخه هم زده كړه كړې وه.
د خوشحال د روښانتيا اوفرهنگې بډايينې كار ترهر څه ستر اولوى دى. هغه په وروسته پاتې قبيلوي ټولنه كې پښتنو ته دنوې اوسالم ژوندانه اصول ورمعرفي كړل. دهغه يو روښانفكرانه كار دا هم دې چې د وخت د خرافاتي پيرانو سره اوهمدارنگه دوخت دناپوه اوپه پرديو پلورل شويو ملايانو سره كلكه مبارزه كوي اودخلكو په عام محضركې د هغو ماهيت په مذهبي اواسلامي استدلال اومنطق سره بربنډوي.
د وخت ټولنيز حالت:
لوى خوشحال په خپله دسوات نامې په مثنوي كې دسوات پښتنې معاشره ديوه ازاد انتقاد لاندي نيسى. اوپه هغو ناوړه رواجونو او دودونو نيوكه كوي چې خلك دهغو د درانده بار لاندي ساه باسي.
استاد روهي دغه اثر په ابتكاري توگه تحليل اوڅيړلى دى اوديوه ټولنپوهنيز تحليل په ترڅ كې دخوشحال روښانفكرانه هڅې په دې ډول را ارزوي :
خوشحال زيارباسي چې په پښتنو كې د ملي يووالي مفكوره ايجاد كړي. اودهغو قبيلوي اوطايفوي ذهنيتونه اصلاح كړي . دخلكو دفرهنگ سطحه لوړه كړي. دخرافاتو اوناپوهو تش په نامه عالمانو نفوذ را لږ كړي. شخصى گټې د ټولنيزو گټو لوړي ونه بلل شي. خلك بايد هغه دودونه اورواجونه چې اقتصاد ته زيان رسوي پريږدي. خلك بايد دبډو، فساد اوبې عدالتۍ په وړاندې مبارزه وكړي. پښتانه بايد د ښځو حقونه وپيژني اوهغو ته په درنه سترگه وگوري. دغلامانو پلورل بد وگڼل شي دكسبونو اوهنرونو زده كړه عامه شي.
له دې ټكو جوتيږي چې خوشحال په دې برخه كي ديوه پراخ ذهنيت خاوند اوپه يوه وروسته پاتې ټولنه كې يو څرگند اصلاح غوښتونكى دى. لاندې اوږود نظم دخوشحال دعالي ايديالونو ښه نماينده گي كوي اوپه دې ترڅ كې هغه ديو روحاني اوعالم شخصيت په توگه دگمراه اودين دوښمنه اوپه پرديو پلورل شويو پيرانو اوملايانو ضد مشر و:
ما دسوات دعالم ښه ننداره وكړه
دهر هر فريق مې پټه ښكاره وكړه
خو په خوله كلمه لولي مسلمان دي
په وعدو په عهد قول بې ايمان دي
دلږ سود دلږ بهبود دلږ مقصود دي
په اندك له تا خوشنود هم ناخوشنود دي
دخپل سود له پاره گرمه ياري كاندي
چې يې سود نه وي، بې شرمه ياري كاندي
يا يې شيخ ملا په مكر په افسون خوري
يا يې مال په خپل پردي مگر خاتون خوري
سيوايي، بډي ولور چې لوڼه پلوري
په دا څو توكه كې غرق دي مخ توري
زر روپۍ به دې نقصان كا په روپۍ
اواره كا درسته غوا دغوا په پۍ
كه په كور كې خزانې لري دزرو
بيا خواړه خوري په شړشمو په ډنبرو
دادب په كار كې هسې ناهموار دي
كشر مشر توروسپين په يوه شمار دي
كور په كور گوندي گوندي اوبد نيتۍ
بيهوده له ځانه خوښ، بې بركتۍ
مخامخ يې نور څه نشته بې اقراره
پسې شا ه يې نورڅه نشته بې انكاره
پول پيسه پكې دواړو دين مذهب ده
انديشه يې خو دسيم اودذهب ده
كه يوه پيسه په څه انواع دوه كيږي
هم هغه كا، هيڅ په بله نه پوهيږي
كه مظلوم چيرې ملك وته داد خواه شي
چې يوه روپۍ بل وركا، روى سياه شي
په هر كار كې ناهموار نا فهميده دي
ناديده دي ناديده دي، ناديده دي
په كې نشته ميوه دارې باغي ونې
همگي دغره پلوسې دي يا غني
دبابا دمال يوازى ميراث خور دى
نه په ترور دى نه په مور دى، نه په خور دى
چې دورور يې جنازه په گور كې كښيوزي
كه رضا كه بې رضا په ورندار پريووزي
له قاتله ځان غلط كا په قصاص كې
دمقتول په ځاى بل ووژني په خاص كې
هر ملا په دا صحبت ورسره مل وي
په ثنا ديوسفزيه وي كه غل وي
كه پاليز دخټكيو څوك ودان كا
پخيدو ته يې پري نږدي اوم يې وران كا
كه په مكر څوك خپل ځان پكې طبيب كا
څوك به نه وي چې ښكاره دده تكذيب كا
د پيراو مرشد په اړوند:
په دې برخه كې خوشحال د فساد پر ضد جنډه پورته كوي. مغلي واكمنانو په پښتنو باندې ددين اومذهب په بهانه پنجه ښخوله. اوله دې لاري يې غوښتل چې بى سوادي اوبې علمي په پښتنو حاكمه وي چې هغوی وكړای شي، هم د ملايانو څخه دجواسيسو په توگه اوهم د ډنډورچيانو په توگه كار واخلي.
څوك په پير اوپه مرشد څه لره وياړي
خپل مراد دې همگي له علمه غواړي
شكر دا چې په دا وقت عالمان ډير دي
مدعي شيخان كه هم ترشماره ډير دي
خداى دې ما دمدعي شيخانو ژغوري
تل دما وي عالمان دسترگو توري
هر عالم چې رباني دى ترې ځاريږم
نفساني وته غليم غوندې ښكاريږم
چې په علم عمل جوړ دي رباني دي
بې عمله علم واړه شيطاني دى
نيم ملا بلا ددين اودايمان دى
نيم طبيب خطر دتن دى هم دځان دى
مدعي ملا كه ډير علم حاصل كا
دى چې علم په دنيا پلوري ٬باطل كا
چې په زړه كې يې ذره ددونيا عشق دى
ددرويش درويشي نشته واړه فسق دى
خوشحال، درويزه اوميان نور:
دخوشحال بابا په لومړيو اثارو كې د درويزه دومره بد انځور نه دى ويستل شوى، خو كله چې هغه د مغلو سره په مخالفت كې لويږي، نو د پيښو ماضې ته ورستنيږي اوپه هغه كې د روښان او درويزه جاج اخلي:
يو كتاب دى درويزه سره جوړ كړی
چې د سوات خلك يې له علمه دي موړ كړي
نامعقول مجهول بيان په كې بې ځايه
پكې بد د سيد وايه يزيد ستايه
كله چې خوشحال په سوات كې استوگن و، هلته يوه ناوړه پيښه رامنځ ته شوه چې دهغې په وجه دحكومت دايجنټانو له خوا دخوشحال پر خلاف دپروپاگنډې كولو موقع ترلاسه شوه ٬ چې دلښكرو په راټولولو يې ناوړه اغيزه وكړه. پښتون عالم اوفاضل شخصيت دوست محمدخان كامل صاحب ليكي:
د سوات خلكو چې اخوند درويزه ته چې داكبر پاچا هم عصر و او د پير سيد علي ترمذي مريد و، ډير زيات درناوى اواحترام كاوه اودهغه پر كتاب مخزن الاسلام يې ډيره عقيده درلودله. دخوشحال خان له نظره دكربلا دپيښو اوله اهل بيتو (عليهم ) سره دحب اومينې په اړوند داخوند درويزه خيالات داعتراض وړ و، لكه چې خوشحال خان يوه ورځ په ښكاره ډول پر اخوند درويزه اودهغه پر تصنيف سخت تنقيدونه وكړل، هغه وخت چې شيخ ميانور د يوسف زيو يو پير و، خبر شو اوپه پټه يې له مغلو سره يو ځاى دهيواد پالونكيو پر خلاف سازش كړى و، نو يوه اندازه اخون درويزه ته د عقيدت او يوه اندازه هم د حكومت د تالي څټو په وجه يې دخوشحال خان پر خلاف خلك راپورته كړل. اوخوشحال خان يې په ټول سوات كې د رافضي اوكافر په نامه مشهور كړ اوحالاتو تر دې اندازې پورې نازكه بڼه غوره كړه، چې ديوه اوبل ترمنځ دشخړو انديښنه رامنځ ته شوه. كه چيرې خوشحال خان ته كوم زيان رسيدلي واى اويا هغه ته سپكاوى شوى واى نو دهغې نتيجه به يوازې له خټكو، مومندو، اپريدو اوشينوارو سره ديوسف زيو دښمني نه واى بلكې له ټولو يوسفزيو سره دخوشحال خان له دوښمنۍ سره مترادفه وه چې هغه ته يې دسوات د راتللو بلنه وركړې وه اوڅوك چې دده پلويان وو، په داسې حالاتو كې له خوشحال خان څخه دهغه دخپلوانو ملاتړ هم له امكان څخه ليرې نه و. په دغه وخت كې ديوسف زيو مشرانو ملك سنگر، ميا خان او مانكي خوشحال ته دلنگر خټك كلي ته ورغلل، چې تر بحث لاندي پيښو كې هغه هلته استوگنه درلوده.
كامل صاحب ليكي چې خوشحال خان دتوت تر يوې ونې لاندې استراحت كاوه، دغو ملكانو هغه له خوبه راپورته كړ اوپه خندا سره يې ورته وويل ٬ چې په ټول سوات كې شور او زوږ رامنځته شوى دى اوته ويده يې نور نو څه فكر اوانديښنه نشته. بيا هغوی خوشحال خان ته وويل چې د قوم د مشرانو په توگه دهغوی فرض دادى چې هغوی دې ددواړو ډلو ترمنځ فساد نه جوړوي، يا خو ته داخوند درويزه كتاب ومنه اويا دشيخ ميا نور داعتراضاتو ځواب وركړه. خوشحال خان داخوند درويزه له كتاب څخه په صاف ډول انكار وكړ اوپه نتيجه كې دشيخ ميا نور چې دخوشحال خان دوينا سره سم يو نيمچه ملا و اوخوشحال خان تر منځ مناظره وشوه چې په دغه مناظره كې يې شيخ ميا نور ته سخته ماتې وركړه اوخلكو ددواړو ترمنځ روغه جوړه وكړه.
خوشحال خان له شيخ ميا نور څخه دا غوښتنه هم وكړه چې هغه دې په راتلونكې كې دمغلو سره سازش نه كوي. كه څه هم په ظاهر كې شيخ ميا نور له مغلو سره دليكونو دنه استولو ژمنه وكړه، خو هغه ښه نيت نه درلود. اوپه پټه اوپرده كې دريښو په ځغلولو بوخت و.