د افغــــان په ننــــــګ مې وتــــړله تـــــــوره

ننګــــیالی د زمـــــانې خــــوشحال خټک یم

خوشحال خان خټک د شهباز خان زوی د یحیی خان لمسی د ملک اکوړي کړوسی چې ملک اکوړی بیا د ملک درویش محمد(چې په چنجو مشهور و) زوی دی، او خوشحال خان په ۱۰۲۲ ل ل کال په اکوړه خټک کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي دي.

     پښتانه یې په خپله میړنۍ توره را ویښ کړل او مغلو د ظلم او زیاتې څخه یې وژغورل ، نوموړي نه یوازې چې پښتانه یې په هسکه توره را ژوندي کړل بلکې پښتو ادب یې هم د قلم په نوکه وځلوه چې پخوا تر ده داسې چا نه وه ځلولی د درې سوه څخه زیات اثار یې پښتو ادب ته په میراث پریښودل چې له بده مرغه یو څو یې د زمانې له تورو تاړاکونو څخه را پاتې دي چې هغه هم د پښتو ادب ویاړ بلل کیږي.

خوشال په اثارو کې د هغه یو پڼ دېوان هم راپاتې ،چې د وینا د څلور سوه زره بیتونو څخه زیات بیتونه یې درلودل ، نوموړي خورا زیات په دېوان کې ځای ځای د توره او قلم یادونه کړې ، چې زه به دا خپله لیکنه د خوشال په دغه لاندې بیت آریزه(اصلي) سکالو (موضوع ) راوګرځوم.

کـــــــه سخـــــا ده او کـــــــه توره کـــــه خامه ده

پــــــه دا درې تـــــــوګه زمــــا تــــــلــلې نامه ده

     خوشحال خان خټک په خپله په دې ګویا دی چې په سخا، توره او خامه کې زما نوم وتلی دی او څوک ما ته نه رسي او توره یې د سخا او خامې سره په یوه لیکه کې راوستې ده، نوموړی یو بل ځای لومړی خپل ځان تورزن بولي او بیا خپل نیکه یحیی خان د تورې سلطان ګڼي او وایي چې په توره پاچا شوی دی ، په لاندې بیتونو همدا خبره کوي.

د هجــــــرت زر دوه ویشــــــت ســـن و     چـــــــې زه راغـــــــــــلم په جهــــــــان

زه خوشحال د شهــــــباز خـــــــان یــــم     چې تــــورزن یـــــــم کــــان په کــــــان

شهـــــــباز خان د یــــحیــــی خـــــــان و     چـــې بــــــل نــه و هســـــــې ځـــــــوان

یحیـــــــــــی خـــــــان د اکــــــــــوړي و     چې په تــــــــوره شـــــــو ســــــلطـــــان

2خوشحال خان خټک د پښتون قوم د بیا را ژوندي کولو لپاره د الله (ج) له لوري لویه ورکړه ده. دې د پښتو ادب د دوهمې دورې د دویم پړاو هغه اتل دی، چې هم یې په توره او هم یې په قلم پښتانه د نړۍ پر مخ وځلول، د د خپلې تورې او قلم کار یوازې د الله (ج) د رضا لپاره خپل قوم ته په شعوري ډول وقف کړ نه یوازې د خپل نیکه په شان د تورې سلطان و بلکې د تورې تر څنګ یې قلم هم تند چلولی دی، نو ځکه یې دا احساس د بې احساسه پښتنو پر بنسټ را اوچت شوی او بې اختیاره یې له خولې دا ناره وتې:

زه یې چا لـــــــــره وهم قدر یې چا زده

په اور وسیزه دا تـــــــورې قلمــــــونه

دا پورته راوړل شوی بیت د خوشحال خان خټک د یوې بوللې (د بې ننګه پښتنو نه ګیله)

   څخه مې راوړی په دې بیت که ګورو خوشال د خپلو پښتنو نه څومره ګیله من ښکاري او وایي چې دا تورې او قلمونه مې دې په اور وسیزي، چې زه پرې د پښتانه د مغلو له غلامۍ را ژغورم او دوې یې په قدر نه پوهیږي .

   او همدارنګه خوشال خان بابا توره او قلم دواړه د یوه مقصد لپاره کاروي، او د سړي ذهن ته دا رسوي چې نوموړی لومړنی ادبي اوهنري شخصیت دی چې(( ادب د ادب لپاره )) تیوري او نظریه کارولې ده، همدارنګه د تورې څخه د میړانې مانا اخستې ده ، او هر چا کې چې دغه صفت موجود وي هغه ته توریالی او تورځن وایي:

پښــــــتانه چې بل څه فکر کا ناپوه دي

بې له تورې خلاصې نه شته په بل کار

 نوموړی د هغه وخت د مغلو څخه ډېر سخت په زحمت کې وو، نه یوازې چې خوشال ترې ناکراره و بلکې ټول پښتانه ترې نا ارامه او په زحمت و نو نوموړی د هغه وخت پښتنو ته ګویا دی چې بې له تورې مو خلاصې نشته راځې چې په غږ سره د مغلو په مقابل کې ودریږو او پرې يې نږدو چې زمونږ په مال ځان باندې تیری وکړي.

بل ځای وایي:

چې څــــــرګنده سـربازي کاندي د تورې

زه خوشحال خټک تر هسې هنر ځار شم

خوشحال په دې بیت کې تر هغه چا خپل ځان ځاروي چې په ښکاره ډول توره او میړانه کوي.

همدا شان یو بل ځای وایي:

د تورو په میدان کې چې سودا وي د سرونو

هغه زمان مې ګوره تل به سور وي زما اس

   خوشحال خان خټک په دې بیت کې داسې وایي چې کله هم د تورو په میدان کې د سرونو سودا وي (د جنګ میدان وي ) ما هله ګوره ، زما میړانه هله ګوره چې زما اس به د دښمن په وینو سور وي.

خوشحال بل ځای بیا هم د خپلې میړانې په ټنګار وایي:

لا په خوب کې په لــــرزه پریوزي له کټه

چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنګ شي

   خوشال وایي چې زما توره دومره تېزه ده ، چې که څوک ویده هم وي او غږ یې تر غوږو شي نو که په کټ کې په خوب ویده هم وي، له کټه به پریوځي او د خپلې تورې لا ستاینه کوي او همدارنګه د هغه چا ستاینه کوي چې د اخلاص توره یې په لاس کړې ده:

ننګیالی چې د اخلاص تـــوره په لاس کا

ډير لښکر یې پر همت پورې کاروان کا

او همدارنګه بل ځای وایي:

د افغــــان په ننــــــګ مې وتــــړله تـــــــوره

ننګــــیالی د زمـــــانې خــــوشحال خټک یم

     په دې بیت کې هم خپله ستاینه کوي او وایي چې د افغان په ننګ مې توره تر ملا کړې او د خپل وخت ننګیالی یم، په رښتیا هم د خپل وخت ننګیالی او توریالی پښتون و چې مغول یې ایل او غیل کړي و.

خوشحال یو بل ځای وایي:

تــــــــوره چې تیریږي خو ګــــــذار لـــــره کنه

زلفــې چې ولول شي خو خپل یــار لـــــره کنه

     خوشال خان د دې بیت په لمړۍ مصره کې د تورې ستاینه کوي او دوهمه مصره کې د ولول زلفو ستاینه کوي، چې دا ډول کار د غزل په لمن کې د لومړي ځل لپاره خوشال کړی دی، چې یوه مصره کې یې زلفې او بله کې یې د تورې ستاینه کړې ده، چې مخکې له دې داسې نه وو او یوازې عشقي مسایل په غزل کې راوړل کیدل.

بل ځای وایي:

د درویش علم په درس په مکـــــتب نـه دی

تل نظــــــر لــــــري په لـــوح او په قـــــلم

   خوشحال په دې بیت کې د درویش علم په درس او مکتب پورې نه دی تړلی بلکې وایي چې درویشان تل نظر په لوح او په قلم لري ، یانې د هغه پوهه اسماني وي ، د پاک الله ورکړه وي.

بل ځای یې توره دا ډول یاده کړی:

تـــــوان او زور مــــې واړه تـــــه یــــې

بـــــــې تـــا نــــه پيــــرم پـــــه تـــــوره

   زما له نظره دلته د خوشحال اشاره خدای پاک ته ده ، او وایي چې توان او زور مې واړه ته یې بې د تا له غوښتنې زه په توره څه کولای نه شم.

همدا شان بل ځای بیا وایي:

د قلــــم له سره تـــور لـــوګی روان شو

چې خوشحال د دې غزل مســــوده کړه

   دا د خوشحال د یو غزل مقطع ده، او وایي چې کله مې دا غزل ولیکه نو قلم یې په کې ډير سخت ازمایلی دی او زیاتوي یې چې د قلم له سره تور لوګی پورته شو.

بل ځای بیا د تورې او قلم یادونه دا ډول کوي.

مغــــولو ته چې ګورم هغه هسې مغــــول نشته

د تورو وار یې تېر شو اوس ورپاتې یو قلم دی

     په پورته بیت کې خوشال توره او قلم بیا یو ځای یاد کړي او وایي چې اوس د مغولو د تورو وار تللی او یوازې یو قلم ورپاتې دی ، او ځان ته په دې خوشاله دی چې هم ورسره توره او هم ورسره قلم موجود دی او کار ترې اخلي او په همدې یې مغول له پښو غورځولي دي او د ځان لا ستاینه کوي.

او همدا ډول ډیر ځایه نور هم په د خپلو اشعارو کې د تورې او قلم یادونه کړې ده، لکه په دې لاندې بیتونو کې :

د ناپوه بخره ښادي ، د هوښیار غـــــم ده

څوک به وران کا د ازل د قلــــــم توري

«« »»

ستا لښکر و چې په زړه ده میشـته کړې

دا لښــکر دې په تېره توره تــــوپان شه

پای

                                             سرچینې
۱ ــ خټک ، خوشحــال خـــان ، کلــــــیات، کــــابل ، دانـــــــش خـــــــپرندویه ټولنـــــــه ، ۱۳۹۱ ل ل

۲ــ زیور، زیورالدین، د پښتو ادبیاتو تاریخ منځنۍ دوره ، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ ل ل

———————————–

یادونه : همدا لیکنه مې د پوهنتون د دورې کورنۍ دنده وه،چې د ګران استاد پوهنمل شاه محمود کډوال په لارښوونه مې تر سره کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *